کلتور او هنر

کرن جوهر په واده شوې مئېن دی؛ وايي له کرینه کپور سره واده کوم

د هندۍ سینما مشهور فلم لارښود او پروډیوسر کرن جوهر وایي که ورته موقع پیدا شي نو دی به بالیوډ د ښکلې اداکارې کرینه کپور خان سره واده وکړي.

نوموړي دغه خبرې د یوه ټلویزیوني پروګرام پر مهال هغه وخت کړي چې د پروګرام کوربه ترې په دې تړاو وپوښتل.

کرینه کپور د بالیوډ یا هندۍ سینما مشهوره او ښکلې اداکاره ده چې د یوه بل فلمي هېرو سیف علي خان سره یې کلونه وړاندې واده کړی.

د کرینه کپور د واده زیات وخت کیږي، خو لاهم د دواړو تر منځ د کومو جنجالونو خبرې تر رسنیو نه دي راغلي.

کرینه کپور اوس مهال یو زوی هم لري او ډېر کله د رسنیو پر وړاندې د خپل خاوند سره له ژوند کولو خوښي هم ښيي.

تازه په یوه ټلویزیونې پروګرام کې تکړه فلم لارښود او پروډیوسر ویلي چې ورته موقع په لاس ورشي، نو دی به د سیف علي خان د مېرمنې کرینه کپور سره خپل ژوند شریک کړي.

په دغه ټلویزونې پروګرام کې کرن جوهر د خپل ژوند په تړاوو ډېر نور څه هم ویلي، خو دغه خبره یې هغه وخت وکړه کله چې ترې د خپرونې کوربه وپوښتل که درته موقع پیدا شي د فلم د کومې فلمي ستورې سره واده کوې؟
د دغه پوښتنې په ځواب کې کرن جوهر بغیر له کومه ځنډه ځواب ورکړ، که موقع مومي نو د کرینه کپور سره واده کوي.

د یادولو ده چې د فلم د دغه لارښود کرن جوهر او د سینما د دغه ښکلي اداکارې کرینه کپور له دوستۍ پوره بالیوډ خبر دی.

کرینه کپور اوس مهال د کرن جوهر په راتلوونکی فلم (تخت) کې د یوه مهم رول په لوبولو بوخته ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی