کلتور او هنر

کرینه کپور: زما خاوند سیف علي خان دې د سني لیون له خاوند زده کړي

اعلان

د هندوستانۍ سېنما مشهورې ستورې کرینه کپور له خپل خاوند سیف علي خان څخه غوښتي چې د فلم ستورې سني لیوني له خاوند سره دې وګوري.

کرینه کپور په یوه خپرونه کې خپل خاوند ته دغه مشوره ورکړې ترڅو له ډنییل سره وګوري.

د بالیوډ مشهوره کرینه کپور د همدغه سېنما د کشر خان سیف علي خان مېرمن ده، له واده یې زیات وخت تیریږي خو نوموړې ستورې له واده وروسته یوازې په یوه فلم (ویر دی ویډنګ) کې کار کړی.

د دې سره چې نوموړې اوس په فلمونو کې زیاته نه ښکاري بیا هم اکثره وخت د رسنیو خبرونه پر کرینه کپور جوړ وي.

کرینه کپور که اوس په فلمونو کې زیات کار نه کوي خو په راډیو کې یې د کار کولو پرېکړه کړې.

اغلې کپور روانه میاشت د راډيو یو پروګرام پيل کړ چې په کې مشهور کسان او د فلم ستوري غواړي، ورسره د هغوی په ژوند باندې خبرې کوي او په زړه پورې سوالونه ورڅخه پوښتي.

په خپلې لومړۍ راډيو خپرونه کې کپور ښکلې فلم ستورې سني لیوني بللې وه او ورسره یې د هغې په ژوند خبرې کړي دي.

کرینه کپور د سني لیوني سره د خپلې مور جوړېدو تجربه شریکه کړه او د هغې د خاوند په تړاؤ یې وپوښتل چې سني لیون یې په ځواب کې د خپل خاوند زیات صفت وکړ.

لیون زیاته کړې؛ خوشبخته ده چې خاوند یې ډینیل ویبر دی، د هغې په وینا، ډینیل ورسره د کور په کارونو کې زیاته مرسته کوي او د بچو په پالنه کې هم ورسره اوږه پر اوږه ولاړ دی.

ځینې نور صفتونو په اورېدو د خپرونې کوربه کرینه هېله وښوده چې خپل خاوند سیف علي خان یو ځل د ډینیل سر مخ کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی