کله چې کاري فشار ستاسې شخصي ژوند ته لاره پيدا کړي؛ نو څه بايد وکړئ؟

ژباړه: عمران لمر

تاسې هره ورځ د خپل وخت څو ساعتونه په خپل کار ځای کې تېروئ؛ نو طبيعي ده چې کله کور ته ځئ؛ نو خپل ټول کاري فشارونه هم له ځانه سره کور ته وړئ.
آيا د خپل کاري فشار د مديريت او خپلې خصوصي اړيکې په هکله مو فکر کړی دی؟

د يوې نظر پوښتنې له مخې کاري فشار د ښځې او خاوند تر منځ د ستونزو ښکاره علت دی او ۳۵ سلنه خلک يې په خپلو اړيکو کې تر ټولو لويه ستونزه ګڼي.
نورې څېړنې ښيي چې ۶۵ سلنه خلک د خپلو فشارونو اصلي منبع کاري فشار ګڼي او يواځې ۳۷ سلنه خلکو ويلي چې له مديريت کولو وروسته ښه شوي دي.

کاري فشار داسې څه دي چې خامخا بايد ورسره مبارزه وکړئ؛ ځکه دا کولای شي ستاسې د کور خوندي چاپېريال هم له خپلو وړانګو لاندې راولي.

په دې مقاله کې مونږ د کار او شخصي ژوند تر منځ د پولې ساتلو پر څرنګوالي بحث کوو:

کاري فشار څه ډول ستاسې ژوند ته ضربه رسوي؟
کارپوهان په دې باور دي چې کاري فشار په اړيکو منفي تاثير غورځوي. کله چې کاري فشار کورني چاپېريال ته ننوځي؛ نو په حقيقت کې په غير مستقيم ډول د عصبي سيستم د فعالېدو سبب کېږي او شخص د دې انرژۍ په خالي کولو پسې کېږي او خپل د ژوند ملګری ځوروي.

ستاسې ناخوښي کارونه ستاسې د ژوند شريک ته دا احساس ورکوي چې ګوندې د تېري لاندې ده؛ کله چې تاسې خپل وظيفوي مسايل شخصي ژوند ته راوړئ؛ نو ستونزې پيلېږي. کاري فشار د جنسي تحريکېدنې او شور لومړی درجه دښمن دی؛ تر دې چې د خوب له خونې بهر هم چې خپلمنځي ناستې ته کاري فشار داخلوئ؛ نو د ژوند ملګرې مو د ناخوښۍ احساس کوي او نور نه شي کولای چې د هيڅ څه په هکله هم له تاسې سره د همدردۍ احساس وکړي.

کاري فشار په ډېر احتمال کولای شي ستاسې اوږد مهالو اړيکو ته زيان ورسوي. کله چې ښځه او خاوند د دې تمه لري چې د يو بل په مرسته خپلې فشار راوړونکې ورځې وزغمي او شاته يې وغورځوي؛ ممکن له دواړو يو لوری ونه شي کولای چې سمه لاره ونيسي.
کله چې دواړه خواوې له يو بل سره آرام وي؛ کولای شي د يو بل سره مرسته وکړي او د ځان لپاره ښه او خوښ ژوند جوړ کړي.

د ځان تشول
آيا تاسې هغه څوک يئ چې د خپل کار ځای اړوند ټولو خبرو په هکله تل بحث کوئ؟
د دې کار زيان يا ګټه د يو لړ عواملو پورې تړلي دي:
که تاسې د مهمو کاري مسايلو لکه: استعفاء يا د يو نوي کار منل او يا د يو نوي کس سره د کاري شراکت په هکله د خپل ژوند ملګري سره خبرې وکړې او ترې مشوره واخلئ؛ دا ډېره ښه ده او ستاسې په کاروبار او هم ستاسې په اړيکه مثبت تاثير لري؛ مګر که تل له خپلو همکارانو سر ټکونه او يا خپل کاري شکايتونه له هغه يا هغې سره شروع کوئ؛ نو دا بيا يو څه ځوروونکې ده.

د دې پر ځای هڅه وکړئ چې په دې هکله وغږېږئ چې نن ورځې په تاسې کوم تاثير کړی دی، د مثال په ډول ووايئ چې ((نن مې ستړې ورځ درلوده)) او يا (( له کار ځايه غوصه راغلی يم))، په دې شکل به تاسې پرته له دې چې ټول جزئيات شريک کړئ؛ له خپل احساسه غږېدلي يئ.

که په کارځای کې لويې ستونزې لرئ؛ نو هڅه وکړئ چې پرته له دې يې حل کړئ چې د ژوند شريک سره پرې بحث وکړئ.

کولای شئ له کارځايه د راوتو وروسته يو آراموونکی عمل وکړئ يا مخکې له ماښام ډوډۍ خوړلو ميډيټيشن وکړئ؛ تر څو خپل د خوښې آرام او سکون ترلاسه کړئ.

هڅه وکړئ چې هغه وخت چې له کار ځايه راوځئ او کور ته راځئ؛ نو له هر ډول کاري فشارونو خالي واوسئ.

که د ژوند ملګرې مو درته درواغ ووايي…
د مينې په اړيکو کې کاري فشارونه ختمول ساده او آسانه نه دي؛ که يو څوک په تکراري ډول له کاري فشارونو متاثره وي او هغه په تاسې هم تحميلوي؛ نو دا داسې چې هره ورځ کور ته له رسېدو سره سم د جنګ ميدان ته ښکته کېږئ او کور به نور تاسې لپاره خوندي او د سکون د ترلاسه کولو ځای ونه اوسي.

که داسې وي نو هڅه وکړئ چې په يو وخت کې له فشار پرته د ګډ قدم وهلو او يا د خوښې وړ يو تلويزيوني پروګرام په مهال له هغې سره خبرې وکړئ.

په دې ډول هم د هغې زړه تشېږي او هم تاسې کولای شئ د خپل احساس او هغه تاثير په هکله چې له کاري فشارونو ستاسې په اړيکو پرېوتي؛ وغږېږئ.

يو بل مه رټئ او نه هم د يو بل د خجالت کېدلو باعث شئ؛ ځکه امکان لري مقابل لوری په تاسې باور ونه کړي او تل تاسې ته درواغ ووايي.
د دې پر ځای د خپلو احساساتو په هکله وغږېږئ او د حل لارو وړانديز وکړئ.
هره ورځ ۱۵ دقيقې د خپلو احساساتو په هکله غږېدلو ته ځانګړي کړئ؛ تر څو آرام ژوند او صميمانه اړيکې ولرئ.

About عمران لمر 37 Articles
عمران لمر خپلې منځنۍ او ثانوي زده کړې په چپلیار عالي لېسه کې کړي او لوړې زده کړې يې د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځي په فقه او قانون څانګه کې بشپړې کړې دي. نوموړی اوس مهال په جلال اباد کې د مزل راډيو د سيمه یيز خبريال په توګه دنده پرمخ وړي.