سپورټ کورنی کرکټ

د افغانستان کرکټ بورډ کابل کې ۱۵ ویشتنځایونه جوړوي

د افغانستان کرکټ بورډ د لومړي ځل لپاره په کابل لوبغالي کې له وطنۍ خاورې ۱۵ بېلابېل ویشتنځایونه (پېچونه) جوړوي.

د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست اجراییه رییس اسدالله خان ویلي، د کابل لوبغالي په سرلوڅې روزنځای (اکاډمي) کې به د لوبغاړو لپاره د غوره اسانتیاوو رامنځته کولو او او تمریناتو لپاره د یوې نیمې میاشتې په موده کې له وطنۍ خاورې ۱۵ ویشتنځایونه جوړ شي.

ښاغلي اسدالله خان زیاته کړه: ((له ډېرو هلو ځلو وروسته په دې بریالي شو چی په هېواد کې د ننه د ویشتنځایونو لپاره ځانګړې خاوره پیدا کړو او په راتلونکي کې به له دې خاورې د هیواد په ټولو لوبغالو او اکاډمیو کې ګټه پورته شي.))

د ویلو ده، چی له دې وړاندې به د ویشتنځایونو جوړولو لپاره له بهرنیو هېوادونو افغانستان ته خاوره راوړل کېده، خو اوس دغه ډول خاوره په افغانستان کې موندل شوې ده.

په افغانستان کې معیاري کرکټ لوبغالي
کابل الکوزی کرکټ لوبغالی؛ دا لوبغالی د کابل ښار چمن حضوري سره نږدې دی او خصوصي لوبغالی دی، دا لوبغالی نسبت نورو لوبغالو ته مجهز او معیاري دی، په کابل کې نور لوبغالي د ایوبي په نوم خصوصي لوبغالی په احمدشاه بابا مېنه (ارزان قېمت) وجود لري په دغه لوبغالي یواځې یوه لس اوریزه لوبه د نوي کال په لومړۍ ورځ د افغانستان رېډ او افغانستان این پي ایل بلو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د ګلبدین نایب لوبډلې پکې د حضرت الله ځاځي لوبډلې ته ماته ورکړه.

نور لوبغالي هم په کابل کې شته.

ننګرهار کې د غازي امان الله خان معیاري لوبغالی شته، چې ډېری لوبې پرې شوي او اوس تازه پرې د مېروېس نیکه درې ورځنۍ ټېسټ یا فرسټ کلاس سیالۍ هم وشوې.

کونړ کې د کونړ لوبغالی دی، چې د مېروېس نیکه درې ورځنۍ سیالۍ پرې ترسره شوې.

لغمان تر اوسه پورې نړیوال معیاري لوبغالی نه لري.

خوست ولایت کې هم یو معیاري لوبغالی شته، چې ډېری لوبې پرې ترسره شوي دي.

همدارنګه په کندهار معیاري لوبغالی جوړ شوی دی.

مزار شریف کې هم یو لوبغالی د جوړېدو په حال کې دی.

د ننګرهار ښار په لومړۍ ناحیه کې د بهسودو پول ته څېرمه د یوه نړیوال لوبغالي لپاره ساحه بېله شوې او د کرکټ بورډ په وېنا ډېر ژر به پرې کار پیل شي.

د کرکټ بورډ د ویاند فرید هوتک په وېنا، مخکې به د پیچونو جوړولو لپاره خاوره له پاکستان څخه راوړل کېده؛ خو اوس افغانستان کې داسې خاوره موندل شوې، چې ویشتن ځایونه یا پیچونه ترې جوړېدای شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی