د پاکستان د ملاتړ له امله نوجت سنګ د کپل شرما له شو وویستل شو

د هند کرکټ پخوانی لوبغاړی او سیاست پوه نوجوت سنګ سدهو ته د پاکستان مینه قیمتي تمامه شوه او د ښکلې ټلویزیوني پروګرام (دې کپل شرما شو) څخه ویستلو ته يې اړ کړ.

د هند تر ولکي لاندې کشمیر کې څو ورځې وړاندې د پلوامه سیمه کې د هند پر نیمه پولیس ځواک ځانمرګی برید شوی و چې په لسګونه پولیس په کې وژل شوي وه.

تر دغه برید وروسته د پاکستان او هندوستان تر منځ اړیکې هم ترینګلې شوې او هند پاکستان ته سخت ګواښونه هم وکړل.

نه یوازې هندي سیاسیون بلکې د هند نورو بېلابېلو ډلو پر دغه پېښه د خواشینۍ تر څنګ د پاکستان بده یادونه کوله.

خو د کپل شرما د ټلویزیوني پروګرام د قاضي نوجوت سنګ سدهو هغه وخت د دغه پروګرام څخه وېستل شو چې یې د پاکستانیو په ملاتړ خبرې وکړې.

سدهو د هنديانو د زیات فشار له امله د دغه خپرونې څخه لرې شوی.

د پلوامه د ځانمرګي برید وروسته سدهو د دې پر ځای چې پر پاکستان تور ولګوي ویلي چې د څو کسانو له امله څنګه د ټول قوم یا یو کس څخه بدله اخیستلی شي؟

هغه زیاته کړې؛ هغه دا برید بې رحمه بللی او زیاته خواشینې يې پرې ښودلي، په خبره یې چې د دغه عمل تر سره کوونکو ته دې سزا ورکړل شي.

د نوجوت سنګ د دغه خبرو وروسته په هندوستان کې په ټولنیزو رسنیو کې د ده په خلاف سخت خلک راوپارېدل او د کپل شرما د شو څخه د نوموړي د لرې کولو غوښتنه وکړه او ویلي یې وه که چېرته نوموړی له دغه ټلویزیوني پروګرام څخه لري نه شي نو ټوله خپرونه به یې ور وتړي.

تر دې وروسته خبرونه خپاره شول چې د خلکو له ويرې د تنظیم ډلې سدهو له دغه پروګرام څخه لرې کړی او نوموړي پر ځای یې د خپرونی قاضي دنده ارچنا پورن سنګ ته سپارلې ده.