نړیوال کرکټ

نړیوال جام د ارچر خوبونه په ریښتیا بدل کړل

راټولونکې: مریم صدیقي

عمر یې کم دی،خو ارمانونه یې په پوره کېدو دي، ارچر هغه تنکی ځوان دی چې یوازینی ارمان یې په نړیوال جام کې د انګلستان ملي ټیم لوبغاړو سره د لوبېدو چانس ورکول و.

تور پوستی جوفرا ارچر په اصل کې د ویسټ انډیز هیواد دی، عمر یې د ۲۳ کالو دی، نوموړی هغه کرکټر دی چې په لومړیو کې د ویسټ انډیز هیواد ۱۹ کلنو لوبډله کې هم لوبېدلی، جوفرا فست بالر دی او د کریکټ نړۍ له نوښتګرو څیرو څخه ګڼل کیږي.

که څه هم جوفرا ډېرې کمې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړې خو هرې لوبې کې یې د  خپلې وړتیا په ښودلو د نړیوالو پام ځان ته اړولی،ځکه دې په یارکر توپ اچولو کې خاص هنر لري چې له امله یې ډېرو توپ وهونکو خپلې ویګټې له لاسه ورکړي او مقابله لوبډله یې له ستونزو سره مخامخ کړې.

ارچر د هندوستان په سوداګریزو لوبو کې د راجستان ټیم له خوا لوبېده چې په نوم ویستلو کې یې ورسره خورا مرسته وکړه،او دی یې نړیوالو ته ور وپيژانده. اوس مهال د ارچر خوبونه په ریښتیا بدل شوي دي او په پنځوس اوریزو نړیوالو جام سیالو کې په انګلستان  ټیم کې د لوبېدو چانس ورکړل شوی ده چې وبه ګورو څنګه ګټه ترینه اخلي.

جوفرا ارچر چې تر اوسه کومې لوبې ترسره کړي نړۍ یې د خپل بال په اچولو ګوته په غاښ کړې  ،جوفرا په ۲۰۱۷ کال کې د استرالیا هیواد  په سوداګریزو لوبو (بیګ باش) کې ولوبېده چې دا مهال یې عمر 21 کاله و چې دلته یې هم په توپ اچونه اوهم توپه وهنه برخه کې خپل مهارت ښکاره کړ.

جوفرا د خپلو خوبونو پوره کولو لپاره خپلې هلې ځلې پرلپسې تازه ساتلي، په خام عمر خو توده وینه لوبه ترسره کوي او کولی شو ووایو چې د جوفرا خوبونو په پوره کولو کې د ټي ټین لیګ سیالو ښه لوبېدلو هم ورته لار هواره کړه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم صدیقی، کابل کې د یاران ټیم غړی

مريم د کابل پوهنتون له ژبو او ادبياتو څخه فارغه شوې ده. تر څنګ يې په ټولنيزو او کلتوري مسلو ليکنې کوي. هغه په پښتو درې سربېره په اردو او انګليسي ژبو هم پوهيږي خو د انګليسي ژبه زدکړې سره ډېره مينه لري.