د عامر زوی، جنید خان فلم نړۍ ته راځي

د هندوستانۍ سېنما غوره او تکړه فلم ستوری عامر خان په دې هڅه کې دی چې خپل مشر ځوی جنید خان فلمي نړۍ ته راولي.

هندوستانۍ رسنۍ وایي عامر خان د خپل زوی لپاره د یوه ښه فلم په لټه کې دی او هڅه کوي چې جنید هم د بالیوډ ستوری کړی.

عامر خان د هندوستانۍ سېنما وتلی ستوری چې په ډېر شمېر سره کامیاب فلمونو کې کار کړی او د خپل جادوګر تمثیل پر مټ یې ځان ته بې شمېره مینوال موندلی.

عامر خان په بالیوډ کې زیات کامیاب فلمونه لري خو وروستی فلم یې د ښه بازار په موندولو کې پاتې راغی.

بل لور ته:
په بالیوډ کې یو شمېر لوبغاړي د خپلوۍ پاللو باندې غوسه دي او ډېر کله پر هغو فلمي لوبغاړو خپلې غوسه سړوي چې په خپلولۍ پاللو تورن دي.

د دوې په وینا دا د هغو کسانو په حق کې ظلم دی چې د فلم نړۍ ته د راتلو قوي استعداد ولري او زیاتوي دا چې څوک یې په دغه نړۍ کې ملتیا نه کوي نو ځکه یې استعداد خاورې کیږي.

خو یو ځل بیا د ډېرو نیوکو سره سره چې په بالیوډ کې پر خپلولۍ پاللو کېږي بیا هم عامر خان د فلم نړۍ ته د خپل زوی د راوستلو هېله مند دی.

هندي رسنیو د فلم لوبغاړي عامرخان له خولې ویلي چې د ده د کورنۍ څخه ۲۶ کلن زوی جنید خان بالیوډ کې د داخلېدو لپاره یوه ښه فلم سکرپټ په انتظار دی.

دی وایي فکر کوي د ده (عامر خان) پر ژوند جوړیدونکی فلم یې د زوی لپاره تر ټولو ښه فلم کېدی شي چې په ښه ډول یې رول اداء کړي.

عامر خان وایي زوی یې د تېر یوه کال راهیسي تیاتر هڅه کوي په خبره یې چې د سکرین پر پردې یې باور دی چې زوی څخه یې یو څه جوړ شي.

دی د یوه پلار په حیث یې زوی ته دا مشوره ورکوي چې په هغو فلمونو کې دې د اتل په شکل راښکاره شي چې په واقعي او حقیقي بڼه ولري.