ژوند بڼه

د خوشحالۍ لپاره ستره پلمه

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

کوم چېري له ګڼه ګوڼي لېري یو شین پارک، یوه چوکۍ او یو بوتل معدني اوبه هغه څه دي چي زه ئې غواړم. هرڅومره چي مي د ازمویني وخت رانژدې کېږي، اندېښنه و اضطراب مي شدت اخلي. له کومي ورځي چي مي په بدن کي پاړسوب ليدل سوی دئ، تر نن ورځي پوري مي د معایناتو په تمه یم، يوه اوونۍ وسوه او ما هره ورځ په اندېښنو کي تېره کړې ده. که يوه ناجوړي وژونکې یا لاعلاجه وي، باید څه وکړو؟ تر څو پرله پسې میاشتو درملني کې بیا هم نتیجه ورنکړه، نو چشي به کېږي؟ هغه درس و تعلیم چي له پاره مې څومره هلي ځلي کړي وې، زما به په څه درد وخوړل سي؟ زما کورنۍ، د ژوند ملګرې/ملګری، اولادونه، او زما والدین به زما څخه وروسته چشي کوي؟

شاید لازمه وي چي خورا زیات تحمل کړم. شاید اړ سم چي يوه سخته مبارزه تجربه کړم. آیا ددې توان لرم چي د ژوند له پاره مي د ژوند سره په جنګ سمه؟ ډېری کسان مي تر درملني لاندي ليدلي ول، آیا اوس زما نوبت رارسېدلی وو چي دا ورځي تېري کړم؟

دا ټول مسایل مي د يوه چابک فلم په شان له سترګو تېر سول. د ښوونځي کلونه او پوهنتون ته د خپلي خوښي په رشته کي د کانکور ازمویني ورکول. څومره تر سهاره ویښ پاته وم او څومره ددې له پاره چي په ځانګړي پوهنتون کي و منل سم، زیاتي ورځي مي په اندېښنو و سوچو سره تېري کړي وې. د پوهنتون کلونه، د ژوند د ملګري سره مي مخامخېدل، واده مي، او د اولاد زېږون مي. کله چي مي د کور د سودا له پاره قرض اخیست او فکر مي کاوه چي کله مي پورونه خلاص سي، کولای سم چي بیاځلي پور واخلم او اندازه ئې لا پسي زیاته کړم خو لا تر اوسه مي قسطونه نیمايي ته نه دي رسېدلي …

د دوبي (اوړي) ګرمي هوا و د ماشومانو غالمغال و آوازونو به زهيرولم. ساعت ته مي ځیر وم چي مبایل مي زنګ وواهه، د مبایل سکرین ته مي وکتل. هغه کس وو چي باید په همدې ساعت ئې ماته زما د ازمویني نتیجه ویلای. د تلفون د جواب دمخه مي پر هرڅه فکر وکړ، پر هرڅه حتا پر خپلي ناکام هم! ما د هر تریخ احتمال اورېدو له پاره پر لاره څو ډېر ګامونه اخیستل او بیا بیرته راوګرځېدم او تلفون ته مي ځواب ووایه. له تلفونه ږغ وسو، چي هرڅه سم دي او د اندېښنې خبره نه ده – همدې ږغ زه د نړۍ له ټولو ترخو احتمالاتو را وایستم او د آرامښت و سکون ساحل ته ئې راوستلم. هغه وخت مي احساس کړ چي هوا هومره هم ګرمه نه ده او د ماشومانو د لوبو آوازونه څومره خواږه دي. زړه مي یو ګیلاس شنې زعفراني چای غوښتې چي له ډېرو سره ئې وچښم. مثلاً د پوهنتون څخه دمخه د ادبیاتو د استاد سره، د ښوونځي د همصنفیانو سره، د ډېرو لېري و نژدې دوستانو و ملګرو سره! زړه مي غوښتل چي د هغوی سره خبري وکړم او تر ماپښین وروسته مي ټول وخت د یوه يوه سره تېر کړم. رښتیا په آخر وار چي مي فرصت پیداکړ نو مور ته مي مخامخ کښېنستم او خبرو ته مې غوږ ونیوی، یو څه وخت مخکي وو. شاید اولین کس چي باید د هغه سره یو ګیلاس چای وچښم، مور مي وي.

د ماشومانو د لوبو محل ته ولاړم، سرشاره و خوښ ماشومان چي آوازونه و خنداوو ئې د آسمان غوږونه هم کڼول. د لوبو خنډ ئې سولم. یو کوچنکی ماشوم چي نوی پر پښو ولاړ سوی وو او تاکیداً ئې غوښتل چي خپله په پښو پر لاره ولاړ سي، که څه هم پر هر قدم و دوو به ځغوارېدی او بیاځلي به ولاړېدی او په خورا شوق و ذوق به ئې لاري ته ادامه ورکوله، ما ته ئې د همدې څو لحظو مخکي وخت را یاد کړ. زه هم د همدې نوي پر پښو ولاړ سوي کوشني په رقم یم. چي ولوېد او خوشحال سو او اوس په لا زیاتي میني و شوق سره غواړم چي ادامه ورکړم. له ځان سره فکر کوم چي د خوشحالۍ و شکر کښلو له پاره څومره بهانې لرم. زه نه غواړم چي سبا معتاد سم، نه غواړم چي بستري سم، نه غواړم… که څه هم ځیني وختونه به ژوند کي داسي حالات هم راباندي راسي او په داسي حالاتو کي هم باید پیاوړي اوسو او مخته ولاړ سو او د تقدیر د لوبي سره ولوبېږو خو زموږ ډېری د (نن ورځي) تېرېږي پرته له دې چي دومره وپوهېږو او ځانو ته ور په یاد کړو چي صحت او سلامتي د خوشحاله اوسېدو له پاره ستر سبب دئ.

د کور خوا ته را روانېږم، په لاره کي مي ذهن ته ډېر خيالات و سوچونه راځي، غواړم چي ددې څو کلونو تر ټولو بامزه ماښامنۍ مي مېرمني ته تیاره کړم، غواړم کله چي کور ته و رسېدم د اولادو سره مي د لاس فوټبال وکړم او هر وار چي مي ګول وواهه، له ډېره شوقه چیغي کړم او لاس ووهم. غواړم د مېلمستیا په نیت ایښي جامې مي واغوندم او له هر هغه څه چي لرم ئې، خوند واخلم. له ډېره وخته مي د مېرمني سره په یو دوه نفریزه پلي تګ نه یم تللی. څومره دواړه په ورځنيو مشغولتیاوو کي راګیر سوي یوو چي زموږ څخه ئې هېر کړي دي چي يوه ورځ همدا تر یوه چت لاندي یوځای اوسېدل مو ستر آرمان و خوب وو.

ګل فروشۍ ته ځم او یوه دسته سپین ګلان رانیسم، سپین لکه د سولي بیرغ. سوله له ځان سره د نه جنګېدو او په آرامښت سره له شته حالاتو له خوند اخیستلو په خاطر. په لاره کي مي کور ته فکر کېږي چي زما په تمه دي، لوښي چي باید زه ئې پرېولم، ماښامنۍ باید تیاره کړم، هغه کارونه چي هره ورځ مي فکر کاوه څومره ستړي کوونکي دي او نن ورځ ئې په څومره شوق و ذوق د ترسره کولو له پاره روان یم.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي