ګټه وټه

خپل کاروبار ته د يوې سرګرمۍ په سترګه مه ګورئ !

ژباړه: محمد عزيز پردېس

زموږ پلرونو او ميندو له ماشومتوب څخه موږ ته دا زده کړي چې داسې يو مسلک د ځان لپاره وټاکو چې له هغه څخه خوند واخلو او مينه ورسره ولرو. د يوې څېړنې پايلې ښيي چې په امريکا کې ۴۹ سلنه خلک له خپلو مسلکونو څخه خوښ او راضي نه دي او معمولا خپلې دندې تبديلوي. په خپل کار او کسب تمرکز وکړئ. آيا تاسو خپل کار او کسب ته د يوې ساعت تېرۍ په سترګه ګورئ، که د يوې دندې؟

د دې ليکنې په تعقيب کې دا ۴ لارښوونې ولولوئ:

۱- ژمنه
د يو کار او بار په لاره اچول څه ساده او دومره اسانه خبره هم نه ده چې، د کمزورې زاويې له اړخه ورته وکتل شي. هغه څه چې ستاسو لپارره په دې برخه کې مهم دي، بايد له فراغت څخه وروسته داسې کسب ځان ته وټاکئ چې هم مو خوښ وي او هم ورته په همغه برخه کې زده کړې کړي وي. تاسو بايد خپل کار ته ژمنتيا ولرئ او ښه تمرکز پرې وکړئ.

۲- خپلې موخې وټاکئ
سرګرمي يا ساعت تېري ستاسو لپاره يوازې يوه ساعت تېري ده او بس. خو کسب او کار مو نه يوازې دا چې تاسو يو څه موده ترې خوند اخلئ، بلکې يوه موخه هم لري. تاسو يو ليدلوری او يو غوښتنه لرئ او غواړئ چې پرمختګ وکړئ. که غواړئ چې کار او بار مو دوام ومومي، نشئ کولی چې ارامه کېنئ او يوازې يو موقعيت ومنئ. تاسو بايد د خپل کار او بار د لا پرمختګ لپاره يو ستراتيژي ولرئ، ترڅو وشئ کولی څنګه هغه ځای ته چې تاسو يې غواړئ ورسېږئ؟

۳- سخت کار وکړئ
سټيوجابز د اپل شرکت مدير په ۲۰۰۵ کې د سټنفورډ پوهنتون سره په خبرو کې داسې وويل: کار ستاسو د ژوندانه مهمه برخه جوړوي ا وپه دې برخه کې د رضايت لپاره، پر هر هغه کار چې باور لرئ او ستاسو لپاره په زړه پورې دی؛ ويې کړئ. په يوې بشپړې نړۍ کې مونږ په خپل مسلک مئين يو، خو واقعيت دا دی؛ مونږ هغه کارونه چې ورسره مينه لرو، د ورځو په اوږدو کې يې ترسره کوو. حتی که دا کار په بشپړ ډول زموږ کسب هم وي. تاسو بايد د هغو کارونو لپاره چمتووالی ولرئ چې نه مو خوښېږي. د بېلګې په توګه حساب ورکول. ټيليفوني اړيکې او يا هم د يو ټيم مديريت.

۴- خپل ارزښت وپېژنئ
بريالي کارکوونکي په دې پوهېږي چې په کومو کارونو کې ښه او په کومو کارونو کې ښه نه دي. ځيني وختونه هغه کارونه چې ستاسو خوښېږي ترسره يې کړئ او هغه کارونه چې کولی شئ په ښه توګه يې ترسره کړئ، متفاوت دي. که تاسو په يو کار کې ښه نه ياست، د هغه کار د تبديلولو لپاره هېڅ لاره شتون نه لري. زه له رسامۍ څخه خوند اخلم، خو هېڅوک زما د رسامۍ لپاره پيسې نه راکوي.

د هر کار لپاره چې ترسره کوئ يې، بايد يوه اړتيا ورته وي. زه د ويډويي ګېمونو سره مينه لرم، خو دا د کسب او کار لپاره مناسبه او د اعتماد وړ نه ده. سټ ګوډين چې يو وبلاګ ليکونکی دی، ليکي: تاسو د خپلو محصولاتو لپاره پېرودونکي نه پيدا کوئ. د برياليتوب لپاره بايد تاسو د هغو کارونو تقاطع چې ښه ورسره بلد ياست، هغه کارونه چې ورسره مينه لرئ او هغه څه چې خلک ورته اړتيا لري؛ پيدا کړئ. کله مو چې وشو کړلی چې دغه درې برخې سره وڅېړئ، نو پوه شئ چې د سرو زرو لار مو موندله.

سرچينه: Youc.IR

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی