داسې ناروغه چې هیڅ درد نه احساسوي

سکاټلینډ کې د کامېرون په نوم ۷۱ کلنه مېرمن په داسې ناروغۍ اخته شوې چې هیڅ ډول تکلیف، درد، زړه تنګون نه احساسوي.

کامېرون ۶۵ کلنه وه چې ډاکټرانو یې د لاس جراحي عملیات ور وکړل او له هغې وروسته یې د درد دوا ور نه کړه، اما ورته وویل شول چې څو ورځې به یې ټپونه سخت درد ولري، مګر هغې تر ډېره د هیڅ ډول درد احساس ونه کړ.

وروسته د لندن کالج او اکسفورډ پوهنتون د جینونو د برخې کارپوهانو پر دغې مېرمن ازموینه وکړه، څو معلومه کړي چې ولې د خپل بدن دردونه نه احساسوي؟

د ازموینې پایله وه چې کامېرون د یوې نادرې جینیاتي ناروغۍ ښکار ده، داسې چې بدن یې د د درد، سلوک او یاداښت زیګنالونه نه شي لېږدولی او له همدې کبله ناروغه مېرمن د هیڅ ډول تکلیف احساس هم نه کوي.

تر دې وړاندې د کامېرون د ورانه هډوکی هم مات شوی و، خو نوموړې یې د درد احساس نه کاوه، ځکه یې نو ډاکټرانو ایکسرې هم ونه کړه، خو کله یې چې د ورانه د هډوکي د پیون لپاره عملیات شوه، نو دغې مېرمنې یوازې دوه پاراسټامول ګولۍ وخوړې او بیا یې د درد په اړه چونګ هم ونه کړ.

نږدې وختونو کې د ډاکټرانو دې ته هم پام شو چې د کامېرون یوه ګوته د اوسټیوارترایټس د ناروغانو په څېر په کږېدو ده، خو نوموړې یې د درد په اړه هیڅ شکایت نه درلود.

ډاکټران وايي، کامېرون د نړۍ په مخ دویم داسې کس دی چې د جینینونو د ستونزې له کبله په دې تکلیف اخته ده، خو کوم تکلیف؟ ځکه کامیرون د هیڅ تکلیف احساس نه کوي.

د کامېرون تکلیف همدا دی چې هیڅ درد او خپله صحي ستونزه یا ناروغۍ باندې نه پوهېږي.