ټولنیز ژوند

کندهار کې د مور او ماشوم د مړیني کچه ټيټه شوې

لیکنه: ياران
اعلان

د امیدوارۍ یا حمل پر مهال صحي خدمتونو ته نه لاسرسی، نامناسبه تغذیه، په زیږونونو کې د واټن نه مراعاتول او د روغتیایي مزکزونو د لیري والي ستونزي لا پر خپل ځای پاتي دي، خو د کندهار د عامي روغتیا مسوولين وایي، په وروستيو کلونو کي د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړيني پيښي کمي سوي دي.

د کندهار د عامي روغتيا د ماشومانو د برخي مسوول ډاکټر احمدالله فیضي وايي، په تيرو کلونو کې په سويل لوديځ زون کې تر ٦٠٠ زياتي د مور او ماشوم د مړیني پيښي ثبتېدلې، خو اوس دغه شمېر په خورا لوی توپير سره راټيټ سوی دی.

د فیضي په باور، عامه پوهاوى، روغتيايي مرکزونو ته ورتګ او په لري پرتو سيمو کي د روغتيايي مرکزونو ډېرېدل په دې برخه کې مهم رول لوبولى دى.

په ورته وخت کې له ولسواليو څخه راغلي ناروغاني وايي، د لارو خرابوالى، خراب امنيت او په کم عمر کي د نجونو واده کول د زيږون پر مهال د مور او ماشوم ژوند ګواښي.

زرمينه د کندهار له پنجوائي ولسوالۍ څخه د کندهار د مېرويس روغتون ولادي څانګي ته راغلې ناروغه ده، دې ياران ته داسي وویل:

«لاري خرابي دي، پر ورخت رسېدګي نسو کولای له همدې امله ډېر کله زموږ ښځينه خپل ژوند د لاسه ورکوي.»

د ميرويس روغتون د ولادي څانګي مشره فرشته يوسفزۍ وايي، په دودیزه بڼه یا د کلیوالو داعي ګانو په مرسته ولادتونه لا هم د مور او ماشوم د مړيني سبب دي.

په داسې حال کې، چې په افغانستان کې دا مهال څه باندې۳۰۰۰ روغتیایي مرکزونه موجود دي، خو لا هم په عمومي ډول صحي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی نه دی زیات سوی.

تر دې وړاندي د عامې روغتیا وزارت ویلي وو، چې د ناروغ او روغتیایي مرکز تر منځ د نیم ساعت فاصلې په موجودیت کي د خلکو لاسرسی ۷۵ سلنه او د دوو ساعتونو په فاصله کي بیا دغه لاسرسی ۹۰ سلنو ته رسیږي.

راپور: صابر حمیدي

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران