سیاست

د میلاد نبي پر نمانځنې برید؛ د سولې هڅو له تودیدو سره ولې خونړی برید وشو؟

لیکنه: غازي عابد

لیکنه: غازي عابد

په کابل کې د سه شنبې ورځې غونډې په برید کې چې په یوه هوټل کې د میلاد نبي د نمانځلو په هدف جوړه شوې وه، ګڼ کسان شهیدان شوي او ټپیان دي.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، تر ۵۰ زیات کسان شهیدان شوي او تر ۸۰ ډیر نور ټپيان دي.
د کورنیو چارو وزارت ویلي برید د کابل په اورانوس هوټل کې ماښام شا او خوا ۶ بجې شوی. ویل کیږي په دې هوټل کې د میلاد نبي د نمانځنې په پلمه ګڼ شمیر کسان راټول شوي ول، چې تر زرو پورې یادیږي او ډیره برخه یې دیني علماء هم ول، په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي انځورونه ښيي چې اکثره قربانیان یې دیني علماء وي.
افغان ولسمشر، اجرایه رییس، یوناما او نورو کورنیو او بهرنیو بنسټونو دا برید غندلی دی.

په فیسبوک کې د برید دا ویډیو خپره شوې، ښکاري چې د غونډې د پیل لپاره تلاوت پيلیږي او د همدې تلاوت پرمهال یو درز کیږي !
ویډیو؛

افغان استخبارات او له برید وروسته ادعاوې
له بدمرغه په افغانستان کې چې کله هم لوی او خونړي بریدونه شوي، نو افغان استخباراتو بیا له برید کیدو وروسته ویلي چې برید په پاکستان، ایران، بل بل ځای کې پلان او جوړ شوی و، خو دا کمزورتیا یې په ډاګه کیږي چې دداسې خونړیو بریدونو په مخنیوي کې له مخکې پاتې راغلي.

د استخباراتو اساسي دنده دا ده چې ملي امنیت ته داسې پټ متوجه ګواښونه له مخکې کشف او مخنیوی یې وکړي.

له برید وروسته افغان حکومت په ټول هیواد کې ملي مات اعلان کړی، د افغانستان ملي بیرغ به نیمه ځوړند وي

بریدونه او افغان سوله
په دې وروستیو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د ګرمیدو اوازې تودې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپل استازي افغان لاصله امریکايي زلمي خلیلزاد دنده سپارلې، څو دا پروسه پرمخ یوسي، ویل کیږي ښاغلي خلیلزاد څو ځل له طالبانو سره کتلي او له افغان حکومت او سیاسي مشرانو سره هم یې وخت په وخت لیدنې جریان لري.
وړمه ورځ ښاغلي خلیلزاد یوې خبرې غونډې ته ویلي چې ان تر راتلونکې کال اپریل میاشت پورې ښايي له طالبانو سره د سولې یوې موافقې ته هم ورسیږي.
طالبانو هم له خلیلزاد سره خبرې تائید کړي.

بل پلو؛ طالبانو پرونی برید غندلی او لاس لرل یې په کې رد کړي، خو دا شک کیدای شي چې د سولې کیدونکې خبرې د مغرضو کورنیو او بهرنیو کړیو لپاره په ګټه نه دي، نو ځکه یې د تخریب هر ډول هڅه کیږي، له همدې امله ګومان کیږي چې دا وروستی خونړی برید هم په همدې اساس شوی وي.

یو بل شک چې پر طالبانو کیږي دا دی چې د مذاکراتو پرمهال غواړي د لا ډیر امتیاز ترلاسه کولو لپاره خپل بریدونه زیات کړي، نو ښايي سخت بریدونه هم وکړي، خو هغه امتیاز چې د خلکو یا په عموم کې د افغانانو پر وژنه ترلاسه کیدو هڅه یې کیږي، که داسې وي نو بیا سوله د چا او د کومې ګټې لپاره کوي؟

بل پلو ویل کیږي د وسله والو ډلو په منځ کې بیلابیلې ډلې دي چې پاکستاني استخبارات ترې په بیلابیلو ډولونو استفاده کوي، نو ښايي د سولې د پروسې ګډوډولو لپاره هم پرونی ګام ددوی له خوا پورته شوی وي.

لشکر فاطمیون او پرونی برید
په دې وروستیو کې داسې اوازې خپرې شوي چې لشکر فاطمیون ډله چې د ایران حکومت له خوا سمبالیږي د هیواد جنوب لویدیځ په مالستان ولسوالۍ او ځینو نورو سیمو کې فعالیت پيل کړی.

فاطمیون هغه ډله ده چې په ایران کې له افغان مهاجرو او ایراني اتباعو جوړه ده، دوی د لومړي ځل لپاره عراق ته له داعش سره د جګړې په پار ولیږل شول، بیا یې سوریه کې هم جګړه وکړه او ان اوس ویل کیږي چې یمن ته هم د حوثي یاغیانو د ملاتړ لپاره لیږل شوي.

کیدای شي ایران دا ډله هم په افغانستان کې دننه فعاله کړي یا یې کړي وي، اما افغان حکومت تر اوسه په دې اړه هیڅ نه دي ویلي. که ووایو چې ایران دا ډله په افغانستان کې فعالول غواړي، نو په یو اساس چې حکومت او امریکا ادعا کړې له افغان طالبانو سره د ایران همکاري شته، په فراه کې روانه خونړۍ جګړه کې هم د ایراني له پرمختللو وسلو طالبان استفاده کوي او د امنیتي ځواکونو پر ضد جګړه کوي، بیا څه اړتیا ده چې ایران لشکر فاطمیون فعاله کړي، ځکه یوه فعاله ډله په واک کې لري.

خو له بله پلوه د لشکر فاطمیون رالیږدول ځکه باید له نظره ونه غورځول شي چې که په افغانستان کې له طالبانو سره سوله کیږي، نو ایران ته باید یوه بله ډله موجوده وي چې د طالبانو پر ځای ترې استفاده وکړي، په همدې اساس ښایي دا ګونګسې رښتیا شي چې ایران لشکر فاطمیون افغانستان ته رارسولې او فعاله کړې.

ممکن پرونی برید هم د همداسې ډلو کار وي، ځکه دا د ایران لپاره هیڅ د زغم نه ده چې سوله وشي او هغه ګټې چې ایران یې له افغان جګړې ترلاسه کوي پرې شي، چې په هغو کې یوه یې افغان اوبه دي، که سوله وشي او کوم ګواښ متوجه نه وي، نو ژر ده چې افغانان ایران ته د هلمند تلونکې اوبه مهار کړای شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد