افغانستان سیاست نړۍ

کابلوف د خلیلزاد پر وړاندې؛ روسیه د ماسکو له ناستې وروسته نورڅه کوي؟

لیکنه: بشر درویش

د افغانستان سیاسي فضا که په دقت وارزول شي، لیدل کیږي چې دا هېواد ریښتیا هم د سیمې او نړۍ د قدرتوتو ( امریکا او روسیې) د سیالۍ په میدان بدل شوی.

له طالبانو سره د روسیې مرستې او ترې ملاتړ، د امریکا پلوه افغان حکومت د نورو مخالفانو په اړه د روسیې نرمي او ورسره توده راشه- راشه یا په سیمه ییزو اړیکو کې د افغان حکومت د رول کمرنګه کیدو ټولو کې د روسیې ونډه رول لري.

د ماسکو ناستې زړوره کړه!
د ماسکو ناسته د افغانستان په اړه د روسیې د نوې لوبې مهمه لاسته راوړنه وه.
دغې ناستې روسیه لا زړوره کړه، چې په افغانستان کې خپلې نوې لوبې ته زور ورکړي او زر یې نورې مرحلې میدان ته کړي.
روسیه د دې ناستې له بللو سره وښوده، چې په افغانستان کې د یوه پخواني او تجربه کار لوبغاړي په حیث کولای شي ان د امریکا په ملاتړ واک ته رسیدلی او د افغانستان د اوسني نظام بنسټګر حامد کرزی او له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیکونکی ( پخوانی روس پلوه حنیف اتمر) بیرته خپلې پخوانۍ سیاسي قبلې ( روسیې) ته ور ګرځوی شي.
د شمال ټلوالې د مشرانو اړیکې خو لا هماغه د روس خلاف د افغان جهاد له مهاله روسیې سره تودې وې.

کابلوف د خلیلزاد پر وړاندې
روسیې له امریکا سره په افغانستان کې خپلې لوبې ته ضمیرکابلوف استازی ټاکلی.
کابلوف په دې لوبه کې د افغاني الاصله امریکايي استازي زلمي خلیلزاد د مقابلې دنده پر غاړه لري.
هغه، د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړی استازی دی.
کابلوف لکه خلیلزاد ډېر ځله د افغانستان په اړه د خپل هېواد د هغو اجنډاوو د تطبیق لپاره وار د مخه ذهنیت سازي کوي، چې د افغان سیاست لپاره یې لري.
دلته به د کابلوف ځینې همداسې خبرې درسره شریکې کړو، چې د افغان سیاست په اړه د روسیې تر لاس لاندې اجنډاوې ګڼل کیږي.

له ولسمشریزو نوماندانو سره نزدیکت
ضمیرکابلوف په یوه تازه مرکه کې منلې، چې د روسي استازي په توګه له مخکښو افغان ولسمشریزو نوماندانو سره په اړیکه کې دی.
کابلوف د دغو اړیکو موخه د افغانستان او روسیې د راتلونکو اړیکو په اړه سر له اوسه خبرې او تفاهم ښودلی.
کابلوف ویلي: دا اړیکې تر ډېره له هغو نوماندانو سره پالي، چې د ټاکنو د ګټلو چانس یې زیات وي.
ده نور جزیات په دې اړه نه دي ورکړي.

د امریکایي ځواکونو د وتو زمینه سازي
کابلوف په تازه مرکه کې دا هم ویلي، چې هېواد یې له امریکا سره مرسته کوي څو له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي.
روسي استازي ژمنه کړې، چې په دې برخه کې به له امریکا سره هر ډول ممکنه مرسته ترسره کړي.

پر راتلونکي افغان دولت اغېز
روسي استازي په وروستۍ مرکه کې دا هم ویلي، چې راتلونکی افغان حکومت باید مسولیت منونکی وي.
کابلوف زیاته کړې: امریکا او متحدینو یې د دوی په وینا زرګونه میلیونه ډالره په افغانستان کې لګولي، خو دا پیسې د فساد او حیف و میل قرباني شوي، چې لوی دلیل یې د بامسولیته دولت تشه و.
ده ټینګار کړی، چې د افغانستان راتلونکی دولت باید مسولیت منونکی وي.

پایله
د روسي استازي له خبرو ښکاري، چې د روسیې راتلونکې اجنډا د افغانستان د نیږدې راتلونکې په اړه پر دې ټکیو تمرکز لري:
– امریکایي ځواکونه باید د طالبانو او روسیې خپل کړو افغان سیاستوالو په ګډ فشار له افغانستانه وځي.
– د افغانستان د راتلونکي حکومت په ټاکلو کې به هم روسیه د یوه نوي منځګړي یا رهبرۍ رول لوبوي او خپلې مهرې به پکې ځایوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي