سیاست نړۍ

د جوبایډن تراژیدي؛ د امریکا د مخکیني مرستیال ولسمشر د ژوند کیسه ولولئ

لیکنه: بشر درویش

ژوند لوړې ـ ژورې لري، ان هغوی چې د نړۍ په کچه ځواکمن او زیات پېژندل شوي خلک دي، هغوی هم له دغو ستونزو او لوړو ـژورو خلاص او خوندي نه دي.

جوبایډن د امریکا د مخکیني ولسمشر بارک اوباما مرستیال و.

هغه مشهور امریکایي سیاستوال دی او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته هم نوماند دی.

دلته به د هغه د ژوند له تراژیدیو خبر شئ، چې څومره سختیو سره یې لاس و پنجې جرمې کړي.

د تراژیدیک ژوند پيل

بایډن مخکې تر دې چې د سیاست دنیا ته راشي او مشهور شي، د نوې ځوانۍ پر مهال یې په ساکرامنټو ښار کې له خپل مور و پلار او درېیو وروڼو او خور سره ژوند کاوه.

د دوی د کورنۍ ژوند له کړاوونو ډک و، پلار یې په سوداګریزو فعالیتونو کې له څو ځلې ماتې وروسته اړ شو، چې خپله کورنۍ د مېرمنې مور و پلار ته پریږدي.

دا کارله ډېرې مجبورۍ وشو او د بایډن کورنۍ یې په هر لحاظ وځپله.

دا وضعیت بایډن ته ډېر روزونکی هم و، هغه پخپلو یادښتونو کې لیکلي: پلار مې تل راته ویل: د یوه نارینه د اتلولۍ معیار دا نه دی، چې څومره په ځمکه لګیږي؛ معیار دا دی چې څومره زر بیرته له ځمکې پاڅیږي.

بایډن وایي د پلار نصیحتونو او خپلې هوښیارۍ د تل لپاره له الکولو لیرې وساته، کنه د مور دوی په کور کې یې دا هرڅه پریمانه وو.

ګونګی ډوله بایډین

جوبایډن اوس د امریکا مشهور او ژبور سیاستوال دی، خو لږ خلک به پوه شي چې په ماشومتوب کې د هغه ژبه نښته او له ستونزو سره مخ و.

هغه له دې کبله تل د خپلو همزولو لخوا ځورول کیده او ټوکې پسې کیدې.

بایډن وایي زیاته هڅه یې وکړه، چې دا ستونزه حل کړي، خو نه پرې بریالی کیده.

د مېرمنې مرګ

د جوبایډن د ژوند تراژیدي تر ډېره د کورنۍ د غړو پر مرګ را ټوله ده.

هغه د سیاسي فعالیتونو په پيل یانې د ۱۹۷۲ په دسمبر کې خپله ۳۰ کلنه مېرمنه نیلیا بایډن د لاسه ورکړه.

د هغه مېرمنه او یو کلنه لور یې نائومي دواړه د موټر د ټکر له کبله ووژل شول.

د دې مېرمنې دوه زامن یې ۴ کلن بایو او ۳ کلن هانتر له پېښې روغ ووتل، خو په جسمي لحاظ یې سخته صدمه ولیده.

د بایډن مېرمنه د کرسمیس مراسمو د تیاري لپاره ښار ته تلې وه، چې موټر یې ټکر شو.

بایډن د ژوندي پاتې ماشومانو لپاره یې پریکړه وکړه، چې سرسخته اوسي، خو دا ژوند ورته خورا ستونزمن و.

خپله لیکي: نه مې غوښتل د خدای د مهربانۍ په اړه څه واورم، هیڅ خبرې، هیڅ دعا او هیڅ مراسمو سکون نه راکوه. ما فکر کاوه، چې خدای تعالی راسره سخته لوبه کړې او په دې سخت غوسه وم.

له دې سره وایي زیات تمرکز یې د خپلو زامنو پر روزنې وکړ او خپل غمونه یې پرې غلطول.

د مشر زوی مړینه

بایډن د ولسمشر لومړی مرستیال و، چې مشر زوی له لاسه ورکړ.

بایو بایډن سرطان و او د ۲۰۱۵ په مۍ کې د ۴۶ کلونو په عمر له دې نړۍ لاړ.

دې پېښې جو بایډن او دویمه مېرمنه یې جیل بایډن سخت وځپل. دوی په ۲۰۱۳ کې د بایو په سرطان خبر شوي وو.

جیل لیکي: د بایو د مغزي سرطان په اړه ډېر هیله من وو، چې له فوق العاده درملنې سره به ښه شي،خو داسې ونه شول او سخت یې ودردولو.

د نیږدې ملګرو مرګ

جوبایډن د خپل مشر زوی له دردونکې مړینې څو کاله وروسته د خپلو څو نیږدې ملګرو درد هم وزغمه.

یو ملګری یې سناتور جان مکین( د جمهوري غوښتونکو ګوند مشهوره څېره) او بل هم د یاد شوي ګوند بل سناتور جان دینګل و.

بایډن د دواړو په مرګ سخت ودردیده او څه موده یې ګوښه ژوند غوره کړ.

معتاده لور

د بایډن د کورنۍ یوه بله غمیزه دا وه، چې په ۲۰۰۹ کې یې یو خپلوان په داسې مهال ونیول شو، چې غوښتل یې د دې د لور اشلي د هیروین څښلو یوه ویډیو پر چا وپلوري.

دا ویډیو په پام کې وه، چې په دوه میلیونه ډالرو وپلورل شي.

دغې موضوع هم بایډن سخت ودردوه، خو تراوسه یې په اړه هیڅ کومه خبره رسنیو ته نه ده کړې.

هیرویني زوی

د ۲۰۱۴ په اکتوبر کې د بایډن زوی هانټر بایډن له دې کبله د امریکا له سمندري پوځ څخه وویستل شو، چې په یوه روغتیایي ټیسټ کې هیرویني ثابت شو.

په دې اړه هم بایډن څه ونه ویل، خو سخت ودردیده او څه موده د خلکو له سترګو پناه و.

هانټر له دې مسئلې څخه یو کال وروسته بله رسوایي هم جوړه کړه، هغه دا وه چې مېرمنه یې ورنه طلاق واخیسته.

د طلاق دلیل دا و، چې هانټر هم نیشه یي توکي کارول، هم یې الکول زیات څښه او هم یې زیات وخت له فاحشو سره تېروه.

پوروړی بایډین

بایډن په ۲۰۰۹ کې د دغو موضوعاتو یوه برخه خپله افشا کړه.

وروسته دا هم افشا شوه، چې هغه څو لکه ډالره پوروړی دی، چې د سود له کبله یې ستونزو سره مخ شوی.

بایډن له دې ټولو سره د امریکا د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماند ګڼل شوی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي