افغانستان ټولنیز ژوند روغه سټه ژوند بڼه سرسکالو

د کابل په شخصي روغتونونو کې څه تېریږي؟ دا حالت خورا لړزونکی دی !

لیکنه: ایمل مړوند
اعلان

لیکنه: ایمل مړوند

شاخوا دا کال کیږي چې یو کوچنی خورین مې ناروغ دی، دا هلک چې شاخوا اوه کاله عمر لري، ناڅاپه پرې چپه راځي، پرځمکه راپریوزي او څو شیبې وروسته بیرته اصلي حالت ته راځي. خور مې راته څو ځله ددې کوچني د ستونزې وویل، ما په جلال اباد کې ورته د ځينو ډاکټرانو ادرسونه ورکړل، لنډه دا چې دا کال يې پر ډاکټرانو او روغتونونو وګرځولو، پنډ پنډ درمل يې ورکړل خو هیڅ نتجه يې ور نه کړه. بلاخره مې ورته اوونۍ وړاندې وویل چې کابل ته راشي چې دلته يې کوم روغتون ته یوسو.

ناروغ يې راوست او د ځينو دوستانو په مشوره مو په کابل کې د فرانسویانو په نوم یو شخصي روغتون ته بوتلو، موږ روغتون ته سهار شاخوا اوه نیمې بجې ورسیدو، شاخوا یوه بجه مو د یو ډاکټر نوبت ترلاسه کړ، ډاکټر ورته د سر عکس اخیستل ولیکل، ویل دا واخلئ او بیا راشئ.
ناروغ مو له لاسه ونیولو او لابراتوار ته ورغلو، له هر کارکوونکي به مو چې پوښتنه کوله داسې برخورد به يې کاوه لکه موږ سره چې کوم شخصي ستونزه لري، ددوی چلند او برخورد یوازې موږ سره بد نه و، ولاړو ټولو ناروغانو سره همداسې و، خو زموږ په شان ټول مجبور وو، بله لاره ورسره نه وه، لاین کې ولاړ وو او د روغتون د کارکونکو بد چلند يې برداشت کاوه، دوی په داسې حال کې له ناروغانو سره بد چلند کوي چې د کابل د نورو شخصي روغتونونو په پرتله دوه چنده د معایناتو او د فیس پیسې اخلي. که يې رالنډه کړم، موږ ته يې له ډېرو منتونو وروسته پاڼه راکړه او نوبت ته کېناستو تر مازیګره نوبت رانه غی! داسې نه وه چې ګڼه ګوڼه ډېره وه، بلکې ستونزه دا وه چې سیستم نظم او کارکوونکو خپل مسولیت نه ترسره کاوه، موږ ایله پر سبا يې وتوانیدو چې د ناروغ د سر عکس وروسته له ډېرو نادرو او لانجو واخلو، عکس مو ډاکټر ته یوړو هغه دستي یوه بله معاینه ولیکله، بیا موږ لاړو لابراتوار ته، د معاینې قیمت يې راته ۱۰۶۵۰ افغانۍ ولیکلې، زه ورغلم مال دا کس غریب دی دومره پیسو ته يې وسه نه کیږي! که یو څه تخفیف ورکړئ، هغه مسلمان ددې پر ځای چې پیسې ورته راکمې کړي، پر پخوانۍ اندازه يې خط کش کړ او پر قلم يې ورسره ۱۸۶۵۰ ولیکلې، دا چې ولې يې ولیکلې هغه دلیل هم راته نه ویلو، دا وخت موږ درې ورځې دې روغتون کې تېرې کړې وې، خو د ناروغ سرنویشت او ستونزه مو معلومه نه شوه او بېرته هماغسې کورته ستانه شوو.

په دې روغتون کې چې د کابل تر نورو روغتونونو غوره ګڼل کیږي، وړاندې هم ما ورته تجربې کړي مثلاً: ډاکټر ته به مو نوبت واخیست، خو مسول کس به راته د انتظار کولو وویل، ساعتونه به مو انتظار وکړ؛ چابه غږ نه کاوه بلاخره به مو چې جنجال شروع کړ بیا به يې ډاکټر ته ولیږلو، ډاکټر ته به مو چې د زیات انتظار وویل، هغه به ویل چې دی خو له ساعتونو په خونه کې ناست دی، خو مسول کس ورته ناروغ نه دی لیږلی.

په هر حال راځم اصلي کیسې ته، ددې پر سبا مې د کابل د کوچنیانو د یو دولتي روغتون مشر ډاکټر ته زنګ وکړ، دې ښاغلي سره ما شخصي سلام کلام هم درلود، ډآکټر صیب راته وویل چې د هغه شخصي کتنځي ته ورشم، نېغ ورغلو، دروازه کې مو ورته درې سوه افغانۍ فیس ورکړ او له ښایسته انتظار وروسته يې ځان ته وبللو، سره ددې چې زما دعا سلام ورسره و، بیا يې هم برخورد د یو ډاکټر په شان نه و، ناروغ کوچني د ډاکټر په لیدو په ژړا پیل وکړ، ډاکټر صیب ورته لومړی په قهر شو او وروسته يې د بهر ویستلو امر وکړ، پرته له دې چې د ناروغۍ په اړه يې وپوښتي، حالت يې وګوري، خبرې ورسره وکړي او یا لږ تر لږه يې د سینې او زړه وضعیت معلوم کړي، ويې ویل د سر عکس يې راوړئ! له دې ځایه هم همداسې ووتلو، ځکه تر دا مهال مو په پنځو بېلا بېلو ځایونو کې ورته د سر عکسونو اخیستي وو، خو پایله يې نه وه ورکړې، دا کیسه همدلته پرېږدم. خو دا یوازې زه نه یم چې په روغتیايي برخه کې د دا ډول ستونزو سره مخ کیږم، ددې وطن او ددې ښار هر اوسیدونکی هر ورځ ورته کړاو ګالي او همدا لامل دی چې خلک د ډېرو معمولي او عادي ناروغیو د درملنې لپاره هم باید هند او یا پاکستان ته لاړ شي.

غېرې مسلکیتوب

کابو یونیم کال مخکې مې مېرمن د کابل په مکرویانو سیمه کې یو شخصي روغتون ته بوتله، دا وخت مې د مېرمنې د اتو میاشتو کوچنی په نس و، له التراساوند معاینې وروسته ماته ډاکټر غږ وکړ! راته يې کړه يې چې ستاسې د کوچني سر ستونزه لري او ان یوه برخه يې نشته دی! ددې خبرې په اوریدو سره زه بیخي حیران او ورخطا شوم، ځکه تر دې وړاندې هم موږ تلویزیونې معاینې کړې وې، خو دا سې څه راته نه وو ویل شوي، بیخي خپه شوم، بهر راووتم مېرمن سره مې دا موضوع شریکه کړه، هغه هم سخته خوابدې شوه، ځکه موږ تر دې وړاندې هم یو کوچنی له لاسه ورکړی و، بیخي ورخطا شوو! حیران وو، څه وکړو، دفتر کې مې یو همکار ته فون وکړ هغه یو څه په طبابت کې ګوتې وهلې د یو باوري لابراتوار پوښتنه مې ځينې وکړه، یو درک يې راکړ، د شپې یوه بجه ورغلو هغوی چې معاینات وکړل ډاډ يې راکړ چې کوچنی رک روغ دی او داسې کومه ستونزه نه لري. رښتیا هم هغه کوچني کومه ستونزه نه درلوده او د الله په مهربانۍ سره بیخي روغ او سالم دنیا ته راغی.

ورته داسې نورې ډېرې پېښې شوي دي، یوه ورځ یو ملګری مو ناڅه ناروغ شو، د کابل ښار یو مشهور شخصي روغتون ته مو بوتلو، له ډېرو زیاتو معایناتو وروسته يې وویل چې دده په سر کې یو رګ شلیدلی دی، خو وروسته معلومه شوه چې د هغه د معدې ستونزه وه. همدا ورتېره ورځ له یو ناروغ سره چې په نس يې درد و روغتون ته لاړم، لومړی يې د داخلې د پیسو پرچه راکړه، او وروسته يې درې څلور ډوله معاینات ورته ولیکل، له معایناتو وروسته يې ورته لس دولس قلمه درمل ورکړل، حال دا چې د هغه د معدې اسید پورته شوي وو، له ډاکټر مې وپوښتل چې دا درمل مو ورته ډېر زیات ونه لیکل؟ په قهر يې راته وویل:”همدومره ورته ضرورت دی”.

همداسې څو میاشتې وړاندې زه او بل ملګری مې اکرام الله اکرام یو ټکسي ډوله موټر ته پورته شوو، یو وخت مې پام شو چې د موټر چلونکي له سترګو اوښکي رواني دي، لامل مې ځينې وپوښت! د جیب نه يې د خپلې اته کلنې لورکۍ عکس راوویست ویل، دوه ورځې وړاندې وفات شوې ده. مال ولې څه پرې شوي وو؟ کیسه يې راته پیل کړه، ویل ماښام مهال کور ته راغی، موټر يې ودراوه، مېرمنې یې ورته وویل چې دا جلۍ لږه تبه کوي او ټوخیږي، ډاکټر ته یې بوځه! ویل جلۍ يې له لاسه ونیوله او کور سره نږدې يې یو ډاکټر و هغه ته يې ور وستله، زیاته يې کړه ډاکټر ته يې د ناروغۍ په اړه وویل، هغه ورته یو ستنه (پیچکاري) وکړه! له پیچکارۍ داسې پنځه دقیقې نه وې تېرې چې جلۍ ویل، زړه يې بد بد کیږي، ویل ما له درملتون بهر ویستله، خو څو قدم يې مخکې نه وه بیولې چې د جلې پېښې سستې شوې او پر ځمکه راپرېوته او مړه شوه.

موټر چلونکي ویل، پر ډاکټر يې پولیسو ته عریضه وکړه، ویل قضیه عدلي طب ته راجع شوه، خو وايي عدلي طب ته یاد ډاکټر رشوت ورکړی او غواړي چې ډاکټر له دې قضیې وژغوري. زه او اکرام هم سخت خوابدي شوو، دا پېښه د کابل ښار په منځ کې شوې وه. داسې لسګونه پېښې کیږي، خو څوک پرې نه خبریږي. نن سبا چې د کابل په ښار کې روان يې، نو په هر قدم په مخه درته د شخصي روغتونونو لوحي یا بورډونه درځي، خو که یوې عادې روغتیايي ستونزې څوک مخ شي، نو بیا په دې دومره ډېرو روغتونو کې به حیران وي چې کوم داسې معیاري او باوري روغتون به وي کنه چې ددې ستونزې د درملنې لپاره ورشي، ځکه چې خلکو ته ثابته شوې ده چې دلته د روغتیا په نوم کارو بار روان دی او هیڅوک يې د پوښتنې نشته دی، دلته د انسان ژوند بیخي ارزښت نه لري، له یوې خوا يې جنګ وژني او له بلې خوايې غیرې مسلکي او سوداګر ډاکټران په غیرې مسلکي درملنه وژني.

حکومت ولې ملامت دی؟

په افغانستان کې په تېرو شاخوا اتلس کلونو کې سلګونه میلونه نړۍ وال مرسته شوي ډالر، مصرف شو، خو په دې موده کې لا هم افغانان په ټول هیواد کې د یو مسلکي روغتون خاوندان شول، همدا اوس یوازې په جلال اباد ښار کې تر دوه زرو پورې کسان هره ورځ د پاکستان ویزو ته اپلای کوي، په دوی کې يې درې برخې خلک غواړي د درملني لپاره دغه هیواد ته لاړ شي، همدارنګه هند ته هم هره میاشت زرګونه کسان د درملنې په موخه ځي چې هلته له ګڼو ستونزو سره مخ وي. پوښتنه داده چې ولې په دا دومره موده کې حکومت ونه شول کړای چې په هیواد کې یو معیاري او پر ځان بسیا روغتون جوړ کړي؟ ځکه چې حکومت تر ډېره پر نمایشي کارونو بوخت دی، لا هم په افغانستان د خلکو پر لومړینو او اساسي اړتیاو فکر او سرمایه ګذاري نه ده شوې. حکومت تل هغه کارونه کړي چې نمایشي او غیرې ضروري وي. د روغتیا په نوم میلیاردونه ډالر شخصي جیبونو ته لاړل خو افغانان اوس هم د پآکستان ویزو په ټيل ماټیل کې مري. چارواکي او کورنۍ يې خپلې درملنې په بهرنیو ملکونو کې د همدې خلکو او ملت پر پیسو کوي، خو عام خلک د ډېرو وړو وړو ناروغیو له امله د مرګ تر بیستره رسیږي.

د عامې روغتیا وزارت بې غوري او درغلي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم د حکومت د رهبرۍ په شان په نمایشي چارو کې بوخت دی، جالبه خو يې لا داده چې څه مواده وړاندې يې د عامې روغتیا وزیر د روغتیا د غوره وزیر جایزه هم ترلاسه کړې وه، سړی دې جایزه ورکونکو ته حیران شي چې دوی له افغانستانه دومره ناخبره دي چې په ټول افغانستان کې یو معیاري روغتون تراوسه نشته دی، هره ورځ ډلې ډلې ناروغان پاکستان، هند او نورو هیوادونو ته ځي او هغوی چې وسه نه لري د الله د رحم په تمه ناست دی، خو وزیر يې د روغتیا په برخه کې د غوره کړونو جایزه اخلي.

همدارنګه، یو شمېر خلک داسې هم وايي، چې د روغتیا وزارت ګڼ شمېر غړي او مسولین په غیرې قانوني او د بې کیفته درملو په کارو بار کې ونډه لري او نه غواړي چې افغانستان په دې برخه په پښو ودریږي، ځکه چې ددوی شخصي کاروبار ته زیان اوړي.

د مدني ټولنو او د ټولنیزو رسنیو د فعالانو مسولیت

زموږ اکثره مدني فعالان او د ټولنیزو رسنیو کارونکي د سیاسي څېرو په ستاینو او رټلو بوخت دی، ډېر کم داسې د فیسبوک کاروونکي به وي چې ددې وطن د اوسیدونکو په اساسي او لومړینو اړتیاوو لیکل او تبصرې ګوي او پر ګدۍ د ناستو چارواکو پام ورته راواړوي. که دوی وغواړي کولی شي چې دا ستونزه تر یوه بریده حل کړي، ددې پر ځای چې یو بل ته د سیاسي رهبرانو پر سر کنځلې وکړي، په هیواد کې د یوه ښه په وسایلو د سمبال روغتون د جوړولو په اړه دې پوسټونه وکړي، د حکومت، سوداګرو او نورو پام دې ورته راوګرځوي، ډاډه اوسئ چې ددې اساسي ستونزې ته به یو حل پیدا کیږي، خو زموږ خلکو لا هم اساسي او بنیادي ستونزې نه دي درک کړي اوهمیشه پر بيځایه ستاینو او غندنو بوخت دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ایمل مړوند