ساینس او ټیکنالوژي سیاست له نړۍ

د کلاشینکوف وسلې او جوړونکي په اړه یې ولولئ

لیکنه: ياران

ژباړه: فضل رباني قاضي زی

میخائیل تیمفیویج کلاشنکوف (Михаил Тимофеевич Калашников) د اې – کې ۴۷ کلاشینکوف روسي مخترح دی.

کلاشینکوف په کال ۱۹۱۹ د روسیې په شمال کې په یوه فقیره او بزګره کورنۍ کې چې سیری نومېږي پیدا شو. میخائیل د کورنۍ اووه لسم ماشوم و او کله چې نوی ځوان شو ده نشوی کولی چې حتی متوسطه درس هم پای ته ورسوي. د زدکړو کچه یې ټیټه وه په دې حد چې متوسطه دوران یې هم خلاص نشوی کړی.

په کم عمر د شوروي په پوځ کې شامل شو. په کال ۱۹۴۱ د شوروي او نازي آلمان د پوځونو جګړې په ترڅ کې میخائیل کلاشینکوف په یو ښار کې چې تانکش نومیده ټپي او په روغتون کې بستر شو. په روغتون کې یې هوډ وکړ چې د آمریکایي ام۱ اسلحې او د آلماني اس – ټي – جي ۴۴ ټوپک د ځانګېړنو په واسطه ځانته یو ټوپک جوړ او تولید کړي. په کال ۱۹۴۷ کې د دې اسلحې جوړیدل بشپړ شول او وروسته له هغې به کال ۱۹۵۱ کې په رسمي توګه د شوروي پوځ ته ورکړل شول.

که څه هم په ۹۰ کلنۍ کې د کلاشینکوف دید کم خو تراوسه پورې تیزهوشه په سترګو کیده، په یوه غونډه کې یې وویل: که چېرې غواړی څوک ملامت وګڼئ باید نازي آلمانیان ملامت کړئ، ځکه چې هغوی زه مجبور کړم چې داسې وسله جوړه کړم! هغه زیاته کړه: البته ما غوښتل چې د بزګرۍ د اړتیاوو دستګاوې او ماشینونه جوړ کړم.

میخائیل تیمفیویج کلاشنکوف

د کلاشینکوف د تولید له پیل څخه تر اوسه سل میلیونه میله د اې – کې ۴۷ وسله د روسیې په ایژوسک ښار کې تولید او په نورو هیوادونو کې په قانوني او غیر قانوني توګه جوړې شوي دي. کلاشینکوف په کال ۲۰۱۳ د ډسامبر په ۲۳ نیټه د ۹۴ کلونو په عمر په روغتون کې مړ شو.

د کلاشینکوف وسلې جوړونکي میخائیل کلاشینکوف ویلي دي: د کلاشینکوف وسلې جوړولو موخه مې دا وه چې روسیې ته د آلمان پوځ مخته راتګ مخنیوی وکړم او مقصد مې دا نه و چې په تروریستي پیښو کې ترې ګټه واخیستل شي.

هغه په یوه بله غونډه کې وویل: کله چې په ټلویزیون کې د القایده او تروریستانو په لاس کې هغه وسله ګورم کومه چې ما د وطن د دفاع په خاطر جوړه کړې وه، له ځانه پوښتم چې څنګه دا وسله د دوی لاس ته ورغلې؟

خو حقیقت دا دی چې کله کلاشینکوف دا ټوپک طراحي کړ، هغه د دې څیزونو وړاندوینه نه شوی کولی! د ده د ټوپک جوړښت دومره ساده دی چې هر چېرته یې د جوړیدو امکان شته نو له دې وجې اټکل کیږي چې د تروریستانو په لاس کې هغه ټوپک ښایي په نورو کارخانو کې جوړې شوي وي. له دې برسېره وتلی ټوپک کلاشینکوف هغه وسله ده چې ډیرو پاکولو ته اړتیا نه لري او له همدې وجې د وروسته پاتو هیوادونو په پوځ کې ګټه ترې اخیستل کیږي.

میخائیل کلاشینکوف د خپل عمر ۵۰ کلو نه زیاد په ایژفسک ښار کې د وسلې جوړولو په کارخانه کې تیر کړل، او د مرګ تر دمه یې په دې مرکز کې کار وکړ. هغه د روسیې د وسلې جوړولو اتحادیې ریس و.

په هر حال د پنځووسمې میلادي پیړۍ په نیمایي کې اې – کې ۴۷ د شوروي پوځ په اسټندرده وسله تبدیله شوه او په همدې ترتیب د کلاشینکوف نوم په یوه افسانه بدل شو. د ځینو څیړنو په اساس نن سبا په نړۍ کې ۱۰۰ میلیونه اوتومات کلاشینکوف په بېلابیلو موډلونو کې ګټه ترې پورته کیږي.

اوس مهال دا وسله د ۵۵ هیوادونو په پوځ کې کارول کیږي.

تر اتیه سلنه پورې په نړیوالو بازارونو کې د کلاشینکوف تقلبي نمونې وړاندې کیږي چې له همدې وجې روسیه هر کال تر دوه میلیارده ډالرو توان ویني.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران