ژوند بڼه کورنی ژوند

په ګډ ژوند کي د نارضایتۍ دا ۴ عمده لاملونه وپېژنئ!

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

په نننۍ ليکنه کي مو د مېړه او ماینې ترمنځ د نارضایتۍ هغه ډېرو مروجو لاملونو ته اشاره کړې ده. زموږ سره ددې ليکني تر پایه مله اوسئ. هغه لاملونه دا دي:

۱ـ نامعقولي غوښتني لرو او فردي توپيرونو ته توجه نه کوو 

په ډېرو وختو کي ليدل کېږي چي مېړه او ماينه پرته له دې چي پام وکړي دا چي مقابل طرف ئې په ځان پوري خاص ذوق او افکار لري او يا مخالف جنسيت لري، دوئ تمه لري چي کټ مټ دي د دوئ په رقم فکر او چلند وکړي. که له زوجینو څخه يو هم د خپلو غوښتنو او توقعاتو تر بيانولو دمخه، په اړیکه کي د مقابل طرف په شخصیتي ځانګړنو، شرايطو او توانمندیو کي فکر وکړي، دا به د تاوتریخوالي د ډيرو قِسمونو د رامنځ ته کېدو څخه مخنیوی وکړي. دا ځکه تر هغو چي تمه یا غوښتنه مطرحه سوې نه وي معلومه خبره ده چي ګيله هم نه وي خو که غیر منطقي او نامعقولي غوښتني بيان سي او که هغو ته جواب ورنکړل سي هغه وخت نو متقاضي کس (هغه چي غوښتنې بيان کړي دي) ته ځان مات او یا بې ارزښته ایسي او مقابل کس هم په خپلو دلایلو او توجیحاتو پیل کوي او دا یعني د جنګ او مجادلې د شروع کېدل.

یو ډېر مهم ټکی چي مېړه او ماینه باید ورته توجه وکړي دا دئ، چي تر اوسه دوه داسي کسان نه دي پيداسوي چي په ټولو مواردو کي دي یوشان فکر وکړي او یو ډول رفتار ولري. حتا دوه غبرګوليان هم کاملاً یو له بل سره یوشان نه وي. رښتيا دا دي چي په ګډ ژوند کي د نظر او سلیقې اختلافات په خاصه بيا د ګډ ژوند په پیل کي د نظريات او باورونو مطابقت نه درلودل طبیعي دي دا ځکه چي یاد دوه کسان (مېړه او ماينه) په دوو مختلفو کورنیو کي په مختلفو طريقو سره روزل سوي او لویان سوي دي. په دې مرحله کي به هغه مېړه او ماينه بريالي وي چي وکولای سي په خورا ښه ډول دا تفاوتونه مديريت کړي او د خپلو غوښتنو په منظمولو او د مقابل طرف د ځینو غوښتنو او تفاوتونو په قبلولو سره يوه نسبي توافق ته سره ورسېږي.

۲ـ متقابل درک نه لرو

ددې له پاره چي زوجين متقابل درک ته سره ورسېږي، ترڅه دمخه ورته د مقابل طرف پر روحياتو او فردي ځانګړنو پوهېدل ضروري دي. په همدې خاطر، تر هغو چي دا بلدتيا او شناخت بشپړ سوی نه وي او یا ترلاسه کېدونکی شناخت د واقعیت پر بنسټ نه وي یقیناً به په کار کي درک کېده او درک کول نه وي. که ماينه او مېړه وغواړي چي خپلي غوښتني او خپل افکار يا ذوق پر بل باندي تحميل کړي یو د بل له پاره بې د بې اعتمادۍ او ځورېدو زمينه مساعده کړې وي دا ځکه هغه کس چي له کلو په دې روحيه را لوی سوی او عادت سوی دئ په آسانۍ سره نه سي کولای چي دا تغیرات ومني او په مقابل کې مقاومت کوي. ډېری مېرمني شکایت کوي چي مېړونه ئې دوئ ته پاملرنه نه کوي او خبرو ته ئې غوږ نه ږدي او په همدې خاطر دوئ ناراحته دي خو که يوه ماينه وخت پېژندونکې نه وي، غوښتنې هم د مېړه د وس او توان مطابقي نه وي او د هغه له توانه وتلي وي او پرته له مقدمې او پرته له دې چي پرېږدي مېړه ئې یوار خپله ستړيا لېري کړي او سم دواره د هغه سره په محضی ورسره مخامخېدو سره – تر هر رقم احوال پوښتني او سلامه په ګیلو مانو او خپلو غښتنو بیانولو شروع وکړي، آیا بیا هم حق لري چي ناراحته اوسي؟ آیا د داسي يوې ماینې مېړه به د مجازاتو مستحق وي؟

۳ـ د ژوندانه او ارتباطي مهارتونو سره بلد نه يوو

ډېر وختونه په ګډ ژوند کي نارضایتي او اختلافات د اګاهي او شناخت نه لرلو په خاطر رامنځ ته کېږي. کله چي ډېری نارينه د ښځي د شخصيت او د هغې د غوښتنو په باره کي معلومات ونه لري او حتا نه پوهېږي چي د ښځو کوم ډول نارينه خوښېږي یا ډېری ښځي په دې نه پوهېږي چي يو مېړه له خپلي ماینې کومي هيلي او تمي لري او يا حتا د نارينه له پاره د ګډ ژوند له ډېرو ښکاره وو وظایفو هم خبري نه وي – څنګه غواړي چي د خپل مېړه او خپلو اولادو په نسبت خپلي وعده کړي کړني او تعهدات په صحیح ډول اجراء کړي؟ شاید ددې ناآګاهۍ یوه برخه ئې په کورنۍ او والدینو پوري اړونده وي خو د ټولني او مسئولو سازمانونو رول هم باید په دې پروسه کي صرفنظر نه کړل سي. که په دې اړه زدکړه او ور زدکړه ئې د واده څخه دمخه او په خاصه بیا د واده د عمر څخه شروع سي او په هره مرحله کي پېغلو نجونو او ځوانو هلکانو ته لازم مهارتونه ور وښوول سي او هغه مسایل چي په ګډ ژوند کي يوه توافق ته د رسېدو په خاطر ورته اړتيا لري په ښکاره او څرګند ډول مطرح سي، هغوی په پوره چمتووالي سره ګډ ژوند ته داخلېږي او سته اختلافات په خورا ښه طريقه مدیريت کولای سي. د زوجینو له پاره د زدکړي د ادامې پروسه خورا حیاتي ارزښت لري دا ځکه چي د ګډ ژوند په هره مرحله کي کېدای سي چي د هغې مرحلې خپل خاص مشکلات رامنځ ته سي لکه: په خصوصي او عمومي محیطونو کي د ژوند له ملګري سره چال چلند، د اولاد روزني طريقې، اقتصادي مسایل او… چي هر يو وخت په وخت ځان ته لومړیتوب پیداکوي او لارښووني هم باید ددې زدکړو سره متناسبي وي.

۴ـ نور ښکېل لاملونه

ځيني نور لاملونه چي کېدای سي د نارضایتۍ په رامنځ ته کېدو کي رول ولري لکه: مادیاتو ته زیات اهمیت ورکول، تجمل ګرايی، له نورو پېښې یا تقليد کول، د اطرافيانو مداخلې او پرتله کول هم باید له ياده ونه باسو؛ دا ځکه چي له دېو هر يو لامل ئې په خپل وار سره یو لړ جروبحثونه او جنګونه را ولاړوي. له تحقیق او آګاهۍ پرته واده هم ددې حالت په رامنځ ته کولو کي ونډه لري. وروستۍ خبره دا چي بهتره ده چي ددې ډول بررسیو پایلي ددې سبب سي چي افراد د خپل کورني ژوند د وضعیت څېړلو له پاره یوه اساسي بیاکتنه ولري او مسئول کسان هم دې مقولې ته خپله توجه زياته کړي او له دې حالته د وتلو پر لازمو لارو چارو فکر وکړي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي