افغانستان ټولنیز ژوند خوندیتوب زده کړې

د کابل له تشنابونو شکایت؛ د ښځینه لیکوالې خاطرې، فریاد او وړاندیزونه ولولئ

لیکنه: بشر درویش

سرچینه: اطلاعات روز ورځپاڼه
لیکواله: کریمه
ژباړه: بشر دروېش – یاران وېب پاڼه

په ۲۰۰۹ کال کې، هغه مهال چې د کابل د نجونو د یوه ښوونځي زده کوونکې وم، دې ستونزې زیاته وکړولم.

زموږ ښوونځی که څه هم د نجونو له غوره ښوونځیو څخه و، خو تشنابونه یې خورا چټل وو.

په دغو تشنابونو کې لومړني امکانات لکه: اوبه، کاغذ یا د لاس وینځلو شامپو نه وه. یوازیني څو پاک تشنابونه چې وو، هغه د لېسې د مدیرې او څو ښوونکو په واک کې وو.

هلته زده کوونکو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کیده.

زه او څو ټولګیوالې مې، چې کله مو غوښتل د اړتیا پر وخت له پاکو تشنابونو استفاده وکړو، د یوه کومانډویي ګروپ په شان مو مخفیانه عملیات پلانول.

یو بل ته به مو پهره کوله څو کومه ښوونکې رانه شي، که به څوک راغلل، له لیرې به مو په خبرو ونیولې.

ځینې نورې ټولګیوالې مو، چې تر موږ هم انقلابیانې وې، له نورو لارو یې ګټه اخیسته.

مثلاً: ښوونځي ته له راتلو مخکې یې مایعات نه څښل څو تشناب ته د تلو اړتیا ورته پېښه نه شي.

په ځینو ورځو لکه: د میاشتینۍ ناروغۍ په ورځو کې به ښوونځي ته نه راتلې.

په ټوله کې د تشنابونو له ناپاکۍ او مردارۍ څخه ټولو شکایت کاوه.

ما او څو ټولګیوالو پر دې ویاړ کاوه، چې د ښوونځي د مدیرې له پاک تشناب نه په پټه ګټه اخلو.

موږ فکر کاوه، چې دا خپله یو ډول پټه او خاموشه مبارزه ده.

تمه مو وه، چې یوه ورځ به زموږ په شان د مبارزو نجونو شمېر زیات او د اعتراض په ډول به په ډله ییز ډول د مدیرې له تشنابه ګټه واخلو.

زموږ هیله دا وه، چې ټول په مساوي ډول د تشناب د استفادې له حقه سمه استفاده وکړي.

هېوادنۍ ستونزه؛ دولتي ادارې په څه حال دي؟
په هغو ورځو کې مې فکر نه کاوه، چې پاکو تشنابونو ته د لاسرسي لپاره به د هېواد په کچه مبارزې ته اړتیا وي.

زموږ ښوونځی د افغانستان د یوې عامې ستونزې یوه وړه څنډه وه.

د افغانستان په اکثرو دولتي ادارو کې، چې زه څومره معلومات لرم، د تشنابونو همداسې ستونزه موجوده ده. یا تشنابونه نشته، یا پاک نه دي او یا د ټولو لپاره یو شان نه دي.

د ډېرو دولتي ادارو کارکوونکي تشناب ته د تګ لپاره پخپلو الماریو کې کاغذ او د لاس وینځلو شامپو باید ولري.

یوه شېبه فکر وکړئ، چې که تاسې هم د دغو خلکو له ډلې اوسئ، تشناب کاغذ او د لاس وینځلو شامپو مو په لاس کې وي او تشناب ته روان یاست، چې دهلیز کې نورو همکارانو سره مخ کیږئ.
په خاص ډول که ښځې یاست، څه احساس به کوئ؟

د شرم وړ بحث
د تشنابونو په اړه بحث په افغانستان کې شرم ګڼل کیږي. دلته نورې ستونزې دومره زیاتې دي، چې دا موضوع بیخي څوک په ستونزو کې نه حسابوي.

په حقوقي لحاظ پاکو تشنابونو ته لاسرسی د یوې ادارې د کارکوونکي، د ښوونځي یا پوهنتون د زده کوونکو او ټولو خلکو یو اساسي حق دی.

دا حق دومره مهم دی، لکه اکسیجن ته د لاسرسي حق، ډوډۍ او لباس ته د لاسرسي حق او داسې نور.

د دغه حق نقضول عیناً د انساني کرامت بې احترامي ده.

د ناروغیو ګواښ
په عملي لحاظ دا موضوع که څه هم د افغانستان د نورو ستونزو په پرتله کوچنۍ ده، خو لویې اغېزې لري د ادارو کارکوونکي، زده کوونکي، محصلین او نور خلک؛ په خاص ډول ښځې چې شمېر یې میلیونونه کسانو ته رسیږي، هره ورځ په کابل کې د تشنابونو د کموالي او خورا چټلۍ له ستونزې کړیږي.

دوی یا په ښار، دفترونو او عامه ځایونو کې تشناب ته لاسرسی نه لري او که یې لري هم، نو تشنابونه په خورا بد وضعیت کې دي.

د تشنابونو دغه وضعیت سبب شوی، چې اکثره خلک، په خاصه توګه ښځینه د تشناب ته تګ په موضوع کې له ځنډ سره مخ شي او دا وضعیت یې د پښتورګو، مثانو او ګڼو نورو خطرناکو ناروغیو سره مخامخ کړي.

د چارواکو له پامه لیرې ستونزه
د تشنابونو جدي ستونزې ته د چارواکو د نه پاملرنې یو لامل دا دی، چې دوی له دغې ستونزې خوندي دي.

د دوی یوه لویه برخه کسانو یوه شېبه هم فکر نه دی کړی، چې کارکوونکي یې د تشناب د ستونزې له اړخه په کوم وضعیت کې دي.

د بېلګې په ډول: د ښوونځیو مدیران، وزیران، معینان، ریسان او نور دفتر لرونکي، چې په لوړو مقامونو کې دي، تر ډېره په دې برخه کې هم له لوړو اسانتیاوو څخه برخمن دي.

د افغانستان په دولتي ادارو کې دا عامه ده، چې ریسان او نور ځواکمن خلک ځانګړي تشنابونه ولري. د دوی له تشنابونو څخه عام کارکوونکي استفاده نه شي کولای.

دلته له بده مرغه اصل دا دی، چې حتا ښه تشناب ته لاسرسی هم د لوړ مقام او دغو مقام لرونکو سره په ښو اړیکو کیدای شي.

دا یوه لویه فاجعه ده، تر دې چې ښه تشناب ته کارول هم د قدرت لرلو له امتیازه سرچینه واخلي.

د دفاع د روحیې تشه
له بلې خوا د کارګري اتحادیو او کارکوونکو ملامتي هم د پام وړ ده. دوی په دې برخه کې د خپلو حقونو د دفاع لپاره منظم او موثر غږ نه دی پورته کړی.

په دې اړوند دا ټولنیزه ستونزه هم د یادونې وړ ده، چې که د تشنابونو په اړه څوک غږ پورته کوي، د ادارې لخوا ځپل کیږي، یا خلک ټوکې ورباندې کوي.

د دې ستونزې د حل لپاره لازمه ده، چې یوه هراړخیزه او جامع څېړنه وشي او له مخې یې یوه پالېسي او حل لاره رامنځته شي.

د دې ترڅنګ د وزیرانو ترحده لوړپوړي چارواکي باید د خپلو ادارو تر عادي تشنابونو سرښکاره او د بد وضعیت د ښه کولو لپاره یې د لازمو هدایتونو ترڅنګ جدي څارنه ولري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي