افغانستان سرسکالو سیاست

د کمال ناصر اصولي ژوند ته کتنه؛ رحماني سره یې خوږه ملګرتیا ولې په جنجال بدله شوه؟

لیکنه: بشر درویش

د ولسي جرګې د ریاست پر سر د جرګې د دوو غړو( میر رحمان رحماني او کمال ناصر اصولي) ترمنځ جنجال پرون نیږدې یوه نیمه میاشت وروسته حل شو.

له دې سره د کمال ناصر اصولي هغه مرکه خلکو ته جالبه او د بحث وړ وه، چې د خپل شخصي ژوند او یاد شوي جنجال په تړاو یې د یک ټلویزون په ککتوس خپرونه کې لرله.

یاران وېب پاڼه دلته د دغې مرکې مهم او جالب ټکي درسره شریکوي.

اصولي څوک دی؟

په مرکه کې کمال ناصر اصولي وویل، چې د خوست ولایت اصلي اوسیدونکی او هملته زیږیدلی.

دی ۴۲ کاله عمر لري، تر پینځم ټولګي یې خوست او د لېسې تر دورې زده کړې په پلازمېنه کابل کې کړي.

هغه لوړې زده کړې په روسیه کې کړي او د حقوقو په برخه کې یې ماسټري اخیستې.

اصولي د ولسي جرګې په تېره او اوسنۍ دوره کې له خوست څخه د جرګې غړیتوب ته بریالی شوی.

نوموړي په ۱۹ کلنۍ کې واده کړی، چې ۴ لوڼې او ۲ زامن لري.

د ده یو زوی په بهر کې اقتصاد لولي او بل یې هم د اقتصاد محصل دی.

د لوڼو په اړه اصولي په دغه مرکه کې څه ونه ویل.

اصولي له سیاست څخه مخکې تجار و، په روسیه کې یې د چاکلیټو فابریکه وه.

دی وایي په ۱۳۸۹ کې یې د پانګې اندازه ۲۳۰ میلیونه افغانیو ته رسیده، خو اوس تر هغې کمه ده.

اصولي او قومي جنجالونه

کمال ناصر اصولي، چې د ولسي جرګې په تېره دوره کې د دیني او فرهنګي چارو د کمیسون ریس و، د جرګې د ریاست د ټاکنو پر وخت په قوه جنجالي او قومي متعصب سړي مشهور شو.

د ده پرضد په ټولنیزو رسنیو کې توند تبلیغات کیدل او ویل کیدل، چې پښتون قاشست دی او نور قومونه یې باید د ریس کیدو مخه ونیسي.

هغه په وروستۍ مرکه کې وایي، چې دی د قومونو خلاف نه؛ بلکې د قومي ټیکه دارانو خلاف دی.

اصولي وایي: په هغو ویډیو ګانو کې مې، چې د جرګې د ریاست پر وخت لاس په لاس کیدل، جعل کاري شوې وه.

د ده په وینا ده په هره وینا او مرکه کې اول د پښتنو قومي ټیکه داران او جنګسالاران او بیا د نورو قومونو غندلي، خو مخالفینو یې د تخریب لپاره د جرګې د ریاست پر وخت د ده ویناوې یوازې د نورو قومي ټیکه دارانو خلاف جوړې کړې او پښتانه هغه یې ترې حدف کړي وو.

د ریاست ټاکنې او له وګیلانو ګیلې

په دې مرکه کې اصولي د ولسي جرګې د ریاست د ټاکنو په اړه ډېر وغږول شو.

هغه له وکیلانو ګیله من و، چې په وینا یې رحماني ته یې د پیسو په بدل کې رایې ورکړې.

اصولي وایي: یو وکیل مې خپله د جرګې د تشنابونو خوا کې ولیده، چې په لس زرو ډالرو یې رایه خرڅه کړه.

د ده په وینا هغه وروسته ورته راغی او عذر یې وکړ، چې رسوا نه شي.

دی د وکیلانو په اړه نورې جالبې هم وایي. د اصولي په وینا نیلوفر ابراهیمي، ناهید فرید او زلمی(هغه وکیل چې چکش په لاس تصویرونه یې زیات خپاره شول) د رایه ورکونې پر وخت یې ده ته رایې ورکړې، خو وروسته یې د رحماني ملاتړ وکړ.

دی له نوم اخیستو پرته وایي، چې له رایه اچونې وروسته د ده په ملاتړو وکیلانو کې هم داسې خلک و، چې رایې یې رحماني ته ورکړې وې، خو ملاتړ یې ده نه کاوه.

د رحماني خاطرې

کمال ناصر اصولي، چې په تېره دوره کې هم د ولسي جرګې غړی و، د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: په تېره دوره کې او ان د ولسي جرګې د ریاست تر وخته په پارلمان کې زما تر ټولو نیږدې ملګری میررحمان رحماني و.

د هغه په وینا د جرګې په تېره دوره کې دی او رحماني د یوه پارلماني ګروپ غړي وو او هر ځل د ګروپ د مشرۍ په ټاکنو کې رحماني د ده د ریس کیدو غږ کاوه.

د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې اصولي وویل: پیزا مې په وروستۍ ځل یوه میاشت مخکې له رحماني سره یو ځای خوړلې وه!

اصولي د ټوکې په ډول ده ته د خبریال لخوا د انرژۍ ورکولو پر وخت وویل: دا خو به رحماني صیب نه وي را لیږلی؟

د اشخاصو په اړه تبصرې

کمال ناصر اصولي په دغه مرکه کې د ځینو مشهورو څېرو په اړه هم وپوښتل شو.

د زلمي خلیلزاد د عکس په لیدو یې وویل: باید د خپل وطن لپاره فکر وکړو، نه د پاکستان لپاره!

د طالبانو د سیاسي دفتر د غړي عباس ستانکزي د عکس په لیدو یې وویل:نفرت ورڅخه لرم، غواړي اردو لغوه او ټانګونه پاکستان ته یوسي.

د چګوارار په اړه یې وویل: انقلابي سړی و، خلکو ته یې خدمت کړی، موږ او ټولو ته مثال دی.

د اسماعیل خان په اړه یې خاطره دا وه، چې یو ځل یې د غصب دوسیه په ولسي جرګه کې ده ته استول شوې وه.

اصولي وایي: هغه وخت کرزی صیب ولسمشر و، زنګ یې ووهه، چې غرض مه ورسره کوه، ماویل: یوازې زه نه یم،د جرګې موضوع ده.

د ده په وینا وروسته د اسماعیل خان کسانو ورته د ۵ لکه ډالرو وړاندیز وکړ، چې رد شو.

اصولي او راتلونکې ټاکنې

کمال ناصر اصولي وایي په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د لومړي پړاو پر وخت د زلمي رسول ملاتړی و، خو په دویم پړاو کې یې د ولسمشر غني خوا ونیوله.

دی وایي: د ډاکټر عبدالله چلند نه زیات متاثره یم، خو امکان لري چې په ټاکنو کې د ولسمشر غني ملاتړی شم.

 

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي