ژوند او ژواک

چارواکي: د کندهار برید کوټه کې پلان شوی و

د افغانستان د ملي امنیت چارواکي وايي، چې د کندهار برید د پاکستان په کوټه ښار کې پلان شوی و.

د ملي امنیت ویاند عبدالحسیب صدیقي رسنیو ته ویلي، چې ددوې لومړني رپوټونه ښيي، چې دا برید د کوټې ښار په مولوي احمد مدرسه کې پلان شوی و.

په ورته وخت افغان چارواکي لا هم د پیښې په تړاو د څیړنو د دوام خبر ورکوي.

د څیړنې په دې ګډ پلاوې کې د عرب متحده امارتو غړي هم شامل دي.

د کندهار د تیرې اوونۍ په برید کې د مرستیال والي په ګډون ۱۲ تنه ووژل شوه، چې ۵ يې عرب ډیپلوماټان وه. په برید کې د کندهار د والي او د متحده عرب اماراتو د سفیر په ګډون ګڼ نور ټپیان شول.

وړمه ورځ افغان ولسمشر ډاکټر اشرف غني د پاکستان د پوځ مشر قمر باجوه سره په خبرو کې د کندهار د حملې په ګډون وروستۍ حملې په پاکستان کې د میشتو جګړمارو او سخت دریځو ډلو کار وباله.

ولسمشر وویل، چې پاکستان دا ډول ترهګرو په وړاندې جدي اقدام نه کوي.

د پاکستان لوي درستیز دا بریدونه وغندل او د تروریزم په ضد يې یو ځل بیا د مبارزې ډاډ ورکړ.

د یو بل خبر له مخې، د کندهار په برید کې د مخکني ولسمشر حامد کرزي د کاکا زوی هاشم کرزی هم ټپي شوی و، چې پرون يې د هند په یو روغتون کې د خپلو ټپونه له امله ساه ورکړه.

هاشم کرزی یو قومي مخور او ملي سوداګر و.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */