افغانستان سوله سیاست

د کابل پېښه؛ د سولې که جګړې پر لور ځو؟ د برید پيغامونه څه دي؟

لیکنه: بشر درویش

پلازمېنه کابل د چارشنبې په ورځ له څه موده نسبي کرارۍ وروسته بیا خونړی و.

په دې ورځ څو ځانمرګو بریدګرو، چې وسله وال طالبان خپل کسان وګڼل، د کابل ښار په زړه(شهرنو) سیمه کې پر کانټر پارټ موسسې ډله ییزه حمله وکړه.

د کورنیو چارو وزارت په حواله په برید کې د یوه ملي پولیس په ګډون ۵ تنه شهیدان او ۲۴ نور ټپیان دي.

سرچینه وایي برید درېیو بریدګرو کړی و، چې د درې واړو له وژل کیدو سره پای ته ورسید.

غبرګونونه

په کابل کې د امریکا سفارت او د ملګرو ملتونو د سرمنشي د استازي دفتر(یوناما) دواړو دا برید غندلی او پر ملکیانو یې د طالبانو بې رحمي ګڼلې ده.

مخکیني ولسمشر حامد کرزي هم دا پېښه د ټولو انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف ګڼلې او د وینه توییدو د مخنیوي لپاره یې د سولې خبرو د عاجل پيل غوښتنه کړې ده.

ولسمشر غني بیا طالبانو ته ګواښ کړی، چې که د سولې مشورتي جرګې په غوښتنه سولې ته غاړه کېنږدي، افغان ځواکونه به یې د زور په وسیله مات او له منځه یوسي.

سوله که جګړه؟

دا برید په داسې مهال شوی، چې په نړیواله کچه د افغان سولې په تړاو تاوده بحثونه روان دي.

د همدغه برید په ورځ هم وېل کیږي چې د قطر پلازمېنه دوحه د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر د استازو او امریکایي مرکچیانو د مذاکراتو ځای و.

طالبانو سره د سولې په تړاو نیږدې هره ورځ د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له یو هېواده بل هغه هېواد ته روان وي، چې د افغانستان په قضیه کې رول لري.

د سولې له تودو خبرو سره هم مهاله دا پوښتنه افغانانو ته جدي کیږي، چې سوله که د جګړې دوام د دوی د برخلیک په تمه دی؟

امتیاز غوښتنه که ناکامه هڅې؟

دا پوښتنه هم د بحث وړ ده، چې ریښتیا وسله وال طالبان له داسې بریدونو سره د سولې په روانو هڅو کې د زیات امتیاز اخیستو هڅه کوي، کنه د سولې روانې هڅې، په خاص ډول د افغان حکومت او وسله والو طالبانو د نیږدې کیدو په تړاو له ناکامۍ سره مخ شوي.

افغان حکومت د خپلو سیاسي مخالفینو او طالبانو د مخالفت باوجود تېره اونۍ په کابل کې د سولې مشورتي لویه جرګه پای ته ورسوله، چې زرګونه ګډونوالو یې طالبانو سره د اوربند د غوښتنې ترڅنګ له دغې ډلې حکومت سره د مخامخو خبرو غوښتنه لرله.

ولسمشرغني د کابل د وروستۍ پېښې په غبرګون کې ویلي، چې که طالبان دا غوښتنې ونه مني؛ افغان ځواکونه به یې د زور له لارې له منځه یوسي.

له دې سره هم مهاله د مصالحې د رهبرۍ شورا یوه غړي او د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد ارګ طالبانو سره د خبرو لپاره د مرکچي پلاوي ټاکلو ته په نه پاملرنې تورن کړی.

د مصالحې د رهبرۍ شورا څه موده مخکې د حکومت او مطرحو سیاسي جریانونو له لورې په ګډه جوړشو او دنده ورکړل شوه، چې طالبانو سره د خبرو لپاره یوه واضحه نقشه جوړه او دغه چاره رهبري کړي.

پایله به څه وي؟

د افغان سولې او جګړې د راتلونکي دواړو برخلیک پوره ګونګ او پېچلی دی.

دلیل دا دی، چې په عین وخت کې د دواړو اجنډاوو لپاره تقریباً موازي امادګۍ لیدل کیږي.

په هېواد کې له یوې خوا هره ورځ حکومت او خلک د سولې غږ کوي؛ وسله وال طالبان یې هم په خوله بدرګه کوي، خو په عمل کې لیدل کیږي چې هم د حکومت او هم بهرنیو ځواکونو په عملیاتو او هم د طالبانو په بریدونو کې د دواړو لورو ترڅنګ ولس ته درنه مرګ ژوبله اوړي.

د طالبانو ترڅنګ د داعش ډلې د فعالیتونو پراختیا هم د اندیښنې وړ بله مسئله ده، چې ورځ تربلې قوت اخلي.

خلکو ته د امریکایي چارواکو دا خبره بیخي وېرونکې ده، چې وایي که طالبانو سره سوله نتیجه هم ورکړي، په افغانستان کې د جګړې د پوره ختمیدو هیله مندي نه ده موجوده!

په داسې ګونګ وضعیت کې نه شي ویل کیدای، چې افغانستان د یوې ثابتې او نه ماتیدونکې سولې پر لور روان دی، که لا ویجاړونکې او سخته جګړه ورته انتظار باسي؟

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي