د افغانستان پوهنتونونه زده کړې

د جوزجان پوهنتون

یادونه: دا لیکنه په مسیر ورځپاڼه کې خپره شوې چې معلومات یې په ۱۳۹۷هـ لومړیو کې راټول شوي، ممکن وروستیو کې ځیني تغیرات هم په کې راغلی وي، خو دلته یې د عمومي معلوماتو لپاره کټ مټ خپروو.

د جوزجان پوهنتون د بنسټ ډبره په لومړي سر کې په ۱۳۶۶ کال کې د یوه انېستیتیوت په چوکاټ کې اېښودل شوې ده، چې وروسته یې بیا په ١٣٨۸ لمريز کال پوهنتون ته ارتقا ع وکړه. د جوزجان پوهنتو رییس پوهنمل مسعود حقبین وایي، دغه پوهنتون له ۱۳۷۳ کاله تر ۱۳۸۱ پورې په دوو بېلو برخو کې د ( د میرزا الخ بېګ د معادنو انستیتیوت او د امیر علي شیر نوایي پیدا ګوژۍ) انستیتیوت تر نامه لاندې فعالیت در لود. د خلکو له پر له پسې غوښتنو وروسته او د ځینو پوهنځیو په زیاتېدو سره یې د جوزجان د لوړو زده کړو موسسې ته ارتقاع وکړه، چې اوس مهال د اوو پوهنځیو په درلودلو سره د ځوانو پوهنتونونو په کتار کې راځي. دغه پوهنتون اوسمهال اووه پوهنځي ( ښوونې روزنې، اقتصاد، ساختماني انجنيرۍ، کمپيوټر ساينس، ټولنيزو علومو، کيمياوي ټکنالوژۍ، جيولوجي او کانونه ) لري.

د دې پوهنتون رییس وایي، د جوزجان په پوهنتون کې د شپې پوهنځیو په ګډون په درېیو وختونو کې محصلین په بېلا بېلو پوهنځیو کې پر لوړو زده کړو بوخت دي. دی وایي، د محصلینو د امریت د معلوماتو له مخې اوس مهال لږ تر لږه اووه زره محصلین لري، چې ۳۵ سلنه یې نجونې دي.

د جوزجان پوهنتون د بېلا بېلو پوهنځیو د دیپارتمنتونو شمېر ۳۹ ته رسېږي، چې د تدریس چارې یې د ۱۷۱ تنه استادانو لخوا پر مخ وړل کېږي. په دې ډله استادانو کې ۵۲ تنه یې ښځینه دي. د ښاغلي پوهنمل مسعود حقبین په خبره استادان یې له لېسانس نیولې تر دوکتورا پورې لوړې دزه کړې لري او علمي رتبې یې بیا له پوهیالي تر پوهاند پورې رسېږي.

د جوزجان پوهنتون د ښځینه او نارینه محصلینو لپاره د پوهنتون په دننه کې ځانګړې لیلیې لري، چې او سمهال په کې لږ تر لږه ۵۰۰ تنه هغه محصلین چې په شرایطو برابر او له لرو پرتو ولایتونو څخه راغلي دي په لیلیه کې ژوند کوي. د پوهنتون رییس وایي، د نارینه او ښځینه محصلینو لیلیې یې بېلې دي او د ژوند ټول اړین امکانات یې ورته برابر کړي دي. د ښاغلي حقبین په خبره د لیلیه شو محصلینو ۵۰ سلنه یې نجونې جوړوي.

د جوزجان پوهنتون یو عمومي کتابتون لري، چې لږ تر لږه ۱۵زره جلده بېلا بېل کتابونه په کې موجود دي، تر څو محصلین او استادان وکولی شي وخت ناوخت په کې مطالعه او څېړنه وکړي او خپلې ستونزې هوارې کړي. د پوهنتون رییس وایي، د دې تر څنګ دوی د ۳۹ دېپارتمنتونو لپاره چې د اوو پوهنځیو اړوند کېږي په هر دېپارتمتمنت کې بیا ځانګړی کتابتون هم لري، چې د مسلک اړوند کتابونه په کې دي. خو دا چې دوی د عمومي کتابتون او یا نورو ځانګړو دېپارتمنتونو د کتابتونونو لپاره ځانګړې خونه او ودانۍ لري که او که نه نوموړي یې به اړه څه ونه ویل.

د جوزجان پوهنتون د رییس په وینا دوی د ترکیې، تاجکستان او ازبکستان له ملي پوهنتونونو سره رسمي او غیر رسمي علمي اړیکې لري، چې تر اوسه پورې یې په اړوند برخو کې ور سره مرستې کړې دي. ښاغلی حقبین وایي، تر اوسه پورې یې ګڼ شمېر استادان د دې پوهنتونونو په مرسته بهر ته د ماسټرۍ او دوکتورا اخیستو لپاره استولي، ځینې یې لا هملته پر زده کړو بوخت دي او ځینې نور به په نېږدې راتلونکو کې د همدې پوهنتونو په مرسته بهر ته د زده کړو لپاره ولاړ شي. دی وایي، وخت ناوخت له دې پوهنتونو سره علمي مشورې کوي او له تجاربو یې ګټه اخلي. پوهنمل حقبین وایي، په کور د ننه هم له ځینو پوهنتونونو سره علمي اړیکې لري، چې د کابل مرکزي پوهنتون او د کابل پولي تخنیک پوهنتون یې ښې بېلګې دي.

په پوهنتون کې د ماسټرۍ د پیل کېدو یو شرط دا دی چې په اړوند دیپارتمنت کې باید څو تنه دوکتوران موجود وي او علمي رتبې یې هم تر ټاکلې اندازې پورې رسېدلې وي، خو له بده مرغه د جوزجان پوهنتون چې لا یو ځوان پوهنتون دی، دغه شرایط نه دي پوره کړي. ددې پوهنتون رییس وایي(( دوی تر اوسه پورې دغه شرایط نه دي پوره کړي، خو هڅه یې دا ده چې په نېږدې راتلونکې کې د دې پوهنتون په یوه دیپارتمنت کې د ماسټرۍ پروګرام پیل کړي.)) دی وایي، دا چې پوهنتون یې لا ځوان دی، نو ګڼ شمېر پلانونه په لاس کې لري، چې وخت او شرایطو ته په کتو به یې عملي کوي. ښاغلی حقبین وایي، دوی تېر کال د لوړو زده کړو وزارت ته د طب او کرنې پوهنځي د منظورۍ وړاندیز کړی و، خو تر اوسه پورې یې مثبت ځواب نه دی تر لاسه کړي. دی هیله من دی چې په سږني تدریسي کال کې یې دغه غوښتنه ومنل شي تر څو په دې برخه کې هم محصلین جذب کړي.

په جوزجان پوهنتون کې ډېری درسونه د استادانو لخو د پروژوکتور په وسیله تدریسېږي. د پوهنتون رییس وایي د تدریس له عصري سېستم څخه کار اخلي او هڅه کوي ورځ تر بلې د تدریس چارې پر نوې ټکنالوژۍ سمبال کړي. ښاغلي حقبین وایي، دوی په پوهنتون کې د تکنالوژۍ مرکز لري، چې ۴تنه دایمي کار کوونکي لري. پوهنځي یې ټول په انټرنېټ سمبال دي او د محصلینو لپاره په وړیا ډول د کمپیوټر او انټرنېټ درسونه هم ورکول کېږي. دغه راز ددغه پوهنتون بېلا بېل پوهنځي خپلې مجلې لري، چې وخت ناوخت په کې د اړوند دېپارتمنتونو د استادانو او محصلینو لیکنې او څېړنې خپروي.

د نورو پوهنتونونو برعکس د جوزجان د پوهنتون رییس وایي، اوسمهال له کومې جدي ستونزې سره نه دي مخ او کارونه یې له پلان سره سم پر مخ روان دي. دی وایي، سمه ده چې د جوزجان پوهنتون یو ځوان پوهنتون دی او لا ډېر کار ته اړتیا لري، خو په خبره یې تر اوسه ښه روان دي. د پوهنمل حقبین په خبره یوازنۍ ستونزه یې د کادري غړو کمښت دی، ځکه د لوړو زده کړو وزارت له قانون سره سم استادان باید ارو مرو تر ماسټرۍ پورې لوړې زده کړې ولري، نو له همد کبله د دوی ډېری استادان اوسمهال په بهرنیو هېوادونو کې پر ماسټرۍ او دوکتورا اخیستو بوخت دي او اوسمهال دوی په پوهنتون کې د استادانو له کمښت سره مخ دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.