ټولنیز ژوند کورنی ژوند

له دې جملو د نارینه و موخه دا وي

ژباړه: عطا محمد میاخېل

د یوې روغې، ښې او سالمې عاطفي اړیکې ټینګول آسانه کار نه دی، په ځانګړې توګه، چې نارینه د ښځو په پرتله په خپلو خبرو او د احساساتو په بیانولو کې کمزوری عمل کوي. هغوی نه یوازې خپلې خبرې نه کوي، بلکې کله وخت یې په داسې توګه بیانوي، چې کولای شو بل مفهوم ترې واخلو، البته هغوی دا کار په قصدي توګه نه ترسره کوي، بلکې دا چلند یې په بشپړه توګه په نا خبرۍ کې دی، له دې امله مېرمنې باید له هغوی سره د اړیکې د ټینګښت مهارتونه زده کړي. په حقیقت کې ښځې باید کله وخت د یوې ډیکشنرۍ په توګه کړنې ترسره کړي، ترڅو وکولای شي، د هغوی د خبرو په رښتینې موخه باندې پوهې شي. د دې لیکنې په دوام په هغو جملو باندې رڼا اچوو، چې ډېری وخت نارینه ترې کار اخلي، خو اصلي موخه یې بل څه وي:

زما لپاره توپیر نه کوي:
ښایي تاسو له خپل مقابل لوري څخه پوښتنه وکړئ، چې په ماښامنۍ کې څه شی خورې؟ یا دا چې له هغه څخه د یوې جامې په اړه د نظر غوښتنه کوئ، خو په ځواب کې له هغه څخه اورئ: ( زما لپاره توپیر نه کوي ). که څه هم کله وخت د هغه لپاره توپیر نه لري، خو ډېری وخت کله چې نارینه دا جمله په خوله راوړي، نو موخه یې دا ده، چې له ما څخه ډېرې پوښتنې مه کوه او خپله تصمیم ونیسه. له دې امله، کله چې د خپل ژوند د نارینه له خولې څخه دا جمله اورئ، نو پوه شئ، غوره ده، چې په خپله تصمیم ونیسئ، کنه نو د هغه حوصله به مو هم پای ته رسولې وي.

زما مینه ناکې اړیکې نه خوښېږي:
له دې جملې څخه کولای شو، ډېرې اخیستنې وکړو، خو په ټوله کې یوه مانا ورکوي، دا چې مقابل لوری مو نه غواړي، له تاسو سره مینه ناکې اړیکې ته ننوځي، نو په حقیقت کې غواړي، له همدې پیل څخه، ستاسو په لاسونو باندې پاکې اوبه تویې کړي. که چېرې هغه له تاسو سره اړیکه لري، خو دغه راز دا خبره یې له خولې څخه اورئ، نو پوه شئ، چې موخه یې یوه لنډ مهالې ملګرتیا او دوستي ده، نو له دې امله غوره ده، چې دې اړیکې ته مو زړه ښه نه کړئ.

څه جالبه:
که چېرې تاسو په ساعتونو د خپل ژوند شریک ته له هغو پېښو څخه خبرې وکړئ، له کومو سره، چې د ورځې په اوږدو کې مخ شوي یاست او هغه په پای کې یوازې دا وویل: ( څه جالبه! ) او خبرو ته یې د پای ټکی کېښود، نو پوه شئ، چې هغه ستاسو د خبرو اورېدو حوصله نه لري. په دې شرایطو او حالاتو کې غوره ده، چې ځان ستړی نه کړئ او په یو بل کار باندې ځان بوخت کړئ.

د دې موضوع په اړه به وروسته خبرې وکړو:
که چېرې تاسو وغوښتل، چې د خپل ژوند له شریک سره خبرې وکړئ، خو هغه تاسو ته وویل، چې دا کار بل وخت ته پرېږده، نو په دې باندې پوه شئ، چې هغه نه اوس او نه هم بل وخت غواړي، چې د دې موضوع په اړه له تاسو سره خبرې وکړي. په حقیقت کې هغه د دې جملې په ویلو سره، له تاسو سره، له خبرو کولو ځان تېر باسي او هیله من دی، چې تاسو هم دا موضوع هېره کړئ. په یاد مو وي، که چېرې د ژوند شریک مو ونه غواړي، چې د یوې موضوع په اړه، له تاسو سره خبرې وکړي، نو هڅه کوي، چې وې ځنډوي.

ستړی یم:
هرومرو داسې شوي، چې د خپل ژوند له نارینه څخه مو څه غوښتي او هغه ستاسو په ځواب کې ویلي: ( اوس ستړی یم، بل وخت ته به یې پرېږدو ) په دې شرایطو کې باید د لامل او دلیل په لټه کې ونه اوسئ. ښایي هغه په رښتیا ستړی وي، ښایي تېره شپه سم نه وي ویده شوی یا اصلاً د کوم کار د ترسره کولو حوصله نه لري..‎. په دې شرایطو او حالاتو کې، هغه په خپل حال پرېږدئ او خپله غوښتنه هغه وخت ته وځنډوئ، چې حالت یې ښه وي.

زه د یوازې اوسېدو لپاره، یو څه وخت ته اړتیا لرم:
د دې جملې په اورېدو سره، ښایي داسې فکر وکړئ، چې واقعاً د ژوند نارینه مو یوازې اوسېدو ته اړتیا لري، خو حقیقت دا دی، چې هغه نور نه غواړي له تاسو سره اړیکه ولري، خو نه پوهېږي، چې څه ډول یې بیان کړي، په دې شرایطو کې غوره ده، چې له هغه سره د اړیکې په دوام باندې ټینګار ونه کړئ، په خپل حال یې پرېږدئ، ترڅو په لږ یوازې اوسېدو او فکر کولو سره، خپل تصمیم ونیسي.

زه ښه یم:
که چېرې داسې مو احساس کړ، چې د مقابل لوري حالت مو ښه نه دی، خو هغه تاسو ته په ځواب کې ویلي، چې حالت یې ښه دی او ستونزه نه شته، نو په دې باندې پوه شئ، چې هغه نه غواړي، تاسو ته رښتیا ووایي، یا دا چې غواړي، خپله ستونزه په خپله حل کړي. په دې شرایطو کې غوره ده، چې له هغه څخه نور د حالت په اړه یې پوښتنه ونه کړئ، ځکه بېځایه ټینګار نه یوازې د هغه حالت نه ښه کوي، بلکې خرابولی یې هم شي. لږ یې په خپل حال پرېږدئ، هرڅه به د تېر په څېر شي.

ستونزه ستا نه، بلکې زما ده:
دا هغه جمله ده، چې ډېری نارینه یې د اړیکې د له منځه وړلو پرمهال ترې ګټه اخلي. په حقیقت کې کله مو چې دا جمله واورېده، نو پوه شئ، چې واقعاً ستونزه ستاسو نه، بلکې د مقابل لوري مو ده. که چېرې ستونزه ستاسو وای، نو کولای مو شول، چې حل یې کړئ، خو کله چې مقابل لوری مو دا خبره کوي، نو تاسو هېڅ نه شئ کولای.

درته زنګ وهم:
که چېرې په اړیکه کې مو ستونزه را منځته شوې ده او تاسو غواړئ، له خپل مقابل لوري سره خبرې وکړئ او هغه تل ځان تېر باسي او په پایله کې تاسو ته وایي، چې وروسته به درسره اړیکه ټینګه کړم، ډېر په تمه مه پاتې کېږئ، ځکه هغه دې ته لېوالتیا نه لري، چې تاسو ته زنګ ووهي. په حقیقت کې نه غواړي، چې له تاسو سره خپلې اړیکې ته دوام ورکړي، خو له بلې خوا نه شي کولای، چې په مستقیمه توګه یې ووایي. په دې شرایطو کې هغه ته په تمه پاتې کېدو سره، خپل وخت بېځایه مه تېروئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل