د کابل له وروستي برید وروسته د ټرمپ د ادارې عکس العملونه

په کابل کې پرون د سترې محکمې مخې ته شوې خونړۍ چاودنه په افغانستان کې دننه او بهر په پراخه توګه غندل شوې. دې چاودنې د ښځو او ماشومانو په شمول شل تنه ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.

د سپینې ماڼۍ ویاند ښاغلي سپایسر په خپله ورځنۍ خبري غونډه کې دا برید وغانده او د افغان حکومت سره یې د خپلې ادارېد ملاتړ په دوام ټینګار وکړ.
بل خوا د افغانستان د ملي امنیت سلاکار دفتر وايي، چې د متحدو ایالتونو د ملي امنیت سلاکار جنرال مایکل فلېن، د افغانستان د ملي امنیت سلاکارمحمد حنیف اتمر ته، د کابل د تېرې ورځې خونړۍ تروریستي پېښې له امله، د تسلیت او ډاګېرنې په موخه تلیفون کړی و.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د متحدو ایالتونو د ملي امنیت سلاکار یاده تروریستي پېښه په سختو ټکو وغندله .

د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار له دفتر څخه په خپرې شوې خبرپاڼې کې ویل شوي

” د متحدو ایالتونو د ملي امنیت سلاکار ښاغلي فلېن، یو ځل بیا د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت سره د خپل دولت، د ستراتېژیکې ملګرتیا پر دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې متحد ایالتونه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ، چې په مېړانه د افغانستان دفاع کوي او د دا ډول تروریستي بریدونو په شنډولو او ځوابولو کې د لوړو محاربوي وړتیاوو ښودنه کوي، د خپل هېواد مهم ستراتېژیک او نظامي لومړیتوب بولي.“

تر دې مخکې د امریکا نوي دفاع وزیر جنرال جیمز ماتییز ولسمشر اشرف غني ته ټیلفون کړی و، او د پرون ورځې د پېښې د غندلو سربیره یې د دواړو هیوادونو ترمنځ په نژدې اړیکو ټینګار کړی و.

دا له هغې وروسته چې په واشینګټن کې ډونالډ ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه کړې د امریکايي او افغان لوړ پوړو چارواکو ترمنځ لومړني څرګند تماسونه دي.

که څه هم تر اوسه د افغانستان په اړه د امریکا د نوي ولسمشر پالیسي روښانه نه ده، خو د ټرمپ د ادارې د لوړپوړو چارواکو له وروستیو ټیلفونونو څرګندیږي چې دوی د افغانستان پیښې له نژدې څارې او په اړه یې له افغان چارواکو سره د همکارۍ او اړیکو لېواله دي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */