سیاست

د کابل پر لویدیځ بریدونه؛ د مخنیوي کومه طرحه یې ګټوره ده؟

په وروستیو کې د کابل لویدیځ پرله پسې د هغو بریدونو قرباني کیږي، چې داعش ډلې ته منسوب دي.

دغه بریدونه تر ډېره له دې کبله کیږي، چې ډېری کابل مېشتي شیعه ګان په دغه سیمه کې اوسي.

د مذهبي ځایونو ترڅنګ فرهنګي، ورزشي او تعلیمي مرکزونه یو هم له دې بریدونو څخه خوندي نه دي.

داعش ډله، چې د ایډیالوژۍ له مخې یې تر ډېره د سلفي نظریې پيروي کوي، شیعه ګان حتا په «کافرو» حسابوي او وژل یې روا ګڼي.

دا نظریه له بده مرغه دومره د اندیښنې وړ ده، چې د توقع خلاف د یو شمېر ظاهراً روشنفکره او لوستو خلکو له خولې هم په شخصي مجلسونو کې اوریدل کیږي.

په افغانستان کې د خلکو وژل که هغه په هر نوم وي، واقعیت دا دی چې بهرني استخبارات او د افغانستان دښمنان یې کوي.

زموږ پر شیعه وروڼو د بریدونو طرحه له شک پرته، چې د شیعه او سني په نوم د افغانانو د وېشلو او جنګولو په نیت کیږي. خو له ښه مرغه چې تر اوسه دا هڅې د ټولو لورو لخوا شنډې شوي او هیله ده، چې د شنډولو هڅې یې دوامداره وي.

حکومتي ناکامي
د ملي یووالي حکومت نه یوازې د کابل په لویدیځ؛ بلکې ټول هېواد کې د امنیت ساتلو له اړخه ناکام دی. د دې ناکامیو دلیل که هرڅه وي، خو ولس ته باید چارواکي هم د خپلې ناکامۍ ځواب ووایي او هم یې د بدو پایلو د پراختیا مخنیوی او مهار په عاجل ډول وکړي.

حکومتي چارواکي د نا امنۍ له پېښو وروسته معمولاً په څو توندو اعلامیو د بریدونو عاملین غندي، د وطن، اسلام او بشریت دښمنان یې ګڼي او همدا وایي، چې د دوی بریدونه به د خلکو یووالي او ارادې ته تاوان ونه رسوي.

دا خبرې دومره عامې شوي، چې ډېر ځله د پېښو د تلفاتو د ارقامو له دقت او مشخص کیدو څخه مخکې لا حکومتي اعلامیې یو په بل پسې رسنیزیزې کیږي او په همدې کلیشه یي الفاظو د ولس د تېر ویستلو هڅه کوي.

د طرحو حکومت
د ملي یووالي حکومت ته ځینې منتقدین یې د طرحو حکومت هم وایي. دلیل یې دا دی، چې په هره برخه کې چارواکي له خلکو سره د خبرو پرمهال د خپلو ستونزو د حل لپاره له دوی طرحې غواړي.

د طرحو جوړول د ادارې او پالېسۍ جوړولو له مخې د ستونزو د حل لپاره یو مهم او اساسي کار دی، خو دا کار خپل مسلکي خلک غواړي.

حکومت که د طرحو غوښتنه په دې هدف وکړي، چې خلک د حکومتولۍ په ټولو بهیرونو کې سهیم او د مشارکت اصل پیاوړی شي، ښه خبره ده.

خو لیدل کیږي، چې دا طرحې تر ډېره د خلکو د مصروف ساتلو یا تېرویستلو لپاره دي. ځکه که په هرڅه کې حکومت له خلکو طرحې غواړي، په دې مانا ده چې حکومت خپله د طرحو جوړولو څوک نه لري.

د طرحو غوښتلو په برخه کې یوه نیوکه دا هم ده، چې حکومت د خلکو لخوا ترلاسه شوې څومره طرحې عملي کړي؟

د شیعه ولسي ځواک رامنځته کیدل
د کابل په لویدیځ کې له وروستیو پېښو وروسته حکومت د دې پېښو د مخنیوي لپاره هم له خلکو د طرحو غوښتنه کړې وه.

په دې لړ کې پرون په کابل کې یو شمېر شیعه سیاستوالو د یوه ولسي کمیسون له لارې د امنیتي حل لارې په نوم د طرحې جوړولو خبر ورکړی.

دوی، چې یوه لویه برخه یې د «جنبش رروشنایی» په نوم حکومت ضد جریان کې را ټول دي، ویلي چې خپله طرحه به زر له حکومت او نړیوالط ټولنې سره شریکه کړي.

خو مخکې له دې چې طرحه یې له حکومت سره شریکه کړل شي، په ټولنیزو رسنیو کې یې د ناټو له یو شمېر مسولینو سره د استازو د لیدنې عکسونه خپاره شوي.

ګومان کیږي،چې له بهرنیو استازو سره د دوی لیدنې تر ډېره پر همدې طرحې را څرخیدې.

ویل کیږي، چې د حکومت د سیاسي منتقدینو طرحه دا ده څو یو څو سوه کسیز شیعه ولسي ځواک مسلح او د کابل د لویدیځ امنیت ساتنې ته وګمارل شي.

دا منتقدین له دې کبله د «دفاعی خودی» خبره کوي، چې حکومت د پردې ترشا په دې پېښو کې په لاس لرلو تورنوي. خو حکومت وایي، چې د امنیت ساتنې په نوم نامسوله کسانو ته د مسلح کیدو اجازه نه ورکوي.

د حکومت طرحه
په ورته وخت کې پرون ولسمشر غني د کابل د لویدیځ یو شمېر هغو استازو سره لیدلي، چې د ده نیږدې پلویان دي.

ولسمشر دوی ته وعده ورکړې، چې کابل ښار په څلورو امنیتي زونونو وېشي او یو زون به د کابل لویدیځ وي.

د ولسمشر په وینا د کابل لویدیځ به د «شنې سیمې» یانې دیپلوماتیکې سیمې په شان پياوړي امنیتي تدابیر ولري.

د کابل د لویدیځ حکومت پلوو استازو د ولسمشر د دې طرحې هرکلی کړی، خو ویلي چې دوی هم د امنیت ساتلو یوه طرحه لري، چې ورسره شریکه به یې کړي.

طرحې که اقدامات؟
یوازې د کابل لویدیځ د افغانستان د نا امنۍ ستونزه نه ده؛ همدلته په کابل ولایت کې ډېری ولسوالۍ له سختو امنیتي ګواښونو سره مخ دي، به ولایتونو کې هم تقریباً هر ولایت د کابل د لویدیځ هومره څو چنده امنیتي ننګونې لري.

که حکومت د هرې یوې سیمې لپاره په طرحو جوړولو دومره وخت او انرژي ضایع کوي، دا به باتدبیره او مناسب کار نه وي.

د هېواد امنیتي وضعیت څرګندوي، چې امنیتي سکتور له لویه سره په امنیت ساتلو او خپلو نورو مسولیتونو کې ناکام شوی. حکومت ته ښایي، چې د یوې ـ یوې سیمې په اړه د طرحې جوړولو پرځای د ټول هېواد په کچه خپلې امنیتي ستراتیژۍ د مسلکي کادرونو په مشوره له سره وارزوي او په امنیتي رهبرۍ کې له ټولو سیاسي او نورو تړاوونو پرته وړ او اغېزناک خلک وګماري!

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ارشاد رغاند

ارشاد رغاند ځوان لیکوال، څیړونکی او فعال دی چې د یاران لپاره په روانو سیاسي او ټولنیزو چارو لیکنې کوي.