سینما او موسیقي

کټرینا کیف او سلمان خان د ایک تها ټائیګر فلم، دریمه برخه کې کار کوي

د هندي سینما د سکرین د پردې کامیابه جوړه مشهور ستوری سلمان خان او ښکلې فلم لوبغاړې کټرینا کیف یو ځل بیا سره په یوه فلم کې جوړه راښکاره کیږي.

وروسته له هغې چې په څو کامیابو فلمونو کې سره جوړه اداکاري وکړه او ویل کیږي چې د دوې مشهور فلم سریز(ټائیګر) کې به سره بیا هم دواړه جوړه کار وکړي.

په اوس د دغه فلم لوبغاړو فلم (بهارت) چې د روان کال د اختر د خوښیو پر مهال پر سینما نندارې ته اېښودل شوی په هندي باکس افس کې کامیاب ثابت شوی دی.

د بهارت فلم لارښوونه علي عباس ظفر کړې  او اوس نوموړي د خپل کامیاب فلم سریز (ايک تها ټائیګر) د دریمې برخې د جوړه اعلان هم کړی دی.

علی عباس د رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د دغه فلم کیسه بشپړه شوې او د سکرپټ کارونه یې هم روان دي.

اټکل دی چې د دغه فلم د صحنو ډکولو یا شوټنګ چارې به د راروان میلادي ۲۰۲۰ کال کې پيل شي.

د فلم د لارښود د خبرو له مخې په دغه فلم کې به هم مرکزي رول سلمان خان او کټرینا کیف ولوبوي او پروډیوسر به یې ادیتیه چوپړا وي.

د یادولو ده چې ایک تها ټائیګر فلم په ۲۰۱۲ کال کې پر سینما ګانو روښانه شوی په دغه فلم کې سلمان خان او کټرینا کیف د یوې پټې ادارې لپاره جاسوسي کوي.

د دغه فلم بله برخه ټائیګر زنده هي په ۲۰۱۷ کال کې ریلیز شوه چې باکس افس کې یې ګرم بازار ومونده.

له بله پلوه اوس وخت کې سلمان خان د خپل فلم (دبنګ ۳) د شوټینګ په پيلولو مصروف دی او کټرینا کیف هم د خپل فلم (سوریا ونشي) په شوټينګ بوخته ده.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی