سیاست

پر څلورسوه بستریز روغتون برید پای ته رسیدلی، تر ۳۰ زیات کسان وژل شوي

د افغان چارواکو په وینا د کابل پر سردار محمد داود خان روغتون برید کې تر دیرشو زیات کسان وژل شوي دي، او تر پنځوسو زیات نور ټپیان شوي دي.

په دې برید کې وسلوال کسان د ډاکترانو په جامه کې روغتون نه ننوتل او دغلته یې له امنیتي ځواکونو سره جګړې شپږ ساعته دوام وکړ.

د اسلامي دولت وسلوالې ډلې ددې برید مسولیت پر غاړه اخیستی .

راپورونه وايي چې دا برید د درې برید ګرو په وژل کیدو اوس پای ته رسیدلی.

په برید کې وسلوالو د روغتون دننه چاودنې کړي ، ډزې یې کړي او لاس بمونه یې غورځولي دي.

د روغتون چارواکو ویلي درې تنه بریدګر د لابراتوار په چپنو کې وروسته له هغې د روغتون د ودانۍ د شا له دروازې څخه روغتون ته ننوتل چې د دوی څلورم ملګري د روغتون شا ته چاودنه وکړه او په روغتون کې یې ګډوډي رامنځ ته کړه.

بریدګرو دننه په روغتون کې پر ناروغانو او ډاکترانو له یوې مخې ډزې کړي دي .

د عبدالقادر په نوم د روغتون یو نرس د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، په وسله سنبال وسلوال د ډاکترانو په چپنو کې روغتون ته ننوتل او پر ناروغانو، ساتونکو او روغتیايي کارکونکو یې له یوې مخې ډزې پیل کړي.

نوموړې وايي وسلوالو یې یو ملګری وواژه خو دا په تېښته وتوانیده.

کله چې ځانګړو ځواکونو د روغتون دننه عملیات پیل کړل د روغتون په ودانۍ کې د دوو درنو چاودونو غږونه هم اوریدل شوي دي.

بریدګر وروسته له هغې چې د ملي اردو ځانګړي کومانډو سرتیري د روغتون پر چت له الوتکو کوز کړی شول له منځه یوړل شول.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي. تر دیرشو زیات کسان وژل شوي، تر پنځوسو زیات نور ټپیان دي. نوموړې زیاته کړې چې په مړو او ټپیانو کې ډيرې یې ډاکتران، نرسان او ناروغان شامل دي.

د نړۍ بېلابیلو هیوادونو، حقوقي او بشري ادارو پر یو روغتون د وسلوال برید په کلکه غندلی او دا یې ستر جنګي جنایت بللی دی.

په دې اړه  پخواني معلومات  دلته لوستلی شئ

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */