کلتور او هنر له نړۍ

ایا د کعبې شریفې په اړه دومره پوهېدئ؟

لیکنه: ياران

لیکنه: سالم فطرت

کعبه شریفه د ځمکې بختور ځای، د وحې د نزول مقام او د مسلمانانو قبله ده. د مکې مکرمې په سینه د ابادۍ بنیاد د اسماعیل علیه السلام له پیدایښت ښودل شوی چې وورسته په کې د هغه پلار ابراهیم علیه سلام د بیت الله بنسټ کېښود.

دلته د زمزم د څاه له کبله د خلکو ابادي هم له همدغه ځایه پیل شوه او د دې ځای مالکیت د جرهم قبیلې په لاس همداسې پرله پسې راروان و.

د اسلام تر راتګ وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلو صحابه و سره یو ځای کعبې ته غلاف ور وغوست. اوس کعبه شریفه یوه کوټه ده چې دننه یې چت په دریو ستنو ولاړ دی.

دا ستنې د تر ټولو قوي لرګي دي چې عبدالله بن زبیر کعبې ته درولې وې او عمر یې اوس ۱۳۵۰ کلونو نه هم اوړي. دا ستنې ۱۵۰ سانتي پنډې او ۴۴ سانتي قطر لري، تر منځ یې یوه تخته هم ایښودل شوې چې د کعبې شریفې ځینې ډالۍ پرې ځوړندې دي.

د کعبې شریفې فرش له سنګ مرمرو جوړ دی، زیات مرمرین کاڼي یې سپین دي، لږ یې رنګه دي، د کعبې دننی دیوال هم له مرمرو جوړ دی او نقاشي هم پرې شوې ده، کعبه له دننه خوا نه ګلاب ته ورته سور رنګې وریښمینه ټوټه کې پټه ده، چې په سپین زرتار د شهادت کلیمه او د الله تعالی نومونه لیکل شوي دي.

د حرم او کعبې شریفې د احاطې د پراختیا، ښکلي کولو او رغولو کار د فهد بن عبدالعزیز له وخته په بې ساري ډول روان دی، د هغه په وخت کې د کعبې د ښایسته کولو، نوي کولو کار په ۱۰۴۰ هجري کلونو کې تر ټولو بې ساری و.

حطیم
د کعبې شریفې شمالي ډډې ته پروت دیوال حطیم نومېږي، دا د کعبې د هغې وخت نه راپاتې ده چې ابراهیم علیه سلام یې بنیاد ایښی و، بیا قریشو د کعبې احاطه وړه کړه، خو دا برخه چې د ابراهیم علیه سلام د لاس نښه وه، تر ننه پریښودل شوه.

د شاه خالد بن عبدالعزیز ال سعود د واکمنۍ پر مهال یعني ۱۳۹۷ کال کې حطیم ډېر نوي او ښایسته انداز کې ورغول شو، په حطیم کې ایښودل شوی فرش په یخو کاڼو ښایسته کړای شو، پر دیوال یې درې ښایسته فانوسونه وځړول شول، اوس حطیم ته ورغلې لارې اکثره خلاصې وي، یوازې کله کله یې د اړتیا له مخې دروازې تړل کېږي.

حجراسود
د کعبې شریفې په سویل ختیځ کونج کې لګول شوی کاڼی دی، طواف هم له دې ځایه پیلېږي، حجر اسود له ځمکې یو نیم متر لوړ دیوال کې دی، چې له خالصو سپینو زرو ورته یو چوکاټ جوړ شوی او بیا په کې دا کاڼی ایښودل شوی دی.

د کعبې دروازه
د کعبې دروازه ختیځ ډډې ته ده، دروازه یې د ځمکې له سطحې ۲۲ سانتي متره لوړه ایښودل شوې، دروازه ۳۱۸ سانتي متره اوږده او ۱۷۱ سانتي متره پلنه ده.

د شاه عبدالعزیز بن عبدالرحمن ال سعود په وخت کې د بیت الله دروازې دوه وې، یوه یې په ۱۳۶۳ کې ولګول شوه چې دوه نیم سانتي متره پنډه، له المونیمو جوړه او درې اعشاریه لس متره دنګه وه، دې دروازه کې فولاد هم کارول شوي وو، د خدای تعالی نومونه هم پرې لیکل شوي وو.

دویمه دروازه چې لا هم موجوده ده، له خالصو سرو زرو جوړه شوه، د دې دروازې د جوړېدو امر خالد بن عبدالعزیز السعود ورکړی و.

د کعبې شریفې ناوه (میزاب)
د کعبې د بام ناوه شمال ډډې ته ده، میزاب رحمت یا د رحمت ناوه ورته وايي، مخه یې د حطیم پر لور ده، کله چې د باران اوبه په کې راځي نو هغه د دغې ناوې له لارې د حطیم احاطې ته ځي، د کعبې ناوه دوه اعشاریه ۵۸ سانتي متره اوږده ده او ۲۶ سانتي متره پلنه ده، چې ۵۸ سانتي متره یې د کعبې په دیوال کې پټه ده.

د کعبې شریفې ناوه هم له خالصو سرو زرو جوړه ده، خو سپین زر هم پرې کارول شوي دي، دا ناوه د شاه فهد بن عبدالعزیز په وخت کې لا زیاته قوي جوړه کړای شوه.

مُلتزم
دا د کعبې شریفې او حجر اسود د دروازې منځنی دیوال دی، دې ته ملتزم وايي، خلک ورپورې نښلي او دعاوې کوي.

رُکنِ یماني
رکن یماني د کعبې شریفې سویل لویدیزې ډډې ته کونج دی، د طواف پر مهال دا ځای تر حجر اسود لومړی راځي، ځکه ورته رکن یماني وايي، چې د کعبې همدې ډډې ته یمن پروت دی.

شاذروان
شاذروان د کعبې لاندیني دیوال نه چاپېره نصب شوی سنګ مرمر دی، دا کاڼی د بیت الله له دروازې پرته څلورو خواو ته لګېدلی، د شاذروان وروستی ځل تجدید او رغونه د شاه فهد په وخت کې وشوه، داسې چې زاړه سنګ مرمر ترې وایستل شول او نوي په کې ولګول شول.

زمزم څاه
د مسجد حرام په یادګارونو کې د زمزم څاه ډېره مهمه ده، زمزم څاه د مطاف دننه بیت الله شریف نه ۲۱ متره وړاندې پرته ده، د دې څاه عمر پنځه زره کاله دی، دې څاه ته له دریو ځایونو اوبه راځي، د چینې یو رګ ورته د حجر اسود له ډډې، دویم ورته د جبل ابوقیس له ډډې او دریم ورته د صفا مروا له ډوډو راغلی دی.

د زمزم اوبو په تړاو سعودي حکومت ډیر متوجه دی، وروستي ځل لپاره ۲۰۱۰ کال و چې شاه عبدالله بن عبدالعزیز د زمزم څاه د خوندیتوب او اوبو پاکولو په پروژه ۷۰۰ میلیونه ډالر منظور کړل، د دې پروژې په اساس مکې مکرمې نه څلور نیم کېلو متره وړاندې په کودي نومې سیمه کې د زمزمو د اوبو فابریکه پرانیستل شوه.

مقام ابراهیم
دا په کعبه شریفه کې ایښی مقدس کاڼی دی چې ابراهیم علیه سلام له خپل زوی اسماعیل سره یو ځای د کعبې د دیوالونو لوړولو لپاره کارولی و، مقام ابراهیم کعبې شریفې نه ۱۳ اعشاریه ۲۵ متره وړاندې ختیځې ډډې ته پروت دی، تر ۱۹۶۷ کال پورې مقام ابراهیم نه بیله ډول احاطه تاوه وه، خو اوس دا ځای د سرو زرو کټاره کې بند دی.

دې ځای ته د مصلی درجه ورکړل شوې، طواف نه پس دلته د دوه رکعته نفلو حکم هم شوی، مقام ابراهیم کې لګېدلی کاڼی نیم متر مربع لوی والی لري، د کاڼي رنګ سپین چکی، یو څه توروالی هم لري خو ژیړ شوی هم دی.

د شاه فهد په وخت کې د مقام ابراهیم رغونه وشوه، د ځای په اصلي وسپنه کې پټ شو، جالۍ یې هم ترې تاوه کړه او د سرو زرو په اوبو یې ومینځله.

صفا او مروه
د مسجد حرام ختیځ ډډې ته دوه غونډۍ د سعې له پلوه مشهورې دي، د سعې د لارې سویل ته صفا او شمال ته یې مروه ده، د مسعي لپاره دې ځای باندې څو نوښتیزې پروژې عملي شوې، وروستي ځل لپاره د شاه عبدالله بن عبدالعزیز وخت کې دا ځای بیا نوی کړای شو، دغه مقام د ختیځ خواته پراخ کړای شو چې د مسعي د ځای پراخوالی ورسره څلویښت مترو ته ورسېد او څلور منزلونه هم په کې جوړ شول، تر څو حاجیانو ته د سعې پر وخت اسانتیا ډېره وي.

مطاف
مطاف د کعبې شریفې شاوخوا انګړ ته وايي، چې ټول په مرمرو پوښلی دی، دلته شپه او ورځ طواف روان وي، وروستي ځل لپاره د مطاف د پراختیا او توسیع کارونه د شاه سلمان بن عبدالعزیز په روانه پاچاهۍ کې وشول، اوس د مطاف په ټولو پوړونو کې د طواف اسانتیا شته او په یو ساعت کې یې په یو منزل یو لک او اووه زره کسان طواف کولی شي.

مطاف د مسجد حرام منځ کې خپل منارونه هم لري، لومړنی منار یې عباسي پاچا خلیفه ابوجعفر المنصور جوړ کړ، سعودي حکومت هم د مسجد حرام د پراختیا لومړنۍ پروژې پلي کولو پر مهال دلته په ۱۳۷۵ کال منارونه جوړ کړل، دا په پنځو برخو ویشل شوي منارونه هر یو ۸۹ متره دنګ وو، وروسته باب ملک فهد کې دوه نور منارونه هم ورغول شول چې ټول ټال شمېره یې نهو ته ورسېده، لا هم په څلورو نورو منارو کار روان دی چې ورسره به د حرم په مرکزي دروازو د درېدلیو منارونو شمېر ۱۳ ته لوړ شي.

د سعودي له بنسټګر شاه عبدالعزیز بن عبدالرحمن ال سعود نه تر اوسه سلمان بن عبدالعزیز پورې د حرم د پراختیا ګڼې پروژې عملي شوې دي، دا اوس هم د حرم د پراختیا کارونه روان دي چې که بشپړ شول نو په یو وخت به د حرم انګړ کې اتلس نیم سوه زره کسانو ته ځای پیدا شي.

حرم شریف کې دا مهال د اودس خونو او تشنابونو شمېء ۱۶۳۰۰ دی، په هر ځای کې یې ګام په ګام د یخو اوبو کولرونه لګېدلي دي، هره ودانۍ کې یې بریښنايي زینې دي، د غږ تر ټولو لوړ سیسټم یې ګوټ ګوټ کې لګېدلی او د هوا د یخولو ماشینونه هم شپه و ورځ چالان وي.

په دې وروستیو کې د شاه سلمان حکومت غواړي حرم شریف د نړۍ تر ټولو نوې عصري ټکنالوژۍ باندې سمبال کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران