ټولنیز ژوند

خبرې کول اسانه دي، خو عمل سخت او مهم دی

ژباړه: محمد عزیز پردېس

د مسئلې حقيقت دا دی چې هرڅوک کولی شئ د خولې او صوتي مزو په مرسته د نورو سره خبرې وکړي. کولی شئ چې دومره خبرې وکړئ چې په ټوليز ډول ستړي او ستومانه شئ. کولی شئ چې د ټولو موضوعاتو په اړه خبرې وکړئ. کولی شئ چې ادعا وکړئ چې ترټولو غوره ياست، کولی شئ چې هرچا ته بد او رد ووايئ…

کولی شئ چې دروغ ووايئ، رښتيا ووايئ، نورو ته په خپلو خبرو چل ورکړئ او يا مو له ځانه د دروغو کيسې خلکو ته وکړئ… خو د ټولو نه مهمه خبره دا ده چې په عمل يې بايد په اثبات ورسوئ.
که تاسو يوه ورځ، دوه ورځې… دروغ ووايئ، ډېرې خبرې وکړئ او په هره موضوع کې راودانګئ؛ بلاخره به مو خلک په خوی او عادت پوه شي او ورو ورو به له تاسې واټن واخلي:

هغه اتل چې اتل نه و
ډېری خلک له حده وتلې خبرې کوي، د هرې موضوع په اړه خپل نظر وړاندې کوي، هغوی د دې پرځای چې په خپلو اعمالو او کارونو سره ژوند وکړي؛ خبرو سره ژوند کوي.
حتما به مو داسې کسان ليدلي وي چې تل په هر مجلس کې او هر کونج کې ناست وي او په خپل صفت يې خوله پرانېستې وي. تاسو به د هغوی د خبرو په اورېدو سره داسې فکر وکړئ چې په رښتيا هم يو قهرمان، ورزشکار او يا هم یو مهم شخص دی. خو کله چې يې خبرو ته تر پايه غوږ کېږدئ، دا به ډېر ژر درک کړئ چې موضوع برعکس ده.

په خپلو خبرو عمل وکړئ
رښتيني اشخاص معمولا هغه څوک دي چې کمې خبرې کوي. فقط په اړينو شرايطو کې خپل نظريات وړاندې کوي. تاسو به هېڅکله دا ډله اشخاص ونه ګورئ چې پرحرفي وکړي، ځکه هغوی ته وخت د سره زرو پشان ارزښت لري.
ډېری وخت د داسې کسانو سره مخ کېږو چې کله د ستونزې پرې راځي او چاسره يې چلند خرابېږي، نو احمقانه ګواښونه کوي؛ خوهېڅکله يې هم نشي عملي کولی. مقابل لوری به د دوی دا ګواښونه هېڅکله هم جدي ونه نيسي، ځکه پوهېږي چې يوازې خبرې دي چې له خولې يې وځي او بس.
د دې لپاره چې نور موږ جدي ونیسي، هېڅکله بايد داسې خبرې ونکړو چې نشو کولی په عمل يې ثابته کړو. خو که مقابل لوری تاسو جدي تلقي نکړي، عصباني کېږئ مه.

څومره چې کولی شئ، ټولې خبرې مو په عمل کې په اثبات ورسوئ. لازمه نه ده چې وينا وکړئ. خبره مو په څرګند ډول او داسې توګه بيان کړئ چې ټول درته پاملرنه وکړي. که بيا هم څوک پوه نشول، نو د دې وخت رارسېدلی چې په عملي ډول يې په اثبات ورسوئ. هڅه وکړئ چې د نورو د نه پوهېدو لپاره پرحرفي او توضيحات وکړئ. له پخوا څخه يوه وينا ده چې وايي: لږ وغږېږه او ښه وغږېږه. د دې لپاره چې خپل قدرت او احترام وساتئ، داسې خبره مه کوئ چې عملي کول يې ستونزمن وي.

يوازې خبرې مه کوئ، عمل هم اړين دی
دا کوم عيب نه دی چې ټولې نړۍ ته اعلان وکړئ چې څه کارونه غواړئ ترسره يې کړئ. خو لومړی مو ځان ثابته کړئ، چې خلک مو په خبرو باور وکړي. خبرې کول اسانه ديس، خو دا عمل دی چې هرڅوک يې له عهدې نشي وتلی. هېڅکله داسې خبرې مه کوئ چې عملي کول يې بيا درته ستونزمن وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی