کلتور او هنر

کاجول؛ عامر خان سره په یو ټولګي کې مې درس ویل نه خوښيږي

‌‌د هندۍ سینما مشهوره فلمي ستورې کاجل د خپل ماشومتوب د یادونو په تړاو ویلي چې په ماشومتوب او پېغلتوب کې ډېره زیاته شوخه او ورانکارې وه.

هندۍ رسنیو د رپورونو له قوه؛ فلمي ستورې کاجل د خپل راتلوونکي فلم (هيلي کاپټر ایلا) په تړاووپه یوه ټلویزیوني پروګرام (انډیاز بیسټ ډارمي باز) کې برخه اخیستي او په دغه شو کې يې د خپل ماشومتوب له ځينو رازونو پرده پورته کړې او تر څنګ یې د خپلې خوښې او نا خوښې ټولګي والو په اړه هم خبرې کړي دي.

د کاجول څخه د همدغه پروګرام په یوه برخه کې پوښتنه کیږي که بېرته ورته د کالج وختونو د ستنېدو موقع په لاس ورشي، نو څوک – څوک به د خپلو څنګ ټولګیوالو په حیث غوره کړي؟

نوموړې ددې پوښتې په ځواب کې ویلي، که دوباره ورته داسې کومه موقع پیدا شي، نو غواړي چې خپل خاوند اجي دیوګن او د هندي سینما کینګ شاه رخ خان به د خپلو ښو او د څنګ ټولګیوالو په ډول ومني، ځکه په خبره یې دوی ډېر شوخ دي او د ټولکي اخرۍ څوکیو کې کیناستلو سره به یې ښه ورانکاري او شوخي کوله.

دغه راز یې ویلي چې بیخې به یې نه خوښول چې فلمي ستوری عامر خان د خپل څنګ ټولګیوال انتخاب کړي، ځکه عامر خان منونکي او په خپلو درسونو تمرکز لرونکي زده کوونکي په څېر دی او دغه ډول زده کوونکي ښوونکو ته ګران وي، نو که یې بیا په ټولګي کې شوخي کوله نو ده به یې ښوونکي ته شکایت کاوه.

د یادولو ده چې د کاجول راتلوونکی فلم (هیلی کاپټر ایلا) به د سټمبر میاشت په اوومه نېټه د سینما په پردو روښانه شي.

په دې فلم کې دغه فلم ستورې د یوې یوازینۍ مور رول ادا کړی دی.

په فلم کې د مور د رول تر څنګ نوموړې د خپل تعلیم د پوره کولو لپاره د خپل زوی په کالج کې داخله اخلي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی