کلتور او هنر

اجي دیوګن د خپلې مېرمنې نمبر ټويټ کړی؛ کاجول ورته سخته غوسه ده!

د هندۍ سینما د مشهور ستوري اجی دیوګن مېرمن او د همدغې سینما نوموتې فلمې اداکاره کاجول په خپل خاوند د دې له امله غوسه ده چې ولې یې د دې نمبر په ټوئټر کې خپور کړی دی.

تېره ورځ اجی دیوګن په خپله ټوئټر پاڼه د خپلې مېرمنې نمبر ټویټ کړی او ورسره یې لیکلي وه چې ((کاجول اوس مهال په هېواد کې نه شته او کولی شئ چې د کاجول سره په دغه نمبر وټس اپ کې خبرې وکړئ))

د اجي دیوګن لخوا داسې ټوئټونه کله کله شوي چې فکر کیږي په غلطۍ کې ترې شوې خو جالبه دا ده چې لا تر اوسه هم د اجي له ټويټر څخه دغه پوسټ نه دی ډیلیټ شوی او تر ډېره وخته موجود و.

د مېرمنې غبرګون یې
وروسته له هغې چې اجي دیوګن د کاجول نمبر په خپل ټوئټر خپور کړی نو د ډېرو مینوالو لخوا کاجول ته ډېر زیات پيغامونه لیږل شوي او کاجول ته د خلکو له لوري تکلیف رسیدلی او دغه کار نوموړې غوسه کړې ده.

ترې لږه دمه وروسته اجي یو بل ټویټ په کولو سره روښانه کړي چې یې له خپلې مېرمنې سره یې ټوکي کړي، خو کله چې په زرهاؤ خلکو د کاجول نمبر ته پیغامونه لیږلي او زنګونه یې ور وهلي کاجول په خپل خاوند غوسه شوې.

نوموړې په یوه بل ټویټ کې لیکلي، ستا ټوکې له سټیډیو بهر شوې او په کور کې د داسې ریشخند لپاره ځای نشته، په دغه خبرو کې نوموړې دا ایموجي (کارتون) هم کارولي چې ترې معلومیږي خپل خاوند ته زیاته غوسه ده.

د یادولو ده چې فلمي ستورې کاجول اوس مهال په (هیلی کاپټر ایلا) فلم جوړولو مصروف ده او له هندوستان بهر د فلم ډکولو لپاره تللې ده، د دغه فلم د پروډیوس برخه اجی دیوګن مخته وړي نو ویل کیږي چې د دوی دغه ټوکه د دغه فلم لپاره د بازار موندنې یوه طریقه ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی