کابل او ککړه هوا؛ ستونزه جدي ده که سیاسي چلند ورسره کیږي؟

د کابل د هوا ککړتیا په وروستیو کې د حکومت د منتقدینو او مدافعینو ترمنځ ځینې بحثونه پارولي.
د حکومت منتقدین حکومت دومره ناکام ګڼي، چې په وینا یې لږ ترلږه د پلازمېنې د هوا ککړتیا نه شي مهارولی.
خو حکومت بې ځوابه نه دی؛ د حکومت اجرایه ریس ډاکټرعبدالله عبدالله تېره دوشنبه د وزیرانو شورا د غونډې پر وخت د حکومت منتقدین نقد او وویل، چې سیاسي کارپوهان حتا د هوا له ککړتیا څخه د حکومت د ملامتولو لپاره کار اخلي.

عبدالله وویل: د خلکو مجبوریتونه درک کوي، چې له ناچارۍ خراب سون توکي استعمالوي او د کابل هوا یې ککړه کړې ده.

د حکومت اجرایه ریس په ورته وخت کې کابل ته د ۸۰ میګاواټه اضافي بریښنا د ورکولو او یو شمېر هغو فابریکو د تړلو خبر ورکړ، چې د چاپېریال په ککړتیا کې ونډه لري.

له دې لفظي ناندریو ور اخوا واقعیتونه څه دي؟
په دې لیکنه کې به د پیک په نوم د څېړنیزو راپورونو د یوه اژانس د څېړنیز راپور جزیات درسره شریک کړو، چې د کابل د هوا د ککړتیا په اړه یې جوړ کړی:

د کابل ککړه هوا هره ورځ خلک قرباني كوي
دا د یاد شوي اژانس د څېړنیز راپور سرلیک دی. په راپور کې راغلي، چې د کابل د هوا ککړتیا د پخوا په پرتله نیږدې ۳۰ سلنه زیاته شوې ده.

سرچینه د عامې روغتیا وزارت په حواله وایي، چې د کابل روغتونونو ته د چاپېریالي ککړتیا د ناروغانو ورتګ د تېرکال د ژمي په پرتله ۳۰ سلنه زیاته شوې ده.

پیک خبري اژانس د کابل د لومړۍ ناحیې ابن سینا دولتي روغتون د بېلګې په توګه یاد کړی.

ابن سینا روغتون او ډېر شوي ناروغان
دا خبري اژانس وایي، چې ابن سینا روغتون ته هره ورځ د چاپېریالي ککړتیاوو د اړوندو ناروغیو تر یونیم سلو پورې نارینه او ښځینه ناروغان مراجعه کوي.

د روغتون مسولینو ویلي، چې له تېرو دوه میاشتو راهیسې هره ورځ دغه روغتون ته له شلو تردېرشو پورې ماشومان د سینه بغل او تنفسي ناروغیو له کبله دوی ته راځي.

د ابن سینا روغتون یوه مسول ډاکټر حفیظ رسولي ویلي، د چاپېریالي ککړتیا له کبله د مړینې له هرو ۱۰پېښو څخه ۶ یې تر ۵ کلنۍ د کم عمرو ماشومانو دي.

دغه ډاکټر ویلي: به کابل کې د هوا له حده زیاتې ککړتیا د تنفسي ناروغیو ترڅنګ مغزي او قلبي سکتې زیاتې کړي. دغې هوا د امېدوارو مېرمنو پر وضعیت هم بد اغېزکړی.
د سترګو، پوزې حساسیت، سردردي او نورې ناروغۍ هم د هوا د ککړتیا زېږنده ګڼل کیږي.

د هوا د ککړتیا لاملونه
د کابل د یوه روغتون ډاکټر روح الله فیض پیک ته ویلي، چې د کابل ښار دننه د صنعتي کارخانو زیاتوالی، د موټرو د تېل بې کیفیتي، له ډبرو سکرو، پلاستیکو او ټایرونو څخه استفاده او دغه راز د کابل ښار د نفوس زیاتوالی د دغه ښار د چاپېریال د ککړیدو لوی لاملونه دي.

مسول څوک دي؟
یو شمېر کابل ښاریانو پیک ته ویلي، چې د هوا په ککړتیا کې ټول ښاریان مسول دي.
خو دوی حکومت ملامت کړی، چې د چاپېریال د بدتریدو د مخنیوي لپاره لازم تدابیر نه لري.

د چاپېریال اداره څه وایي؟
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ویلي، چې دوی له ګڼو مالي او تخنیکي ستونزو سره مخ دي.
ادارې همدا ستونزې پخپلو کارونو کې د پاتې راتلو لاملونه ګڼلي.

د دغې ادارې مسلکي مرستیال عزت الله صدیقي ویلي، چې دوی د کابل ۶ میلیوني ښار ته ۱۶ کسه کارکوونکي پخپل تشکیل کې لري.

هغه دا هم ویلي، چې په ځینو برخو کې د چاپېریال د ککړوالي زورورو عاملینو د دوی له کارکوونکو سره تاوتریخجن چلند کړی.

له دې سره د صدیقي په وینا دوی په سږني ژمي کې د چاپېریال د ککړتیا تر ۴۳۰ پورې عاملین به کابل کې په نښه کړي.

د ۱۶۰ حمامونو، روغتونونو، رستورانتونو او لوړپوړو ودانیو د فعالیت تړل د چاپېریال ساتنې ادارې یو بل اقدام دی، چې د چاپېریال د ککړتیا په دلیل تړل شوي.

باید وویل شي چې پرون تازه په کابل کې واوره وریدل شي پيل شوي چې کولی شي د هوا په پاکوالي لازمه مرسته وکړي.

About بشر درویش 375 Articles
بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي