ټولنیز ژوند زده کړې

نوښت؛ کندهاري ځوانانو د کتاب یو ستر خدمت ته لاس اچولی

لیکنه: ياران

لیکنه: فضل الله فضلي

کتاب ورکړه، رسالت اداء کړه، دا د هغه کمپاین نوم دئ، چي د کندهار ځوانانو د کتاب راټولولو او مستحقو خلګو ته د ورکولو لپاره پیل کړی دئ.

د ياد کمپاین مسؤل منوراحمد واحدي وايي چي تر دې مهاله یې د ۱۵ کسو رضاکاره نارینه او ښځینه ځوانانو پواسطه ۱۹ زره جلده کتابونه راټول کړي.

په وینا یې، چي په دې کي د ښوونځي د نصاب ترڅنګ په مختلفو برخو کي د آزادې مطالعې کتابونه شامل دي او هغو انجونو او نارینه ځوانانو ورته راوړي، چي بې له مطالعې یې ساتل.

نوموړي زیاتوي چي اوسمهال په کندهار کي د تعليمي کال وروستۍ میاشت ده او په نوي تعليمي کال کي به د کتابونو توزېع شروع کړي.

په درې میاشتني رخصتیو کي به په هغو لیرو پرتو سیمو او ولسوالیو کي چي د کتاب د سخت کمښت سره مخ وي، سروې پیل سي.

د يادي سروې د نتیجې وروسته به د پوهني ریاست په همکارۍ هغو مکاتبو ته راټول سوي کتابونه استول کیږي، کوم چي د کتابونو څخه بې برخي وي.

نوموړی ددې پروسې د اوږدېدو خبره کوي او وايي چي دا کمپاین د کندهار ترڅنګ د هیواد په ۲۵ ولایاتو کي پیل سوی.

ښاغلی واحدي چي د سولي ولسي حرکت د کندهار ولایت مسؤل هم دئ، نو د سولي په نامه د دوو نورو عامه کتابتونونو د جوړېدو خبر ورکوي.

نوموړی وايي چي یو کتابتون یې په خپل دفتر، او دوه نور د ښار په مختلفو ساحو کي جوړیږي، چي د هلکانو ترڅنګ به انجونې هم وکولای سي، چي ځیني مستفیدي سي.

ښاغلي واحدي د راتلونکو پلانونو اړوند وویل چي له دې وروسته غواړي د کندهار په سطحه د مطالعې سیالۍ په لاره واچوي او په دې سره د کتاب لوستلو او مطالعې دود رامنځ ته کړي.

نوموړي د کندهار د ځوانانو څخه وغوښتل چي په دې کمپاین کي ورسره ودریږي، ترڅو کتابونه راټول او هغو مستحقو خلګو ته ورسوي، چي د کتاب ویلو څخه بې برخي وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران