کلتور او هنر

کپل شرما تازه واده کړې میرمن فلمونو ته راباسي

د هندۍ سېنما مشهور مزاحیه ستوري او د ټلویزیوني خپرونه تکړه چلوونکی کپل شرما خپله نوې واده کړې مېرمنه د فلم نړۍ ته راولي.

کپل شرما څو ورځې وړاندې د ګنیي چهاترات سره واده وکړ، د دوی دواړو تر منځ د یارانې اړیکه له ډېر پخوا څخه وه او د ۲۰۱۸ کال په وروستیو ورځو کې یې دغه اړیکه په واده بدله کړه.

د خپلو خندونکو خبرو او حاضرۍ ځوابۍ له امله کپل شرما زیات مشهور دی او خپرونې یې زیات مینوال لري او همدارنګه د فلم په برخه کې هم ښه مشهور دی، خو اوس یې نیت کړی چې دا ځل به د فلم نړۍ ته خپل نوې واده کړې مېرمن راولي.

د هندوستانۍ رسنیو د رپوټ له مخې، کپل په د خپل پروډکشن (کی۹) چې په واسطه یې پنجابي فلمونه او د ټلویزیون خپرونې وړاندې کوي، ځان مصروف ساتي.

دا چې نوموړی په دې ورځو د خپلې پخوانۍ شو یا ټلویزیوني خپرونې (دې کپل شرما شو) دویم پړاؤ پیلوي او په کې زیات مصروف دی نو نیت لري چې خپلې مېرمنې چهاترات ته د(کی۹) پروډکش چارې وسپاري او د ډائرېکټر په توګه یې د فلم نړۍ ته راولي.

د رپوټونو له مخې، ویل کېږې چې د شرما مېرمن ګینې هم د فلم د جوړولو په تړاؤ معلومات لري او په دغه برخه کې پوهیږي نو کپل هم نه غواړي چې مېرمن دې په کور کېني.

د معلوماتو له مخې، ګیني به ډېر ژر د هندوستان له جالندهر څخه ممبئي ته ولاړه او د ډائرېکټر په توګه خپل مسؤلیت ته اوږه ورکړي.

ویل کیږي ګیني چهاترات په پنجابي ژبه ښې خبرې کوي او ښه پرې پوهیږي، کپل شرما هم په راتلوونکو څو ورځو کې په پنجابي فلمونو او مزاحیه خپرونو باندې کار پیلوي چې په هندوستان کې به په ځايي ټلویزیونونو ښودل کېږي، مېرمن به یې په دغه پروګرامونو کې د ډائرېکټر په توګه برخه واخلي.

د یادولو وړ ده چې (دي کپل شرما شو) د دویم پړاؤ خپرونې پيل ډېر ښه شوی او زیات مینوال یې پر ځان رامات کړي دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی