طالبانو کابل کې دوه ځایه ډله ایز بریدونه کړي

افغان طالبانو د چارشنبې په ورځ په کابل کې پر پولیسو او د ملي امنیت پر یو ادارې د دوو بریدونو مسولیت اخیستی.

د چارشنبې په ورځ د کابل په لویدیځ کې د چاودنې وروسته د امنیتي ځواکونو او نا معلوم شمیر بریدګرو ترمنځ د ډزو غږونه هم اوریدل شوې دي.

راپورونه وايي دا نښته د پولیسو پر یو ماموریت د ډله ایز برید پر مهال چې د کابل له حربي ښونځي ډير لرې نه دی رامنځ ته شوه.

د کوټه سنګي په سیمه کې دې برید لږتر لږه دوه کسان وژلي او ۳۶ نور یې ټپیان کړيدي. د بریدګرو د شمیر او مرګ ژوبلې په اړه لا چارواکو څه نه دي ويلي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند رسنیو ته ویلي، بریدګرو لومړی د پولیسو د ماموریت مخې ته موټري بمي چاودنه کړې او وروسته له پولیسو سره په ډزو کې ښکیل شوي دي.

بل برید د کابل په ختیځ کې د احمد شا بابا په سیمه کې شوی چې ظاهرا د ملي امنیت یوه اداره په کې په نښه شوې وه. رویټرز خبري اژانس د یو لوړپوړي افغان پوځي چارواکي له خولې وايي، دا برید ډیر زر دفعه او برید ګر وزپل شول.

د کابل په ختیځ کې د میشتې ۱۱۱ مې لیوا قومندان عبدالناصر ضیايي وايي، دوه برید ګر ودانۍ ته ننوتل، یو یې ځان ته چاودنه ورکړه او دویم د افغان امنیتي ځواکونو په ډزو ووژل شو.

کورنیو چارو وزارت په دې برید کې د پنځو امنیتي مامورینو د برسیرن ټپي کیدو خبره منلې او د عامې روغتیا وزارت وايي، یو تن ټپي د پېښې له ځایه وروړل شوی.

طالبانو ددې بریدونو مسولیت منلی او ادعا یې کړې چې په بریدونو کې یې افغان امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې . طالب ویاند ذبیح الله مجاهد همدارنګه کابل کې د درې بریدونو ادعا کړې خو افغان چارواکي دوه بریدونه تاییدوي.

تیره میاشت د افغانستان د سترې محکمې مخې ته برید ۲۰ کسان وژلي وو چې د داعش وسلوالې ډلې یې مسولیت منلی وو.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */