افغانستان سیاست

د حکومت او جنرال جرئت جنجال؛ یونس قانوني وایي پنجشری څوک په پټکو نه شي وېرولای

لیکنه: بشر درویش

په دې ورځو کې د کابل د سیاسي میدان یوه توده موضوع د پولیسو لخوا د ولسمشر د مخکیني نیږدې سړی جنرال دین محمد جرئت د کور او دفتر محاصره کیدل دي.

جرئت تر څو میاشتو مخکې د ولسمشر ستر امنیتي سلاکار او د ملي امنیت شورا د دفتر مرستیال و.

جنجال له کومه پیل شو؟
جنرال جرئت، چې د افغانستان د خلکو د جهاد او مقاومت د ارزښتونو د ساتنې په نوم یو سیاسي بهیر لري، په را روانو ولسمشریزو ټاکنو کې د محمد حنیف اتمر د ټاکنیز ټیم ملاتړ کوي.

جرئت له پخوا په زورواکۍ او ناقانونه وسله وال لرلو تورن دی؛ د هغه او ورته نیږدې کسانو د زورواکیو کیسې وخت په وخت رسنیز شوي.

یک تلویزیون؛ د جنرال جرائت د کور محاصرې انځور

اوس یې پرضد د حکومت د اقدام دلیل هم دا دی، چې ده له دندې وروسته دولتي پوځي وسایط نه دي سپارلي او علاوه له دې ناقانونه وسله وال لري.

د جرئت څو مشهورې کیسې
جنرال جرئت په مختلفو زورواکیو او کشمکشونو کې تورن ګڼل کیږي او نوم یې د ژبو په سر دی.
دلته به یې ځینو کیسو ته نظر واچوو:

د یوه وزیر وژنه
جنرال جرئت د طالبانو له واکمنۍ وروسته د یونس قانوني د کورنیو چارو وزارت پر مهال د پولیسو د ژاندارم عمومي قومندان و.

هغه تورن دی، چې کسانو یې په رڼا ورځ د هوایي چلند وزیر ډاکټرعبدالرحمان نورستانی د کابل په هوایي ډګر کې د ګڼو حج ته تلونکو په مخکې په چړو وواژه.

د وخت ولسمشر حامد کرزي که څه هم د دغې پېښې په تړاو څېړونکی کمیسون وټاکه، خو تراوسه یې پایله معلومه نه شوه.
جنرال جرئت دا تور بیا رد کړی و.

د لوی څارنوال ډبول
په ۲۰۰۷ کې جنرال جرئت بې دندې او په کور و، خو د وخت لوی څارنوال عبدالجبار ثابت یې د کابل په یوه سیمه کې پر خپلو وسله والو ډبولی و.

وېل کیږي، چې د پېښې دلیل له فساد او بې قانونۍ سره د ثابت تونده مبارزه وه.

تېر حکومت د جرئت پر وړاندې د قانوني جرئت پر ځای دا موضوع د جرګې له لارې حل کړې وه.

د زامنو په اړه تورونه
د جنرال جرئت یو زوی څو کاله مخکې د یوه جنجال پر وخت وژل شوی و، چې په تور یې د څو تورنو کسانو کورنیو دوه کاله مخکې د جرئت له زورواکۍ شکایت وکړ.

دغو کورنیو رسنیو ته وویل، چې جرئت د کومې محکمې له پریکړې پرته د دوی پر غړو تر ۳ کاله زیات وخت په محبس کې تېری کړی.
معلومه نه ده، چې هغه قضیه به اوس چېرته رسیدلې وي؟

همدا شان د جرئت یو زوی څو کاله مخکې د کابل ښار د یوه ترافیک پولیس په ډبولو تورن شو، چې هغه قضیه هم بیا روښانه نه شوه.

د ولسمشر غني د رایو مدافع
جنرال جرئت د ۲۰۱۴ ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې له احمد ضیا مسعود سره یو ځای د ډاکټرغني د ټاکنیز ټکټ ملاتړ وکړ.

وېل کیږي، چې له دویم پړاو ټاکنو وروسته د ټاکنو په کمیسون کې د پاکو او ناپاکو رایو د تفتیش پر وخت جنرال جرئت د ښاغلي غني د رایو له مخکښو مدافعانو و.

ویل شوي، چې د المپیک د هغه وخت ریس جنرال ظاهر اغبر د ډاکټرعبدالله په پلوۍ په کمیسون کې د زورواکۍ هڅه کوله، چې جرئت او کسانو یې ځواب بیرته په زور ورکاوه.

د ترهګرۍ او جاسوسۍ تورونه
د ملي امنیت پخواني رییس او په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر غني د ټیم لومړي مرستیال امرالله صالح په کنایوي ډول جرئت د پاکستان په جاسوسۍ تورن کړی و.

سربېره پردې په جلال اباد کې څو میاشتې وړاندې د جرئت د سیاسي بهیر له سیمه ییز دفتر څخه د ځانمرګو بریدونو واسکټونه ترلاسه شوي وو، چې حکومت پرې خاموشه پاتې شو.

جرئت له هغې قضیې څخه څه موده وروسته د ولسمشر غني لخوا د هغه له امنیتي مشاوریت او هم د ملي امنیت شورا دفتر له معاونیت څخه ګوښه شو.

د یونس قانوني پنجشیرۍ دفاع

ښاغلي قانوني د جرائت د کور محاصر کول د حکومت زورواکي او ناقانوني بللې

جرئت او قانوني دواړه د پنجشېر دي، جرئت څو میاشتې مخکې په کابل کې د پنجشیر د عالي شورا غونډه جوړه او د قانوني له ملا یې څادر وتړه.

دوی په دي ډول د حنیف اتمر د ټاکنیز ټکټ د لومړي مرستیال په توګه د خپل سیمه وال ( یونس قانوني) ملاتړي شول.

د جرئت د کور تر محاصرې وروسته یونس قانوني د افغانستان تلویزون په تالار کې ( دا تلویزون هم د ښاغلي جرئت دی) د یوې لویې غونډې په را بللو سره د حکومت وروستی اقدام ناقانونه او زورواکي وګڼله.

قانوني ادعا وکړه، چې تر محاصرې مخکې جرئت ته د دولتي وسایطو د سپارلو په اړه څه نه و ویل شوي.

ده همدا شان وویل: که حکومت ساتونکي نه راکوي، مجبور یوو چې نور ساتونکي ځانته ونیسو، بیا دې د نا قانونه وسله والو نوم نه ورباندې ږدي.

قانوني همدا شان ګواښ وکړ، چې پنجشیری څوک په پټکو نه شي وېرولای.

د جرئت لنډ ژوند لیک
جرئت، چې د ډګر جنرالۍ رتبه لري، په کال 1340 د پنجشیر د رخه ولسوالۍ په «درخیل» کې زیږیدلی.

هغه په پنجشیر کې تر لومړنیو زده کړو وروسته د کابل د امام ابوحنیفه مدرسه لوستې ده.

د جرئت لخوا په خپور شوي ژوند لیک کې یې راغلي، چې تر کمونیستي کودتا وروسته پېښور ته تلی او هلته یې د جمیعت ګوند د پولیسو اکاډمي لوستې ده.

جرئت په پېښور کې د جمیعت د دفتر امنیتي مسول او بیا د موقت حکومت د المپیک ریس و.

کابل ته د مجاهدینو له راتلو سره نوموړی د پولیسو د انتظامي ځواکونو مرستیال او بیا د طالب واکمنۍ پر وخت د مسعود تر امر لاندې سیمو کې امنیتي مسول و.

جرئت لکه چې وویل شول د کرزي د حکومت په پیل کې دوه کاله د پولیسو عمومي قومندان، بیا څه موده د کرزي د لومړي مرستیال مارشال فهیم امنیتي سلاکار او یوه موده هم د قبایلو وزارت مرستیال و.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي