سینما او موسیقي

مشهور ریسلر، جان سینا د (فاسټ اینډ فیوریس) فلم کې لوبیږي

د انګلیسي فلم سینما یا هالیوډ د کامیاب فلم سیریز (فاسټ اینډ فیوریس) په ډله کې له وړاندې هم مشهور او کامیاب فلم ستوري لوبیږي خو دا ځل یو بل نوموتی او مشهور کس هم د دغه فلم برخه ګرځول شوې.

د فلم لارښود او د مرکزي رول اداکوونکي لوبغاړي وین ډیزل څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې مشهور امریکایې ریسلر او فلم لوبغاړی جان سینا به هم په فلم (فاسټ اینډ فیورییس ۹) کې ولوبیږي او دغه فلم د ټيم غړی به شي.

اوس تازه جان سینا د وین ډیزل ته مثبت غبرګون ښکاره کړی او له مینوالو سره یې وعده کړې چې نوموړی به په دې فلم کې د خپل لوبیز ژوند غوره او بهترینه کار کردګي کوي.

په یوه مرکه کې جان سینا ویلي چې دا د نوموړي لپاره یوه ډېره لویه موقع ده، د ده په خبره چې موټرونه یې ډېر خوښیږي او همدا لامل دی چې دا سریز ورته نژدې دی او ډېر یې خوښوي، په خبره یې چې ډاډه دی په نړۍ کې به هم دا فلم ډېر مینوال ولري.

نوموړي زیاته کړې ده دا چې د دومره بهترین فلم ټيم برخه ګرځېدلی ډېر خوښ دی.

د یادولو ده؛ روان کال اپریل میاشت کې وین ډیزل په فاست اینډ فیوریس فلم کې د جان سینا د ټاکلو اشاره کړې وه چې د دغه خبر له خپرولو وروسته مینوال د دغه خبر تائید او په فلم کې د جان سینا لوبېدو ته ډېر لیواله وه.

د هالیوډ سینما دغه کامیاب فلم سریز (فاسټ اینډ فیوریس ۹) به را روان کال په ۲۲ د مۍ د سینما په پردو نندارې ته وړاندې شي.

د دغه فلم مرکزي کردار د هالیوډ سینما څو مشهور لوبغاړي رول لوبوي چې په کې وین ډیزل هم شته، د فلم لارښود هم همدغه فلم لوبغاړی کوي او د پروډکشن چارې یې هم ډيزل مخته بیایې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی