بریا او پرمختګ

ذهني پرمختګ او کاروبار ته داسې لاس په کار شئ!

لیکنه: غازي عابد

لیکنه: یانیک ډچسچر

ژباړه: غازي عابد

۱- هره ورځ لوستل وکړئ:

– لومړی غیرې افسانوي یا غیرې داستاني کتابونه ولولئ.

– د هر کتاب له لوستو نه ښه ثمره ترلاسه کړئ.

– یا هڅه وکړئ چې مستقیماً د کتاب پایله ولولئ؛ څو ډیر وخت مو سپما کړی وي.

۲- ریاضت: ذهني تمرکز یا ځانګړي ریاضتونه وکړئ

– ځیني وخت د ارام او استراحت لپاره د هیڅ شي په اړه فکر مه کوئ.

۳- وختي خوب ته ولاړ شئ.

– ۸ ساعته خوب وکړئ.

۴- په هغه طریقه سره زده کړه وکړئ په کومه چې یې کولی شئ او نه مو ستړي کوي.

۵- خپل فکرونه او نظرونه مو منظم او سره یو کړئ.

– د یاداښت په شکل یې ولیکئ.

– په دې یاداښت کتابچه یا ژورنال کې مو د هرې ورځې بریاوې او ناکامیانې ولیکئ.

– خپلو سوداګریو، کارونو او بوختیاوو ته مو پرمختګ ورکړئ/ نور کاروبارونه هم ایجاد کړئ/ بیزنیس یا د کاروبار لارې ولټوئ.

۶- په دې ځان پوه کړئ چې څنګه یو کاروبار شروع کړو:

– اداره رامنځته کړئ.

– ویب سایټ یا انلاین اسانتیا ورته برابر کړئ.

– لوګو ورته وټاکئ.

– نظریه یا مفکور ورته ولرئ.

– تولید په کې وکړئ.

– بازار ورته پیدا کړئ.

۷- لوستل وکړئ، لوستل وکړئ، لوستل وکړئ…. هڅه وکړئ، هڅه وکړئ، هڅه وکړئ…

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد