سینما او موسیقي

کارتک اریان به د بهول بهلیا سربېره به په ځينو نورو فلمونو کې هم کار وکړي

د هندي سینما د مینې د فلمونو مشهور هیرو کارتک ارین د فلمونو د نورو برخو په جوړېدو کې د خاوندانو پوره پام ځانته راړولی، همدا وجه ده نوموړی د کهلاړي لوبغاړي اکشي کمار د ۲۰۰۷ کال په ریلیز شوي فلم (بهول بهلیا) راتلونکې برخه کې کار وکړي.

کارتک اریان په اوس وخت کې د بالیوډ د کشري خان سیف علی خان د رومانټيک فلم (لو اج کل) په راتلونکې برخې بوخت دی او د معلوماتو له مخې ددغه فلم شوټینګ نو په بشپړېدو دی.

نوموړی په اوس ورځو کې د تیر د ښکلي او د مینوالو لرونکي فلم (پتي، پتني اور وه) د برخې د شوټینګ د پيلولو لپاره چمتوالی نیسي.

د دې نه غیر به کارتک ارین به د اکشي کمار او د جان ابراهم د تیر مشهور فلم (دوستانه) په بله برخه کې هم راښکاره شي.

د کارتک ارین څخه وړاندې ورون دهون په ډېرو د فلمونو په برخو کې کار کاوه، نوموړی به د جړوا فلم په بله برخه کې راښکاره شي، د ځينو نورو معلوماتو له مخې ورون به ډېر ژر د (کولي نمبر ون) فلم د بلې برخې د شوټینګ پيلولو ته چمتوالی نیسي.

غیر له دې داسې خبرونه هم خپاره شوی چې ورون دهون به د تیر د ښکلي فلم (شادی نمبر ون) په راتلونکی برخه کې هم کار وکړي.

په زړه پورې خبره دا ده چې ورون دهون سره به په کولي نمبر ون په راتلونکي برخه کې او د کارتک اریان سره په لو اج کل په راتلونکی برخه کې د سیف علی خان لور او ښکلي ځوانه فلم ستوري سارا علي خان په نظر راشي.

او داسې فکر هم کیږي چې کارتک اریان سره به په (بهول بهلیا) فلم کې هم سارا علي خان کار وکړي.

ډان نیوز د ممبئي مرر د رپوټ په حواله لیکلي، چې د ټي سیریز خاوند بشن کمار د ۲۰۰۷ کال د ښکلي وحشتناک کامیډي فلم (بهول بهلیا) په راتلونکې برخې په چمتوالي بوخت دی او د دغه فلم لپاره کارتک اریان چمتوالی ښودلی.

د رپوټ له مخې چې تر اوسه داسې پرېکړه د فلم بهول بهلیا د لارښود او نور ډلې لخوا نه ده شوي چې حتمي دي کارتک ارین د دغه فلم برخه جوړه شي خو ډېر ژر په دې تړاو پرېکړه نهایې کړي.

خو ویلي یې دي چې د فلم ټیم د کارتک ارین سره د فلم کیسه او نورو معلومات شریک کړي او نوموړي هم رضامندي ښودلې ده.

داسې فکر کیږي چې په ۲۰۰۷ کال کې ریلیز شوی بهول بهلیا فلم د ۲۰۰۵ کال د تامیل فلمونو کامیاب فلم چندر مکهي فلم ریمیک و چې په هغې د کې رجنی کانت مرکزي رول لوبولی وه.

په فلم بهول بهلیا کې اکشي کمار، ودیا بالن، شائني اهوجا او امیشا پټیل مرکزي رول لوبولی و،

د فلم کیسه د یوې امریکایې واده شوې جوړې سدهارت او اوني پورې تړاو لري چې امریکا پرېږدي او هند ته په رخصتیانو راځي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی