ژوند او ژواک

کابلوف: که امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، حالات بحراني کیږي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې که امریکا خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي؛ نه یوازې په افغانستان، بلکې په ټوله سویلي اسیا کې حالت بحراني کیدلای شي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم انټرفاکس خبري اژانس ته ویلي، چې د امریکايي ځواکونو په وتو سره به ټولې لاس ته راوړنې له خاورو سره خاورې شي.

*******

*******
کابلوف زیاتوي:

”څومره چې زه پوهیږم، ټرمپ له افغانستان څخه د ځواکونو د ویستلو نیت نه لري، چې دا یوه منطقي پریکړه ده. که هغه په اوس وخت کې خپل ځواکونه وباسي، ټولې لاس ته رواړنې به له لاسه ووځي.“

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې دوې له ټرمپ سره په دې اړه نه دې غږیدلي.

طالبانو تیره دوشنبه په یوه اعلامیه کې ټرمپ ته ویلي وه، چې د افغانستان جګړې ته د پای ټکی کیږدي. د طالبانو په وینا، امریکا په افغانستان کې د خپل حضور باور بایللي، او له تیرو ۱۵ کالو راهیسې ناکامه جګړه کوي.

بل پلو ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي پوځيانو سره د لوړې له مراسمو یوه ورځ وروسته، په یو ویډو کنفرانس کې وویل، چې د افغانستان د جګړې ګټلو ته ملاوې وتړي.

ټرمپ ویلي، تر هغه به له افغانستان څخه خپل سرتیرې ونه باسي، څو يې جګړه ګټلې نه وي.

په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې اوس مهال ۸۴۰۰ امریکايي سرتیري دنده مخ ته وړي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */