ټولنیز ژوند زده کړې ګټه وټه

څه ډول مخکې له مخکې پوه شو چې له دندې ایستل کېږو؟

لیکنه: ياران

ژباړه: حمیدالله حمیدي

له دندې د اېستل کېدو خبر حیرانونکی او خورا خواشینونکی وي، چې په خصوصي شرکتونو کې یې د کار پرمهال هره ګړۍ د اورېدو تمه شته.

مهمه نه ده چې تاسو څومره سخت کار کوئ، خو هره ګړۍ ددې امکان شته چې له دندې واېستل شئ، هغه هم له کومې پخوانۍ خبرتیا پرته. له دې ټولو سره، سره وړاندې تر دې چې د رئیس یا د مدیر له خولې دا خبر واورئ، ځینې نښې نښانې هم شته، چې له ادارې د اېستل کېدو په اړه باید پرې پوه شئ.

په همدې اساس، ښه ده چې پر دې نښو نښانو ځانونه پوه کړئ. هغه کسان چې کلونه یې کار کړی او څو ځله یې د ادارې له لوري له دندې اېستل کېدل تجربه کړي، پر دې ښه پوهېږي، چې په وروستیو ورځو او اونیو کې ورسره څه ډول چلند شوی دی. دلته یې ځینې له تاسو سره شریکوو:

۱- ګواښل کېږئ
کېدای شي رئیس مو درته له ادارې د اېستو کره نېټه څرګنده نه کړي، خو ډېری کارکوونکي چې په دې برخه کې تجربه لري په دې ګواښونو پوهېږي. تر ټولو لومړۍ نښه دا ده چې کېدای شي کړنې مو تر پوښتنې لاندې راوستل شي. ان تر دې، چې کېدای شي په شفاهي یا لیکني ډول درته ګواښ وشي.

۲- دندې ته ناوخته راځئ
داسې نه ده چې له دندې هر اېستل شوي کس باید تېروتنه یا ګناه کړې وي؛ خو داسې تېروتنې هم شته، چې له ادارې ستاسو اېستل کېدو ته لار هواروي. که دندې ته ناوخته راځئ، نو حتمي به کرل شوي هم بېرته رېبئ.

د هغې څېړنې پر اساس، چې په ۲۰۱۷ کال کې ترسره شوې، د شرکتونو ډېری رئیسانو ویلي، چې د کارکوونکو د اېستو ډېری لاملونه یې دندې ته ناوخته راتلل دي. د ادارې د محرمو اسنادو او رازونو بربنډول هم هغه خطر کېدای شي چې له دندې څخه ستاسو اېستو ته زمینه برابره کړي.

۳- کارونه مو په سم ډول نه شئ تر سره کولی
ډېر کله تاسو له دې امله په دندې ګمارل کېږئ، چې ورته مناسب یاست، خو ځینې مهال د مالي ستونزو له امله هم یوې دندې ته غاړه ږدئ. په هر صورت، کله مو چې دنده له مسلک سره برابره نه وه، نو په کې ښه ځلېدلی هم نه شئ. هڅه وکړئ د اړیکو له لارې شاوخوا درته داسې دنده پیدا کړئ، چې وکولای شئ له مالي پلوه هم پرې ځان بسیا کړئ او هم مو له مسلک سره اړخ ولګوي. له دې پرته به مو هره ګړۍ د اېستل کېدو وېره وي او بله دا چې په دې اداره کې له کار کولو سره، سره به پخپل مسلک کې هېڅ کاري تجربه ونه لرئ او پرمختګ به هم ونه کړای شئ.

۴- ارزښت نه درکول کېږي
د کار څښتنان ډېر کله پر خپلو کارکوونکو حقوقي فشار نه راوړي. هڅه کوي له نورو لارو چارو د کارکوونکو اېستو ته زمینه برابره کړي. هڅه کوي له تاسو لرې واؤسي او ډېر کله ان پر مخ هم در نشي. کېدای شي ددې احساس هم وکړئ، چې نور د ادارې مهمو غونډو ته نه بلل کېږئ. که مو دا نښې تر سترګو شوې، نو تیاری ونیسئ او وړاندې تر دې چې له ادارې څخه واېستل شئ، نو خپله سي وي مو نورو ادارو ته واستوئ.

۵- د ادارې د مشر په چلند کې مو بدلون راغلی
معمولاً کارکوونکي له ادارې د اېستل کېدو په وروستیو ورځو کې د رئیس یا هم مدیر ناڅاپي کړنو ته متوجه کېږي. د رئیس د چلند ناڅاپي بدلون هرو مرو له ځان سره د بد خبر زېری لري.

۶- په اداره کې مو تغیرات راغلي
په شرکتونو کې د کارکوونکو ادلون بدلون او له کار څخه رخصتول عادي خبره ده. دغه څه ډېر کله هغه وخت رامنځته کېږي، چې د شرکت عواید کم شي یا هم ځینې پېرېدونکي له لاسه ورکړي. ډېره کله د دوو شرکتونو یو ځای کېدل یا هم بېلېدل ددې لامل ګرځي، چې زیاته برخه کارکوونکي ځواب کړي. په ټولو شرکتونو کې هم دغه بدلونونه د کارکوونکو د اېستو لامل نه ګرځي، بلکې ډېری شرکتونه هڅه کوي خپل کارکوونکي قانع کړي، چې هر څه به سم شي، خو که اوبه پر ژرنده ور واوړي، بیا نو د دوی له وسې هم پورته خبره ده او کارکوونکي اړ دي د ځان لپاره بل ځای ولټوي.

په هر ډول که وي، له کاره اېستل کېدل یوه ځورونکې پېښه ده، هغه هم بیا داسې مهال چې هېڅ تمه یې نه لرئ او په اړه مو هېڅ فکر هم نه وي کړی. په دې برخه کې تر ټوله ښه خبره دا ده، چې خپله سي وي مو تل اپډېټ وساتئ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران