اقتصاد ټولنیز ژوند

له خپل کار او مسلک سره مو مینه داسې پيدا کړئ

ژباړه: محمد عزيز پردېس

ډېری خلک له خپل مسلک څخه ناخوښ وي. مختلف دلايل دي چې خلک د خپل مسلک سره بې مينې وي او هر مازيګر د يو عالم سټرس او فشار سره کورونو ته درومي. سټرس اوفشار د دې لامل ګرځي چې انسان بې حوصلې او بدخلقه شي او د کورنۍ سره يې تل په هره خبره جنجال وي.

په اوسني عصر کې د دندې پيدا کول ترټولو ستونزمن کار دی چې ډېری ځوانان ورسره لاس او ګرېوان دي. دا هم يو لامل دی چې ډېری خلک هغه کار چې ورسره اصلا مينه نلري، ډېر وخت پکې بوخت پاتې شي. حقيقت دا دی چې د بې کارۍ او بې وزلۍ په پرتله ډېری خلک دا غوره ګڼي چې هغه کار ته زړه ښه کړي چې په هېڅ ډول يې نه خوښېږي.

ځيني کسان د بې صبرۍ او بېقرارۍ پخاطر له خپل شغل څخه رضايت نلري. هغوی د دې لپاره چې په کاري محل کې يې ډېر تحرک نشته، له خپل مسلک څخه ستړي کېږي.

البته د دې ستونزو د حل لپاره ځيني لارښوونې او لارې شته چې د هغو په مرسته کولی شئ، خپل کار، مسلک او کاري چاپېريال سره مو مينه او علاقه ډېره کړئ. په دې مقاله کې دې لارښوونو ته په لنډه توګه اشاره کوو:

۱) تل د کار مثبت اړخونو ته وګورئ
موږ ډېری عادت لرو چې تل منفي اړخونو پسې ډېر ګرځو. يو وړوکی استراحت او يو لنډ سفر کولی شي چې تاسو ته دا فرصت درکړي چې د کاري مسائلو په اړه ښه فکر وکړئ. بايد د خپل کار پر وړاندې خپل کړه وړه او چلند تر غور لاندې ونيسئ. کله ناکله سټرس کولی شئ چې د دې مخه ونيسي چې ټول جوانب يا اړخونه په ښه ډول وسنجوئ.

له ټولو څيزونو سره مثبت چلند، ستاسو ژوند خوږ او په زړه پورې کوي. هڅه وکړئ چې تل راتلونکې ته هيله مند او خوش بينه واوسئ.

۲) له همکارانو سره مو صميمي او رښتينې اړيکې رامنځ ته کړئ
دا چې خپل کار سره بې مينې شو، يو دليل يې دا هم کېدای شي چې د همکارانو سره مو ښې اړيکې نلرو. ډېری خلک هڅه کوي چې په کاري محل کې جدي واوسي، ځکه کمال لرونکي وي؛ خو خبر نه وي چې دا مسئله د دې لامل ګرځي چې يوازې پاتې شي او ټول ترې واټن واخلي.
که غواړئ خپل کار کې د ډېرې مودې لپاره پاتې شئ، يو دليل یې کېدای شي همکاران وي. تاسو هغه وخت کولی شئ چې خپل کار سره مينه ولرئ چې د همکارانو سره مو اړيکې ښې وي.

۳) لوړ رتبه همکارانو سره مو خبرې وکړئ
کله مو چې يوازينۍ موخه دا وي چې ترفېع وکړئ، نو د کار سره به مو مينه او علاقه کمه وي. که غواړئ د ادارې د ځينو سياستونو په اړه لا پوه شئ، بايد وشئ کولی چې د لوړ رتبه همکارانو سره مو خبرې وکړئ او هغوی د خپلو نظرياتو په هکله خبر کړئ. دا د کاري اوضاع د چټک بدلون او ښه والي لپاره غوره ګام دی.

۴) که دا کار مو نه لرلی، څه مو کول؟
کله مو چې د کاري محل سره مينه کمه کېږي، نو يوه غوره پوښتنه چې له ځان څخه يې وکړئ؛ دا ده: که دلته مو کار نه کولی، نو څه به شوي وی؟ خلک معمولا دا فکر کوي چې که دا کار يې نه لرلی، حتماً به يې بل ځای کې بوختيا لرله. خو واقعيت بايد ومنئ. بايد ومنئ چې همدا مو کار دی او که دا کار مو نه لرلی، ښايي بېکاره وی.

۵) د ادارې په نورو فعاليتونو کې فعاله ونډه واخلئ
د ادارې د په زړه پورې پېښو او کارونو لپاره داوطلبه واوسئ. د همکارانو لپاره د يوې مېلمستيا برابرول کولی شي چې ستاسو کاري سټرس له منځه يوسي او هم مو د کار سره مينه زياته کړي.

۶) کاري چاپېريال مو ښکلی کړئ
د کاري ځای د ښکلا لپاره مو له مختلفو تزئيني توکو څخه ګټه پورته کړئ. د کاري ځای ښکلا مو کار ته هڅوي. تاسو کولی شئ په کاري ځای کې د کورنۍ غړو انځورنه کېږدئ، ترڅو فکر وکړئ چې تاسو يوازې د ځان لپاره کار نه کوئ.

خوښي او نېکمرغي ستاسو ليد او درک پورې اړه لري. د کار او کاري چاپېريال سره مينه، ستاسو چلند پورې تړاو لري. مثبت فکر او مثبت عمل وکړئ او خوشحاله ژوند وکړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی