موسیقي او تصویر

کرینه کپور: که اړتیا شي د خپل واړه زوی لپاره له فلمي کارونو تیریږي

 

کرینه کپور وايي، چې خپل کوچنی زوی تیمور یواځې نه پریږدي؛ او که اړتیا شوه هغه به شوټینګ ته ځان سره بوځي.

کرینه چې په ژوندي فیسبوک چټ کې يې خبرې کولې، وویل:

”همدا اوس هم سیف په کور کې دی. هغه د تیمور سره دی. زه فیسبوک ته راغلم او سیف مې ماشوم ته ولیږه. تیمور هیڅکله یواځې نه دی. زموږ څخه یو کس همیشه د هغه سره وي.“

کرینه کپور زیاتوي، چې تیمور ددوې د ژوند اساسي برخه ده او چیرته چې دوې وي، هلته به تیمور وي.

نوموړې وايي: ”که ضرورت يې شو او زه شوټینګ ته تلم، نو تیمور هم د ځان سره اخلم.“

له کرینه کپور څخه پوښتنه وشوه، چې اکثره میندې چې ماشوم وزیږوي، بیا ترې سینمايي فعالیت پاتې کیږي. تاسې څنګه؟!

کرینه يې په ځواب کې وویل:

”داسې وخت کله کله وي؛ او ددې وخت لپاره هر ډول قربانۍ ته تیاره یم.“
د بجرنګې بایجان دې اداکارې وویل، چې د خپل امیدوارۍ پر مهال هم خوشاله او صحتمنده وه.

نوموړې زیاتوي، د امیدوارۍ پر مهال يې د تیمور په خاطر ځان ښه ساته؛ آن ۱۸ کیلو وزن يې هم زیات شوی و.

کرینه وايي، مهمه دا نه ده، چې د امیدوارۍ پر مهال او وروسته میرمن څنګه يې؛ بلکې مهمه داده، چې یو سالم ماشوم ولرئ.

کرینه کپور وايي: ”زه اوس یو ښکلی او ښایسته ځوی لرم. هغه پټان دی.“

کرینه کپور اوس په دې بوخته ده، چې د خپلې امیدوارۍ د وخت زیات شوی وزن کم کړي، او ځان راتلونکي فلم ته تیار کړي.

کرینه به د سونم کپور او سوارا بهاسکر سره په (ویر دې ویډینګ) فلم کې ګډ کار وکړي.
ټاکل شوې چې د فلم د شوټینګ چارې د اپریل په میاشت کې پیل شي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */