ټولنیز ژوند

کم عقلان؛ دا یې نښې او ورسره د ګوزارې لارې چارې دي

لیکنه: ياران

ژباړه او زیاتونه ا: صادق طارق

بې شعوران یا په عامه اصطلاح کم عقلان کم نه دي، هره ورځ، هر ساعت او حتا کیدای شي هره دقیقه ورسره مخ شئ.

کیدای شي په ګاونډ، دفتر او حتا کورنۍ کې داسې خلک ولرئ، چې د کلیوالو خبره تر پوندو کم عقل وي.

دلته د داسې خلکو نښې نښانې او هغه لارې چارې درسره شریکوو، چې دوی نه ځان وساتئ، یا ورسره د ګوزارې په چل پوه شئ.

کم عقلان څوک دي؟
دوی هغه خلک دي، چې د نورو له ځورولو خوند اخلي.
مثلاً: یا په حرکاتو داسې څه کوي، چې تاسې ورنه د توهین احساس کوئ او ځوریږئ، یا په خوله داسې نامناسبه خبرې ترې کیږي، یا درسره د ناستې پروخت بې نزاکته ناست وي، یا بل هر هغه څه کوي، چې عاقل او سم انسانان یې نه کوي.

نښې نښانې
کم عقلان ډېرې نښې لري، چې ترټولو مهمې یې دا دي:
ـ کم عقل تمه لري، چې تل لکه نوکر ورته لاس په سینه ولاړ اوسې او پالنه یې وکړې.

ـ دوی هیڅ مسولیت منونکي نه دي، هیڅ ځان ملامت نه ګڼي او زښت ډېر وچ غرور لري.

ـ کم عقل ځانته حق ورکوي، چې ټول ملامت او نقد کړي، خو پرځان نیوکه او ملامتي نه مني.

ـ دوی بې حوصلې دي، نورو ته هرڅه وایي، خو چې چا عادي ځواب ورکړ، ورسره پاریږي.

ـ د کم عقلو یو خاصیت تعصب لرل هم دي، په یو او بله پلمه نورو سره تعصب کوي او کم یې ګڼي.

ـ کم عقلان خپله اصول او تیورۍ نه مراعتوي، نورو ته لارښوونې خوښوي او فکر کوي، چې فوق العاده خلک دي.

ـ کم عقلان غواړي تل پر نورو لاسبري اوسي او نور ورته تابع پاتې شي، پرته له دې چې په ځان کې دغه وړتیا پیدا کړي.

ـ کم عقلان نورو پورې خاندي، توهین او تحقیر یې کوي، خو پرځان عادي ټوکه هم نه شي زغملی.

– کم عقلان پخپلو تېروتنو تل منکر وي، هیڅ نه مني چې یو غلط کار ورڅخه شوی.

ـ کم عقلان ځان مهم او د دروغو ځواکمن خلک معرفي کوي، څو نور ترې ووېریږي او بې ځایه درناوی ورته وکړي.

ـ کم عقلان تر هرڅه ډېر له ځان سره مینه لري، نور څه ورته چندان ارزښت نه لري.

ـ کم عقلو ته سرښندنه خوشې کار ښکاري، نه یې خپله وس لري او نه د نورو سرښندونو ته احترام کوي.

ـ دروغ ویل هم د کم عقلو یو لوی خاصیت دی.

ـ کم عقلان دې لپار تاسې ته غوږ ږدي، چې د کمزورۍ ټکي مو معلوم او وپېژني څو په مناسب فرصت کې یې دریاد او ومو ځوروي.

ـ کم عقلان د باور وړ نه دي، داسې کارونه کوي، چې هیچا ته یې سترګې نه پاتې کیږي.

ـ کم عقلان زرـ زر او برناحقه غوسه کیږي، فکر کوي چې دا ښه کار دی او دوی پرې ښه ښکاري.

ـ دوی پخپلو ماتو او ښوییدنو کې نور شریک او ملامت ګڼي، خو پخپلو لاسته راوړنو کې هرڅه د خپلو خواریو پایله یادوي.

کم عقلو سره به څه کوو؟
اول خو لازمه ده، چې د دغو نښو لرونکو خلکو نه لیرې اوسئ.
خو که بیخي چاره نه وه، یا مو نیږدې ملګري وو، یا خپلوان او د رشتې ختمیدو چانس نه و، نو بیا دا مشورې عملي کړئ:

ـ راز داره کوئ یې مه، سلام ـ کلام پالئ، نیږدې اړیکې مه ورسره جوړوئ.

ـ وایي هوښیار یو ځل له یوه سوري چیچل کیږي، که مو ملګرو او نیږدې خلکو کې داسې کم عقلان وموندل، په یو ځل تجربه کولو یې اکتفا وکړئ، نور ترې لاس وینځئ.

ـ کم عقلو سره وخت مه ضایع کوئ، مه ورسره ښه کوئ، مه بد، لیرې ترې ګرځئ، ارامه ژوند به لرئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران