دېنېش کارتیک د هند د لوبډلمشرۍ لپاره د ډوني، کولي او روهېت شرما په اړه داسې وايي

ډېنېش کارتېک د ویرات کولي، ایم ایس ډوني او روهېت شرما د لوبډلمشرۍ په اړه ځېنې څرګندونې کړي دي.

د هندوستان مېډل ارډر توپ وهونکي دېنېش کارتېک ویلي دي، ما د درې واړو لوبډلمشرۍ کې لوبه کړې ده. هغه وایي د هندوستان کرکټ لوبډله اوسمهال درې مختلف پیاوړي لوبډلمشران لري، په درې واړو ډولونو شل اوریزو، یو ورځنیو او ټېسټ لوبو کې لوبډلمشري ویرات کوي؛ خو کله چې ویرات کولي نه وي بیا روهېت شرما لوبډلمشري کوي، چې ښه بېلګه یې اسیا جام کې د روهېت شرما لوبډلمشري وه.

کله چې روهېت شرما نه وي بیا نو لوبډلمشري ایم ایس ډوني کوي، لکه څنګه چې اسیا جام سیالیو کې د افغانستان خلاف لوبډلمشري ډوني وکړه.

د ډوني تجربه هغه څه دي چې هندۍ لوبډلې ته تل بریاوې ورکوي.

ایم ایس ډوني
ایم ایس ډوني له تجربه کارو لوبغاړو، وېکټ ساتونکو او لوبډلمشرانو څخه دی، کارتېک وایي هغه هرې برخې ته پام کوي، فیلډېنګ ډېر ژر، ژر سموي، د لوبې ټولو اړخونو ته یې پام وي، د هغه د ښې لوبډلمشرۍ له امله هندوستان د دریو نړیوالو جامونو څښتن شو، ۲۰۰۷ کال شل اوریز جام، ۲۰۱۱ کال پنځوس اوریز جام او ۲۰۱۳ کال قهرمانۍ جام سیالیو ګټل د ډوني شهکار دی.

دېنېش کارتېک وایي ویرات کولي په ځان مغرور دی، هغه هندوستان ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې ویرات کولي هم بریالی لوبډلمشر دی، اسټرالیا او نیوزیلېنډ خلاف له هېواده بهر د هغه دوه سیریزونه ګټل بې ساري دي.

ویرات کولي
ویرات کولي له ۲۰۱۵ م کال څخه راپه دې خوا د هندوستانۍ لوبډلې لوبډلمشر دی؛ خو بشپړه لوبډلمشري هغه مهال ورکړل شوه، کله چې پاکستان په پایلوبه کې هندوستان ته د قهرمانۍ جام پایلوبه کې ستره ماته ورکړه، هغه مهال د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر ایم ایس ډوني و.

ویرات کولي هغه لوبغاړی دی، چې هندوستان کې ورته نورې هیلې شته، د دې هېواد پخواني نامتو توپ وهونکي ټېنډولکر ویلي دي، چې ویرات کولي به د هغه د سلو سلیزو ریکارډ ماتوي.

ویرات کولي تر دې دمه په یو ورځنیو لوبو کې ۳۹ سلیزې وهلي دي؛ ټېنډولکر بیا ۴۹ سلیزې وهلي دي.

ویرات کولي ټېسټ لوبو کې ۲۵ سلیزې وهلي دي او په شل اوریزو لوبو کې کومه سلیزه نه لري.

ویرات کولي په ټېسټ او یو ورځنیو لوبو کې ۶۴ سلیزې وهلي دي او که ۳۶ سلیزې نورې ووهي د سچېن ټېنډولکر د سل سلیزو ریکارډ به مات کړي.

لوبډلمشرۍ کې ویرات کولي ډېره سابقه نه لري، نوموړي په ۲۰۰۹ کال کې د هندوستان د ۱۹ کلنو لوبډلې لوبډلمشري کړې ده او اوس لږ وخت د ملي لوبډلې لوبډلمشر پاتې شوی دی؛ خو د اسټرالیا او نیوزیلېنډ خلاف سیریزونه ګټل یې د لوبډلمشر په توګه سترې لاسته راوړنې دي.

روهېت شرما
بل پلو بیا روهېت شرما چې د پیل خورا ځواکمن توپ وهونکی دی، په ډېری لوبو کې د نورو لوبډلو لپاره خطرناک تمام شوی دی، د سریلانکا خلاف یوه لوبه کې یې ۲۶۴ منډې کړي، چې تر اوسه یې په یو ورځنیو لوبو کې چا دغه ریکارډ نه دی مات کړی.

روهېت شرما ۳۱ کاله عمر لري او د ویرات کولي په نشون کې لوبډلمشري کوي.

شرما د ۲۰۱۸ کال اسیا جام سیالیو کې لوبډله رهبري کړه او اتلولي یې واخېسته، چې دا د روهېت شرما لپاره ستر ویاړ و او په هندوستانیانو کې یې د محبوبیت یو ټکی دی.

دېنېش کارتېک وایي، چې روهېت شرما له لوبغاړو سره خورا ښه سلوک کوي، توپ وهونکو او توپ اچوونکو سره ځانګړې لارښوونې شریکوي او خپله هم یو هېټر توپ وهونکی دی.

دا چې اسټرالیا د فبروري په ۲۴ مه نېټه هند ته د درې شل اوریزو او پنځه یو ورځنیو لوبو لپاره سفر کوي، ګورو چې لوبډلمشري څوک کوي او کوم لوبغاړی ښه کارکرده ګي کوي؟