سپورټ نړیوال کرکټ

نړیوال جام کې په جسپرېت بومرا یوه شپږیزه لګېدلې او هغه هم افغان وهلې

اعلان

نړیوال جام چې د افغانستان په ۹ ماتو او د هندوستان د نیمه پایلوبې په ماته مخته ولاړ؛ د هندوستان چټک بالر او د نړۍ د یو ورځنیو لوبو لومړي نمبر توپ اچوونکي پکې ۶ سوه توپونه ترسره کړي او په دې توپونو کې په ده یواځې یوه شپږیزه لګېدلې؛ چې دا شپږیزه هم افغان الراونډر محمدنبي عیسی خېل پرې وهلې ده.

د جون په ۲۲ مه نېټه افغانستان او هندوستان د نړیوال جام ۲۸ مه لوبه په روز بوول لوبغالي کې وکړه.

هندوستان، افغانستان ته ۲۲۵ منډې هدف ورکړی و؛ چې افغانستان په ۱۱ منډو لوبه وبایلله.

د لوبې د دوهمې پاڼۍ د توپ وهنې پر مهال محمدنبي په سټرایک ولاړ و، چې بومرا ورته د نهه څلوېښتم اوور دریم توپ ترسره کړ، محمدنبي دا توپ د لانګ ان پر سر شپږیزه کړ او دا په نړیوال جام کې په بومرا یواځېنۍ شپږیزه وه، چې محمد نبي عیسی خېل پرې ووهله.

بومرا په نړیوال جام کې په لسو لوبو کې ولوبېده او لس واړو لوبوکې یې سل اورونه کړي دي، دا سل اورونه ټول ۶ سوه توپونه کېږي، چې بومرا پکې یوه شپږیزه ورکړې ده.

د کرېک ټرېکر وېب پاڼه لیکي د نړۍ په لومړي نمبر بالر یوه شپږیزه لګېدلې او هغه هم محمدنبي وهلې ده.

محمدنبي په همدې لوبه کې د هندوستان خلاف نیمه سلیزه ووهله او بیا لانګ ان کې د بومرا په بال کېچ شو.

د محمدنبي په اوټ کېدو سره د افغان لوبډلې هیلې ورژېدې او وروسته بیا محمدشمي د دولت، مجیب او افتاب عالم وېکټې واخېستې او افغانستان لوبه وبایلله.

بومرا د هندوستان خطرناک توپ اچوونکی دی او تل یې هند ته په وروستیو شېبو کې لوبې را اړولې دي او مقابلو لوبډلو ته یې ستونزې جوړې کړي دي.

بل پلو بیا محمدنبي هم داسې الراونډر دی، چې د نړۍ په غوره توپ اچوونکي یې یواځېنۍ شپږیزه وهلې ده او بومرا یې له نړیوال جام پرته له شپږیزې نه دی پرېښی.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی