ټولنیز ژوند

کنځلو ته یوه کتنه؛ ولې خور او مور پکې یادیږي؟

لیکنه: صادق طارق
اعلان

ژباړه او زیاتونه: صادق طارق

کنځلې کول یوازې په افغانستان نه؛ بلکې ټوله نړۍ کې دود دي. خو هرځای خپلې کنځلې لري او خلک یې د خپلو کولتوري ارزښتونو په چوکاټ کې یو بل ته د جدیت اندازې ته په کتو سره کنځلې کوي.

د نیا کنځلې
په افغانستان کې به مو زرګونه ځله اوریدلې وي، چې خلک او حتا نیږدې ملګري یو بل ته د نیا کنځلې کوي.

د نیا کنځل په عام ډول په دې موخه کیږي، چې نیا له بده مرغه دلته بې ارزښته ګڼل کیږي او د ملګرو ـ دوستانو ترمنځ یو بل ته دا کنځل عادي او د ټوکې په بڼه ښکاري.

خور او مور ته کنځلې
خور او مور نه یوازې په افغانستان؛ بلکې ډېرو هېوادونو کې د خلکو لپاره ډېر ارزښت لري.

دوی ته کنځل کول معمولاً د لانجو د شدت پر وخت کیږي، یانې هغه وخت چې خلک عصباني وي او یا غواړي خبره تر وهلو ټکولو او لویو شخړو ورسیږي.

په افغانستان کې خو د خور او مور یادول چا ته په کنځلو کې د مرګ تر کومې خبره رسوي.

که څوک حتا په غیاب کې چا ته داسې کنځل وکړي او مقابل لوری خبر شي، بیا هم راځي او خپل غچ یا تر دې په بدترو کنځلو او یا په وهلو ـ ټکولو اخلي.

که څوک ډېره حوصله وکړي او خبره جرګې ته ورسوي، کنځلمار اړ دی، چې ښکنځل شوي لوري ته بد ومني او د خلکو مخکې یا ننواتې وکړي او یا کور ته له یوه پسه یا بل څه سره په عذر ورشي.

ولې کنځلې؟
کنځلې کول د وروسته پاتې ټولنو، بې ادبو خلکو او له ټولو اخلاقو څخه د سرغړونکو کار دی.

سم خلک نه کنځل کوي، نه یې خوښوي او نه یې زغمي.

اسلام هم کنځلې کول او چټیات ویل منع کړي او د ګناه تر حده نظر یې ورته کړی.

نور انساني قوانین هم د کنځلو او د یوه چا ناموس او کورنۍ ته سپک کتل بد او ان د سپکو خلکو کار ګڼلی.

کنځلې کول د کنځلمار د کورنۍ، روزنې او اخلاقو ټیټوالی څرګندوي.

هرڅوک چې بل ښکنځي، داسې ښيي، چې ده ته خپله مور، خور، نیا او د کورنۍ نور غړي هیڅ ارزښت نه لري، ځکه خو د نورو د کنځلو وړ ګڼي.

له کومه کیږي؟
کنځلې د ماشومانو په مخکې مه کوئ، هغوی یې هم جذبوي، نورو ته کوي او په دې ډول ټولنه فاسدیږي او له اخلاقو سره شخړې ته وځي.

د کنځلو د مخنیوي لپاره هرځل خپله مور، خور، نیا او د کورنۍ نور ښځینه مخته ودروئ، که دوی ته کنځل درباندې ښه لګیدل او مناسب مو ګڼل، بیا یې نورو ته وکړئ.

کنه دا ډېر بد کار دی، ورسره بد ښکارئ، سپک ښکارئ او په دوه پیسو کیږئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق