ټولنیز ژوند کورنی ژوند

په ګډ ژوند د فشار اغېزې

لیکنه: عمران لمر

ژباړه: عمران لمر

پرته له شکه د رواني ستونزو د نښو شتون لکه: فشار، سلوکي اختلالات او ورځنۍ اندېښنې د ښځې يا خاوند او يا د دواړه لپاره جنسي ګډوډۍ، جنسي نا رضايتي او يا له جنسي اړيکو د خوند اخېستلو ختمېدل رامنځته کوي.

دا مسئله په ډېرو څېړنو او مطالعو کې سپړل شوې او په اثبات رسېدلې ده او دا نظريه چې د جنسي اړيکو زياتوالی د ښځې او خاوند دعصبي فشار د کموالي سبب ګرځي؛ په ټولو شرايطو کې سمه نه ده او کوم د باور وړ څېړنيز شواهد هم د دې نظريې د ملاتړ لپاره نه شته.

په ډېری وختونو کې چې ښځه او خاوند د عصبي فشارونو، اضطراب، فشار او نورو ستونزو سربېره هم جنسي اړيکې پالي؛ نو د هغه ځانګړو شرايطو لامله چې تجربه کوي يې؛ د خپلو اړيکو نه خوند نه شي اخېستلی او تر دې چې ممکن د اړيکې دوام لپاره هم کومه علاقه ونه لري او يا په سم ډول يې سرته ونه شي رسولی.

د منفي هيجاناتو په کمولو کې د جنسي اړيکو اغېزې
کله چې ښځه او خاوند د جنسي کړنو په اضطراب کې ښکېل وي؛ نو دا اړيکه د هغوی لپاره خوندوره کېدای نه شي او دا تمه هم نه شته چې د فشار کمولو سبب يې شي؛ مګر که د رواني فشار لامل يې د جنسي اړيکو نه شتون او د رواني انرژۍ نه تخليه وي؛ نو د دې اړيکې قايمول کولای شي د زېرمه شوې رواني انرژۍ په تخليه کې مرسته وکړي او د رواني فشارونو د کموالي سبب شي.

دلته د پام وړ ټکی دا دی چې د جنسي اړيکو نه شتون په خلکو کې د انرژۍ د ذخيره کېدو سبب کېږي چې ممکن هغوی ناراحته، غوصه ناک او حساس کړي او په داسې شرايطو کې جنسي اړيکي کولای شي د دې منفي هيجاناتو په کمولو کې مرسته وکړي.

ځينو څېړنو ښودلې ده چې ورځنۍ جنسي اړيکې کولای شي د اعصابو په هيپوکامپ کې د هغه حجراتو د ودې سبب شي چې د فشار د سطحې د کنترول مسئوليت پر غاړه لري.

د حل لاره څه ده؟
هغه ښځې او خاوند ته چې د رواني او عصبي فشارونو درلودونکي دي؛ مشوره دا ده چې په لومړنۍ مرحله کې بايد د ارواپوهنې د ارزيابۍ او خپلې رواني روغتيا په لټه شي؛ تر څو احتمالي ستونزې وپېژني او د رفع کولو لپاره يې ګام پورته کړي.

د رواني او عصبي فشارونو د سرچينې پېژندل ډېر مرسته کوونکي وي؛ ځکه د علت نوعه د مداخلې د نوعې په تعينولو کې ډېر رول لري.

په خلکو کې د رواني ګډوډيو شتون، ورځني فشارونه، فردي تعارضونه او د ښخې او خاوند تر منځ د اړيکو او عاطفې ستونزې؛ هر يو د مداخلو بهير يو لور ته رهي کوي.

د ژوند د طرز او طريقې بدلول، ورزش کول، د تفريحي پروګرامونو درلودل، د کاري بوج کمول، د ځانګړو روزنيزو پروګرامونو جوړول او دې ته ورته نورې لارې کولای شي؛ ستاسې جنسي ژوند کې مرسته وکړي او د دا ډول ځانګړنو لرونکي ښځه او خاوند بايد پوه شي چې په ناوړه او فشار زېږوونکو شرايطو کې جنسي اړيکې نه يواځې ګټورې نه دي؛ بلکې د نورو ستونزو د جوړېدو سبب هم ګرځي او رواني او عصبي فشار هم زياتوي.

په دې اساس دا ډول خلکو ته په کار ده چې تخصصي مرستې وغواړي او د لازمو مهارتونو په زده کولو خپل ژوند چې د دوی تر منځ د نارضايتۍ او له يو بل سره د مينې کمولو سبب شوی دی؛ وژغوري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عمران لمر

عمران لمر خپلې منځنۍ او ثانوي زده کړې په چپلیار عالي لېسه کې کړي او لوړې زده کړې يې د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځي په فقه او قانون څانګه کې بشپړې کړې دي.
نوموړی اوس مهال په جلال اباد کې د مزل راډيو د سيمه یيز خبريال په توګه دنده پرمخ وړي.