ژوند بڼه کورنی ژوند

هغه کوچنۍ تېروتنې چې ګډ ژوند مو ګواهي

لیکنه: عمران لمر

ژباړه: عمران لمر

هغه ټکي چې په دې ليکنه کې يې يادونه کوو؛ هغه مسايل دي چې ډېر خلک ترې سر ټکوي.
ښه ده چې دا مسايل وپېژنو او د خپلو غېر معقولو کړنو مخه ونيسو؛ ممکن د همدې ټکو په پام کې نيول زمونږ د ډېرو ژوند وژغوري.

د ښځینه او نارينه تر منځ په کړنو کې ځينې مشترک ټکي شته چې ګډ ژوند له منځه وړلی شي:

۱- له سپکاوي ډک بحث مه کوئ.
کله چې د ژوند له ملګري سره خبرې کوئ؛ نو غږ مو له سپکاوي او بې احترامۍ ډک وي؛ تر دې چې که خپلې تېروتنې ته متوجه هم يئ؛ بيا هم دفاعي حالت کې يئ او د هغه خبرو ته غوږ نه نيسئ.
دا کار ممکن ستاسې غوصه سړه کړي؛ مګر د ملګري زړه له تاسو تورېږي او د دې باعث ګرځي چې خپلمنځي مينه مو راکمه شي.

۲- تل نيوکه کوونکي مه کېږئ.
سلسله وار په بل نيوکه کوئ، تر دې چې په ډېرو کوچنيو خبرو هم ورسره بحث کوئ؛ کله چې له خپلو ملګرو سره بهر ووځي، يا له مور سره خبرې کوي او يا د تلوېزيون چينل بدلوي؛ خوښېږي مو چې د هغې واک ستاسې په لاس کې وي.
دا کار د دې سبب کېږي چې د ژوند د جدي مسايلو په هکله هم ستاسې خبرو ته غوږ ونه نيسي.

۳- په بستره کې د ماهي په څېر چلند مه کوئ.
جنسي اړتيا په ټولو کې شته او واده کول هغه لاره ده چې خدای (ج) د دې اړتيا د رفع کولو لپاره ټاکلې ده.
دا چې داسې ښکاره کوئ چې خپل د ژوند ملګرې ته هيڅ ميل نه لرئ او يا ورسره ملګرتيا نه کوئ؛ نو د هغې زړه له تاسې سړېږي.

۴- مه بې سليقې کېږئ.
هماغه ډول چې مخکې له واده خپل ظاهري ښايست ته پام کوئ؛ وروسته له واده هم بايد همداسې اوسئ.
هيڅ نارينه بې سليقې ښځه نه خوښوي او نه هم کومه ښځه بې سليقې خاوند.
په دې اساس که بې سليقې توب ته ادامه ورکړئ؛ نو ګډ ژوند مو له لاسه ورکوئ.

۵- له هغه يا هغې مننه وکړئ.
مونږ تر ډېره د دې پر ځای چې له کورنۍ او د ژوند له ملګرې سره ښه چلند وکړو؛ له کوره بهر خلکو سره ناستې کوو.
هماغه ښه اخلاق او خوښي چې د ملګرو او ګاونډيانو په ليدو کوو؛ د ژوند له ملګري سره يې هم بايد ولرو.

۶- ستړي کوونکي کېږئ مه.
که داسې احساسوئ چې د ژوند د ملګرې لپاره تکراري شوي يئ او هغه مو په ليدو هيجاني کېږي نه؛ نو سمدستي خپل ظاهر ته بدلون ورکړئ او يا د لږو ورځو لپاره په سفر لاړ شئ.
مه پرېږدئ چې د دې پر ځای چې تاسې سره مينه ولري؛ د هغې لپاره په يو عادت بدل شئ.

۷- بې ځايه مخالفتونه مه کوئ.
که منطقي دليل نه لرئ؛ د خپل ژوند ملګري سره مخالفت مه کوئ.
ځينې وختونه ممکن د غوصې له مخې او يا د هغې د ځورولو لپاره ورسره مخالفت وکړئ؛ خو له ټولو بده يې دا ده چې تاسې د نورو په وړاندې غواړئ هغه کمه راولئ.
ممکن په دې کار تاسې د بريا احساس وکړئ؛ مګر بايد پوه شئ چې په دې کار سره مو خپلمنځي مينه له منځه وړې ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عمران لمر

عمران لمر خپلې منځنۍ او ثانوي زده کړې په چپلیار عالي لېسه کې کړي او لوړې زده کړې يې د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځي په فقه او قانون څانګه کې بشپړې کړې دي.
نوموړی اوس مهال په جلال اباد کې د مزل راډيو د سيمه یيز خبريال په توګه دنده پرمخ وړي.