سینما او موسیقي

کټرینا کیف د اداکارۍ ترڅنګ پروډیوسري هم شروع کوي

یو وخت وه چې د بالیوډ ستورو به یوازې ټوله توجو په خپله اداکارۍ راټوله کړې وه او دې ته به په تمه وه چې په یو نه یو ښه فلم کې ورته د کار کولو وړاندیز وشي، خو اوس د فلم لوبغاړي هم یوازې په خپل کار باندې بسنه نه کوي او غواړي چې د اداکارۍ سره سره نور کاروبارونو هم ولري، لکه څنګه چې ځينې د کالیو کاروبار لري، ځینې پروډکشنونه لري او ځینې د فلم او په دغه صنعت کې د اداکارۍ تر څنګ نور کاروبار هم کوي.

ډېری اداکاران د پروډکشن کمپنیو د لرلو تر څنګ په خپله هم د فلم پروډیوسران دي.

د پریانکا چوپړا، انوشکا شرما او ډپيکا پډوکون وروسته اوس داځل کټرینا کیف هم د اداکارۍ تر څنګ پروډیوسري چارو ته هم مخه کړه.

کټرینا کیف اعلان کړی چې نوموړې به خپل د فلم پروډکشن کمپنې پرانیزي او د پروډیوسرۍ چارې به هم خپله مخته وړي.

د دې په خبره چې د پروډکشن چارې به یې د روان کال تر اخره پای ته ورسیږي.

د خپل ریلیز کېدونکي فلم بهارت د اعلاناتو په جریان کې کټرینا کیف د رسنیو سره د خبرو پر مهال ویلي چې په رښتیا یې هم د خپل پروډکشن چارې پيل کړي او د روان کال تر اخره به راڅرګند شي، د دې په خبره چې هیله لري د دې پروژې پروډیوسره به شي او په دې خاطر یې له ټیم سره هم خبرې کړي.

د یادولو ده چې کټرینا کیف د یوه فرانسوي فلم د جوړولو حقوق هم تر لاسه کړي دي خو تر اوسه د دغه فلم د شوټینګ چارې نه دي پيل شوي، خو تمه ده چې په دې کال کې پيل شي.

باید وویل شي چې د کټرینا کیف فلم (بهارت) روان کال د لوی اختر پر مهال ریلیز کېدونکی دی، په دغه فلم کې سلمان خان مرکزي رول لوبولی.

فلم بهارت د جنوبي کوریا پر یوه فلم جوړ شوی چې په کې تبو، ډیشا پټاني، سنیل ګروور او جیګي شروف هم کار کړی.

د دغه فلم لارښود علی عباس ظفر دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی